مطالعه هغه فعالیت دی چې ګټې یې بېخي زیاتې دي. دلته یې ځینې ګټې په ګوته شوې دي.
۱ ـــ مطالعه يوه فعاله ذهني تګلاره ده.
۲ ـــ مطالعه تمرکز زياتوي.
۳ ـــ مطالعه په ځان باندې د باور د رامنځته کېدو سبب ګرځي.
۴ ـــ مطالعه د فردي انضباط د ډېرښت سبب ګرځي.
۵ ـــ مطالعه خلاقيت زياتوي.
۶ ـــ مطالعه تاسو ته دا شونتيا درکوي، ترڅو د يوې موضوع په تړاو خبرې وکړئ.
۷ ـــ مطالعه ارزانه بوختيا ده.
۸ ـــ مطالعه تاسو ته دا امکان درکوي، ترڅو په خپل اختيار مطالب زده کړئ.
۹ ـــ مطالعه ستاسو د استدلال ځواک زياتوي.
۱۰ ـــ مطالعه د دې سبب ګرځي، ترڅو تېروتنې مو را کمې شي.
۱۱ ـــ مطالعه ستړيا را کموي.
۱۲ ـــ مطالعه کولای شي، ژوند ته مو بدلون ورکړي.
۱۳ ـــ مطالعه اروايي فشار (سټرس) را کموي.
۱۴ ـــ مطالعه تاسو د ډيجيټلي نړۍ له زيانونو څخه لرې ساتي.
۱۵ ـــ د کتاب مطالعه تل د فلم له کتلو څخه غوره ده.