ژباړه: محمدحامد بهیر
۱. له ماشومانو څخه پوښتنه مه کوئ، چې له پلار سره دې ډېره مینه لرې که له مور سره.
۲. له هلکانو څخه د هغوی د درسي درجې په اړه پوښتنه مه کوئ.
۳. په پټه او نا خبره توګه دچاکور ته مه ځئ.
۴. د کور داندازې او بیې پوښتنه یې له څښتن څخه مه کوئ، دچا د قد، وزن، عمر او نورو شخصي مسایلو په اړه بحث مه کوئ.
۵. کله چې مو کورته میلمه راځي نو په فیسبوک او موبایل کې مو ځان مه مصروفوئ.
۶. له خپلې ناوې او زوم څخه خپلو زامنو او نورو ته غیبت مه کوئ.
۷. کله چې یوه مور یا پلار خپل زوی ته نصیحت کوي، دهغې په مخ کې یې د زوی پلوي مه کوئ.
۸. د نورو د اولاد په روزنه کې هېڅ لاسوهنه مه کوئ.
۹. هر کله چې د زوی د زوکړې لپاره ډالۍ وړئ که بله خور یا ورور یې لرل هغو ته هم ډالۍ یوسئ.
۱۰. لارښونې مو که څوک نه خوښوي چاته یې مه کوئ.
۱۱. که په اپارتمان کې اوسئ، په خپله مېلمستیا او د خوښۍ په محفلونو کې د ګاونډې له اجازې پرته د موسیقۍ اواز کښته او پورته مه کوئ.
۱۲. په عمومي ځایونو او ملي بس کې که چېرې مشران ولاړ وو په څوکۍ کې مه کېنئ.
۱۳. په موټر ملي بس او انتظار خونو کې چاته مه ګورئ.
۱۴. د موټر چلولو پر وخت تر څنګ د تېرېدونکې موټر منځ ته مه ګورئ.
۱۵. کله چې ترافیکي نښه شنه شوه، په هارنډ باندې یې اعلان مه کوئ.
۱۶. د ښځو ډرېورې کوم عیب مه بولئ.
۱۷. کله چې پلی روان وئ، ټنډه تروه مه نيسئ.
۱۸. کله چې خپلوان له مودې ورسته وینئ، هیڅکله مه وایی چې څومره زوړ شوی یې یا له منځه تللی یې، د چا په ظاهري څېره باندې قضاوت مه کوه.
۱۹. په آرمتیا سره ډوډۍ وخوری، په ځانګړې توګه کله چې مېلمانه وی د ډوډۍ څخه زیات دیو بل تر څنګ د اوسېدلونه خوند واخلئ.
۲۰. دباران ورېدلو په وخت د پیاد لارو تر څنګ په کراره موټر وچلوئ.
۲۱. د واورې اورېدلو په وخت کې د خپل کور د ونو څانګې وڅنډئ.
۲۲. کله چې خوړنځي ته تللئ خپله مو د خوړو لوښي کثافات دانۍ ته واچوئ.
۲۳. کثافات لومړی خلاصوئ بیا یې کثافات دانۍ ته غورځوئ.
۲۴. په زینو او برقي دروازو کې په ښې لوري کې ودرېږئ او چپ لوری هغه چاته پرېږدی چې بیړه لري.
۲۵. په موټرونو اوبسونو کې په دې ځان پوه کړئ چې لومړی حق د هغو کسانو دی چې کښته کېږي، بیا هغه چې پورته کېږي.
۲۶. ټول وخت مو په تفرېح کې مه تېروی، ورزش او مطالعې ته هم وخت ورکړئ.
۲۷. ستاسو پیسې په بانګ کې دساتلو لپاره نه دي، پیسې مو په ځان مصرف کړئ، تر کومه ځایه چې امکان لري سفر وکړئ.
۲۸. ڪه مېرمنه لرئ، هیڅ وخت دهغې له خبرولو پرته چېرته مه ځئ، تل هغه ته خبر ورکوئ.
۲۹. د واده ګوتمۍ مو همېشه په ګوته کې وساتئ.
۳۰. هر وخت چاپېریال ته په کتو سره جامې واغوندئ، په بیابان او عمومي ځایونو کې زیات سینګار ته اړتیا نه وي.
۳۱. په کاري چاپېریال کې رسمې جامې واغوندئ.
۳۲. تل د عطرو په کارولو سره دفتر ته لاړشئ، په ځانګړې توګه که یې تاسې خوښوئ.
۳۳. هر کال یوه د غاښونو ډاکتر ته لاړشئ، که په کال کې مو یو غاښ هم جوړ کړئ، ستاسې غاښونه به دتل لپاره جوړ وي.
۳۴. ناروغو، عملي او رواني خلکو ته د عادي انسان په سترګه وګورئ، او هغوی ته متقابل درناوی ولری.
۳۵. خپل وطن ته له ټولو نیمګړتیاوو سره سره بد مه وایئ، او نور هم مه پرېږدئ چې بې احترامي یې وکړي.
۳۶. په دعا کې له خپلې عادې او روانې ژبې څخه کار واخلئ، ډېره یې مه پېچلې کوئ، له خدایﷻ سره په خپله ژبه باندې خبرې وکړئ.