د افغانستان کرکټ بورډ له بنګلهدیش لوبډلې سره د یو ورځنیو سیالیو لپاره د افغان لوبغاړو نوملړ اعلان کړی دی.
په دغه نوملړ کې د حشمتالله شهیدي په لوبډلمشرۍ رحمت شاه زرمتی، رحمنالله ګربز او اکرام عليخېل (ویکټ ساتونکي)، عبدالمالک، ریاض حسن، صدیقالله اتل، دروېش رسولي، عظمتالله عمرزی، محمد نبي، ګلبدین نایب، راشد خان، ننګیال خروټی، الله محمد غضنفر، نور احمد، بلال سمیع، فضلالحق فاروقي، نوید ځدراڼ او فرید احمد ملک غوره شوي دي.
د کرکټ بورډ په خبرپاڼه کې ویل شوي، “ابراهیم ځدراڼ، چې تېره میاشت یې د ښنګري د ټپ له امله عملیات ترسره کړل، لا هم تر درملنې لاندې دی او د ټپونو د نه رغېدو له امله به د بنګله دېش پر وړاندې په راتلونکې لوبلړۍ کې برخه وانخلي. دغه راز د ملي لوبډلې د پیاوړي ورو توپ اچوونکي مجیب الرحمن د لاس ټپ لا هم ندی رغېدلی او د بنګله دېش پر وړاندې یو ورځنیو سیالیو کې به هم د افغان لوبډلې ملتیا نه کوي.“
ویل کېږي چې د افغانستان او بنګلهدېش ترمنځ به دا درې یو ورځنۍ سیالۍ د راتلونکې نومبر میاشتې په شپږمه پیل او تر ۱۱مې نېټې به دوام وکړي.
د ویلو ده چې دا لوبې د افغانستان په کوربتوب د متحده عربي اماراتو په شارجه لوبغالي کې ترسره کېږي.