لیکنه: وحیدالله بریال
دلته په آسماني ستوري نه غږیږو، بلکې د ستوري په سېمبول یو څو کرښې درته لیکم.
چې د ستوري نښه څه ده او په ټوله نړۍ کې یې ارزښت څه دی؟
ستوری ډېر ډولونه لري چې په ټوله نړۍ کې یې خلک د بېلابېلو سیمبولونو لپاره کاروي، خو دلته یې په ډېرو ډولونو نه غږیږو، فقط د ستوري عمومي سېمبول په اړه یو څه درته لیکم.
ښایي تاسو د ستوري نښه په ډېرو ځایونو کې لیدلې وي.
د ځینو هیوادونو پر بیرغونو، د ځینو مشهورو ځلانده څېرو پر خولیو، ستاینلیکونو، د ځینو خصوصي شرکتونو پر لوګو، ځینو فلمي او کرېکټ لوبغاړو ته هم د ډېر ځلیدو له امله د ستوري نوم کارول کیږي او حتا ځینو کسانو ستوری پر خپلو سینو هم ټومبلی وي.
ستوری د رڼا په توګه چې په شپه کې هم ځلیږي، ستوری د حقیقت، روح او امید سېمبول ګڼل کیږي، ستوری د رڼا استازیتوب کوي چې په تیاره کې لارښوونه کوي د اسرار او نامعلوم په مخ کې لارښوونه کوي. په نړۍ کې نږدې ټول مذهبونه د ستوري نښه کاروي.
او همداسې ستوری په ټوله نړۍ کې د ځلیدو/ رڼا، لوړتیا، میړانې، شجاعت او بریا سېمبول دی.
او بل اوس د (چیګواره) د مبارزې په سېمبول هم مشهور دی.
(رابرټ فروسټ) وایي، “د ستوري په څېر یو څه غوره کړئ.” د آسماني ځواک او اهمیت یوه شاعرانه سپړنه ده.
په ځانګړي توګه ستوری د لارښوونې او الهام سېمبول په توګه خطاب کوي. اوریدونکي هڅوي چې د ستوري په زړه پورې طبعیت په کایناتو کې پوهه او معنا ولټوي.
ستوری په جزوي توګه د وریځو تر شا پټ وي. تیاره د ستوري رڼا ته اجازه ورکوي چې نور هم روښانه شي. د خنډونو او ننګونو سره، سره نور هم روښانه کېږي.
شاعران ستوری له (سوځیدلو) سره تشبیه کوي، لکه زه (سوځیږم) دلته د ستوري شدید شتون او رڼا څرګندوي. دا دلته د جذب، هڅونې، الهام د ژورتیا او شدت په اړه د پلټنې په توګه تشریح کیدای شي چې ستوری یې استازیتوب کوي. ستوری خپل پیغام په داسې طریقې رسوي چې انسان په اسانۍ پرې پوهیدلی شي.
نو د فروسټ خبره، “د ستوري په څېر یو څه غوره کړئ”
یادونه: نورې سېمبولیکې معناوې یې تاسو راته ولیکئ.