د سرپرست حکومت اقتصادي معاونیت وایي چې د سږ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې له هېواده د ۷۳۷ میلیونه ډالرو په ارزښت د زراعتي محصولاتو صادرات شوي دي.
د دې ادارې مسوولینو ویلي چې د زراعتي محصولاتو دا صادرات د ایران، پاکستان او هند په ګډون جرمني، ترکیې، چین، روسیې، متحده عربي اماراتو، هالنډ، قزاقستان، ازبکستان او یو شمېر نورو هېوادونو ته شوي دي.
وايي، په دغو صادراتو کې پنبه، کشمش، اینجه، اینځر، پیاز، زعفران، رومیان، بادام، زردالو، زیره، مۍ، پسته، انګور، مڼې، تنباکو، طبي بوټي، بادرنګ او کچالو شامل دي چې تر ټولو زیات پکې پنبه ده چې د ۱۶۲ میلیونه ډالرو په ارزښت صادره شوې ده.
د سرپرست حکومت اقتصادي معاونیت دا هم ویلي چې په دغو زراعتي محصولاتو کې کچالو هم شته چې د شاوخوا یو میلیون ډالرو په ارزښت صادر شوي دي.
د ویلو ده چې تر دې وړاندې هم د هېواد د بېلابېلو توکو د صادراتو د زیاتوالي خبر ورکړ شوی و.

























































