ژباړه: ګلثوم محمدي
د املوک ونې چې په اصل کې چينايي دي، له کلونو راهیسې د یوې خوندورې مېوې په توګه پېژندل شوي دي.
دا مېوه مخکې له مصرف څخه بايد په بشپړه توگه يې پخه شي. املوک نارنجي رنگ لري، خوږ او د شاتو په څیر خوند لري. املوک نه يوازې چې خوندور دي، بلکې له خورا مغذي موادو څخه ډکې دي، چې د روغتیا لپاره خورا ګټور تمامېدای شي.
د املوک مېوې ځينې ګټې
1- د هاضمې سیستم فعالیت ښه کول او د کولمو حرکتونو تنظیمول؛
2- د پوستکي تازه او مرطوب ساتل؛
3- د زکام ښه کول او درملنه؛
4- د پروستات سرطان پېښې کمول؛
5- د وينې فشار تنظيمول او د بدن معافیتي سیستم ښه کول؛
6- د سترگو ناروغۍ کمول؛
7- د وزن کمولو لپاره هم گټورې دي؛
8- د A, B6, C, K ويټامينونه لرل؛
9- په املوک کې ځينې نور مغذي مواد لکه پوټاشیم او منيزيم شته؛
10- د التهاب ضد؛
11- د وينې د شکر کچې تنظيمول؛
د املوک ګټې خورا ډېرې دي، که څه هم يو اندازه کوچنی دی، بلکې خورا مغذي مواد دي چې د بدن د روغتيا لپاره گټوره گڼل کېږي.
د املوک د تغذيې ارزښت ته په پام سره باید ووايو چې يو دانه املوک ستاسو بدن ته شاوخوا 168 گرامه انرژي برابروي.
د دې 118 گرامه کالوري، 31 گرامه کاربوهيدرات، 1 گرامه پروټين، 0,3 گرامه غوړ، 6 گرامه فايبر لري. سربېره پر دې، ويټامين B6، A، C ، K، E او همدارنگه پوټاشیم، مگنيزيم او مس هم په دې مېوه کې شته.
په املوک کې مغذي مواد، لکه تیامينB1، ريبوفلاوين B2، فولاټ، مگنيزيم او فسفر شته چې دا يې په گټور خوراکي مواد بدل کړي دي.
املوک د بدن د معافيتي سیستم د ښه کولو لپاره، د سترگو د روغتيا او د جنین د رشد لپاره گټور دي.
د املوک مېوې پاڼې له ويټامين C او فايبر څخه ډکې دي او همدارنگه د درماني چای په جوړولو کې هم له دې څخه گټه اخیستل کېږي.
د زړه د روغتيا لپاره د املوک گټې
د زړه ناروغی په نړۍ کې د مړينې له عواملو څخه شمېرل کېږي او د ميليونونو انسانانو پر ژوند کې منفي اغېز کوي.
له نېکه مرغه، د سالم غذايي رژیم په لرلو سره موږ کولای شو د زړه د ناروغۍ څخه مخنيوی وکړو. په املوک کې شته مغذي مواد د زړه د روغتيا لپاره گټور دي او د زړه د روغتيا لپاره عالي انتحاب دی.