ژباړه: حمیدالله حمیدي
زموږ ډېریو لپاره د داسې پېښو رامنځ ته کېد پروخت چې ځورونکې وي حوصله ساتل او ارام اوسېدل یو خیال ښکاري. کېدای شي په سختو شرایطو کې د یو چا پر شونډو مسکا او په تندي کې خوښي ښکارېدل داسې یو کار وي، چې تصور یې ناشونی وي. خو اوس د دې وخت را رسېدلی، چې موږ ټول باید د دې مثبت لیدلوري د خپلولو لپاره لاس پر کار شو. په ځان کې یوازې د څو عادتونو بنسټیز کول مو د دې لوی نعمت څښتن کولی شي.
که غواړی چې له خوښیو ډک او بریالی ژوند ولری، نو د مثبت تفکر درلودل ډېر مهم دي. هغه څه مو چې په غوسه او خپه کوي یوې خواته یې کېږدئ او لیدلوری مو یې پر وړاندې بدل کړئ. د وخت په ترېدو سره او د ځینو عادتونو په خپلولو سره کولی شئ د ځان لپاره یو مثبت لیدلوری و ټاکئ.
راځئ وګورو چې د مثبت لیدلوري د خپلولو لپاره کوم کارونه تر سره کولی شو؟
۱- لومړی دا ومنئ، چې د مثبت لیدلوري درلودل، منفي اثرات کموي.
که لږ هم د یوې موضوع په اړه ژور فکر وکړئ، کېدای شي د حل لپاره یې ډېرې ښې او مناسبې لارې پیدا شي. که مو فکر او لیدلوری مثبت وي، حل لارې به درته یو پر بل پسې مخ ته راځي، چې کولی شئ تر ټولو ښه یې د ځان لپاره غوره کړئ. خو که مو فکر منفي وي، هغه ده چې لار درنه ورکېږي. ښه حل لاره به هم تر نظر بده درځي او د غوسې لامل مو کېږي. کله چې انسان غوسه شي، مغز ته یې په پوره ډول وینه اواکسیجن نه رسېږي، چې دغه څه له ځان سره پر رواني اثراتو سربېره روغتیایي زیانونه هم اړوي، چې ډېره کله د مغز د فلج کېدو لامل کېږي.
۲- د مثبتو احساساتو او جسمي روغتیا تر منځ اړیکه درک کړئ
وروستیو څېړنو ثابته کړې ده چې، سټرېس او نور منفي احساسات، د انسان پر روغتیا منفي اغېز کوي او د زړه د حملو لامل کېږي. د منفي احساساتو پر ځای د مثبتو هغو ځای پر ځای کول، مو روغتیا چې تر ټولو ښه نعمت دی تضمینوي.
۳- مثبت اوسېدل مو پام او نوښت سره په اړیکه کې کوي
د مثبت فکر درلودل پر روغتیایي او د بدن لپاره پر فیزیکي ګټو سربېره چې لري، یې د ادراک او انعطاف ترمنځ مو اړیکه ټینګوي، چې دغه څه د نوښت لامل کېږي، کله چې انسان نوښتګر وي، هغه بیا کولی شي د ځان او بشر لپاره ګټه ورسوي، ځکه داسې نویې لارې پیدا کوي چې تر اوسه چا نه وي تجربه کړې، چې دا یوه ډېره لویه ښېګڼه ده.
۴- د مثبت تفکر خپلول وخت ته اړتیا لري
د مثبت تفکر روزل لکه ورزش کول داسې دي. کله چې موږ د غړو د ښکلا لپار ورزش کوو، د وخت په ترېدو سره مو د بدن غړي ښکلي او کلکېږي، نو که غواړئ تاسو هم د یوه مثبت تفکر درلودونکي شئ، نو اړ یاست چې د ډېر وخت لپاره تمرین وکړئ، چې تر څو له دې ښېګڼې برخمن شی.
۵- له ځان سره د یادښت یوه کتابچه ګرځوئ
د خپلو افکارو په اړه لیکل وکړئ او له ځان سره یې ګرځوئ. د خپلو افکار لیکل او په اړه یې فکر کول کولی، شي ستاسو لیدلوری هغه ډول بدل کړئ چې غواړی یې. کېدای شي په لومړي سره کې درته دغه کار سخت وي، خو دوخت په ترېدو سره عادت کېږي او د تجربو له مخکې کېدای شي د لیکلو پر مهال هم د یوه بد عادت د پرښودلو پرېکړه وکړئ او یا یو تر ټولو ښه عادت خپل کړئ.
۶- مثبتې پېښې مو چې په ژوند کې پېښېږي در سره ولیکئ
د ورځې په ورستیو شېبو کې له ځان سره فکر وکړئ، او خپل مثبت ټکي مو یاداښت کړئ. ځکه دغه څه مو خوشاله او تازه ساتي او احساساتي کوي مو تر ټولو ښه به دا وي چې پر ځان به ویاړئ او باور به مو زیات وي. کله چې په یوه ورځ کې دومره خوښۍ خپلې کړئ، نو د مثبتو افکارو کولو ته نور هم هڅېږي هغه ده چې ژوند به مو بدل شي.
۷- منفي احساسات مو ولیکئ
په دې لیکل شویو احساساتو کې کېدای شي ګناه، شرم، غوسه، نارضایتي او وېره موجوده وي. وګورئ کوم یوه در باندې ډېره غلبه کړې ده. کېدای شي له دې ډېر شرمېدلی یاست چې د رییس پر کالیو مو قوه چپه کړې ده. ایا فکر کوئ چې په دې کار سره به له دندې و ایستل شئ او بیا به هېڅ کله کار پیدا نه کړئ؟ ډېر کله په ورځ کې کې پېښدونکو منفي احساست د مثبتو هغو مخه نیسي، هڅه وکړئ، منفي کړنې مو لږ او مثبتې هغه بیا زیاتې شي، کله چې پر له پسې د یو څه وخت لپاره دغه کار دوام وکړي، هغه ده چې خپله به مو ځان جوړ کړئ وي او په یوه مثبت انسان او داسې یو چا به بدل شوي یاست چې ټول لیدلوری به یې مثب وي او تر څنګ به یې د ښې روغتیا او ګڼ نفوذ څښتنان وی.