11 °c
Kabul
5 ° پنجشنبه
5 ° جمعه
چهارشنبه, دسمبر 3, 2025
  •  
  • خبرونه
    • All
    • ابادي
    • اقلیمي بدلون
    • ورځنۍ پېښې
    هرات کې یو چکډېم ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوی | پوهاوی‌نیوز

    هرات کې یو چکډېم ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوی | پوهاوی‌نیوز

    ننګرهار کې د اوبو کوچنی بند ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوی | پوهاوی‌نیوز

    ننګرهار کې د اوبو کوچنی بند ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوی | پوهاوی‌نیوز

    د وسپنې پټلۍ له لارې ۱۰۴ زره مټریک ټنه انتقالات شوي | پوهاوی‌نیوز

    «د باراني ورېځو د سترې کتلې ناڅاپي چاودنه»

    «د باراني ورېځو د سترې کتلې ناڅاپي چاودنه»

    هرات کې د وسپنې ویلې‌ کولو یوه فابریکه فعاله شوه | پوهاوی‌نیوز

    هرات کې د وسپنې ویلې‌ کولو یوه فابریکه فعاله شوه | پوهاوی‌نیوز

    هېواد کې ۲۰ عمومي روغتونونه جوړېږي | پوهاوی‌نیوز

    هېواد کې ۲۰ عمومي روغتونونه جوړېږي | پوهاوی‌نیوز

    فراه کې د اوبو رسونې یوه شبکه ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شوه  

    فراه کې د اوبو رسونې یوه شبکه ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شوه  

    “هېوادوالو ته د مرستې رسونې په برخه کې د موسسو ستونزې حل کوو” | پوهاوی‌نیوز

    “هېوادوالو ته د مرستې رسونې په برخه کې د موسسو ستونزې حل کوو” | پوهاوی‌نیوز

    سویډن له افغانستان سره څه باندې دوه میلیون ډالر مرسته وکړه | پوهاوی‌نیوز

    سویډن له افغانستان سره څه باندې دوه میلیون ډالر مرسته وکړه | پوهاوی‌نیوز

    • ابادي
    • اقلیمي بدلون
    • ورځنۍ پېښې
  • اسلام
    • All
    • د عالمانو ویناوې
    • لارښوونې
    • معلومات
    د فرعون له ژوند څخه د ۷ حکمتونو زده‌کړه

    د فرعون له ژوند څخه د ۷ حکمتونو زده‌کړه

    بصیرت او د زړه رڼا؛ د سورة الفاطر څو درسونه

    بصیرت او د زړه رڼا؛ د سورة الفاطر څو درسونه

    “قبر شپه – هغه شپه چې هېڅ سهار نه لري”

    “قبر شپه – هغه شپه چې هېڅ سهار نه لري”

    په صحیح بخاري کې د امام قتیبه رحمه الله ونډه

    په صحیح بخاري کې د امام قتیبه رحمه الله ونډه

    مالیزیا کې تر ټولو پخوانی جامع جومات

    مالیزیا کې تر ټولو پخوانی جامع جومات

    د ترکیې «سلیمیه» جومات په ۱۶مه پېړۍ کې جوړ شوی

    د ترکیې «سلیمیه» جومات په ۱۶مه پېړۍ کې جوړ شوی

    لبنان کې «محمد امین جومات» د عثمانیانو دورې په ودانیز طرز جوړ شوی

    لبنان کې «محمد امین جومات» د عثمانیانو دورې په ودانیز طرز جوړ شوی

    د کابل «عبدالرحمن جومات» په کوم کال جوړ شوی؟ دلته یې ولولئ

    د کابل «عبدالرحمن جومات» په کوم کال جوړ شوی؟ دلته یې ولولئ

    فرانسه کې تر ټولو پخوانی جومات کوم دی؟

    فرانسه کې تر ټولو پخوانی جومات کوم دی؟

    • لارښوونې
    • د عالمانو ویناوې
    • معلومات
  • سیاست
    • All
    • تحلیل
    • فکر
    • کالم
    د شانګهای نړیوال وارداتي نندارتون د چینایي او افغان تصدیو تر منځ د همکاریو نوې دروازه

    د شانګهای نړیوال وارداتي نندارتون د چینایي او افغان تصدیو تر منځ د همکاریو نوې دروازه

    د چین د دولت رئيس «شي جين پينګ» د نړيوال مديريت  وړانديز د پرمختيايي هېوادونو د غږ د لا پياوړتيا لپاره ګټور دی

    د چین د دولت رئيس «شي جين پينګ» د نړيوال مديريت  وړانديز د پرمختيايي هېوادونو د غږ د لا پياوړتيا لپاره ګټور دی

    د چین، روسیې، ایران او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو تر منځ د افغانستان په اړه ګډه ناسته

    د چین، روسیې، ایران او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو تر منځ د افغانستان په اړه ګډه ناسته

    د چین د شینګهای همکارۍ سازمان د (SCO) لید څرنګه مخ پر ودې هېوادونو ته ځواک ورکوي؟

    د چین د شینګهای همکارۍ سازمان د (SCO) لید څرنګه مخ پر ودې هېوادونو ته ځواک ورکوي؟

     معاصره ډېپلوماسۍ؛ نرم ځواک کتاب چاپ شو

     معاصره ډېپلوماسۍ؛ نرم ځواک کتاب چاپ شو

    د کابل یوه ورکه دروازه

    د کابل یوه ورکه دروازه

    له ۱۷۸۸ – ۱۹۱۹ پورې د انګلیس لخوا افغانستان ته ور اوښتي زیانونه

    له ۱۷۸۸ – ۱۹۱۹ پورې د انګلیس لخوا افغانستان ته ور اوښتي زیانونه

    قوشتپې کانال ولې قزاقستان اندېښمن کړی؟

    قوشتپې کانال ولې قزاقستان اندېښمن کړی؟

    هیڅ فلم چین نشي وېشلای: “د شې‌زَنګ کیسه د نورو نه ده”

    • کالم
    • مرکه
    • تحلیل
  • ادبیات
    • All
    • ژبپوهنه
    • کتاب لنډیز
    • کره‌کتنه
    • لیکوالي
    د چخوف د کیسه‌لیکنې هنر

    د چخوف د کیسه‌لیکنې هنر

    د شاعرۍ درې وجهې/ دوکتور اجمل ښکلی

    مهال په ژبه کې | دوکتور اجمل ښکلی | پوهاوی‌میډیا

    د ارغوان ادبي بهیر یوولسمه ناسته تر سره شوه

    د ارغوان ادبي بهیر یوولسمه ناسته تر سره شوه

    پټه مانا څو اړخونه لري/ محمدمصطفی سمون

    ژبه او سیاست

    ساده جملې به څه ډول لیکو؟

    ساده جملې به څه ډول لیکو؟

    د ارغوان ادبي بهیر لسمه ناسته ترسره شوه

    د ارغوان ادبي بهیر لسمه ناسته ترسره شوه

    ښکلې تېروتنه

    ښکلې تېروتنه

    د مخاطب پېژندل، د لیکوالۍ مهم رکن

    د مخاطب پېژندل، د لیکوالۍ مهم رکن

    لاسلو کراسنا هورکای؛ مضطرب او د «اخر الزماني» سبک مخکښ لیکوال  

    لاسلو کراسنا هورکای؛ مضطرب او د «اخر الزماني» سبک مخکښ لیکوال  

    • ژبپوهنه
    • کتاب لنډیز
    • کره‌کتنه
    • لیکوالي
  • ژوند
    • All
    • بریالیتوب
    • ټېکنالوژي
    • روغتیا
    • سپورټ
    پټه مانا څو اړخونه لري/ محمدمصطفی سمون

    ځان غوښتنه

    د خوشاله او بریالیو خلک د ژوند ۸ مهم اصول

    د خوشاله او بریالیو خلک د ژوند ۸ مهم اصول

    د ويټامين سي (C) حیرانوونکې ګټې

    د ويټامين سي (C) حیرانوونکې ګټې

    د نوښت او شنه اقتصادي ودې لید او فُرصتونه (Opportunities for Innovation‌ and Green Economic Growth)

    د نوښت او شنه اقتصادي ودې لید او فُرصتونه (Opportunities for Innovation‌ and Green Economic Growth)

    پټه مانا څو اړخونه لري/ محمدمصطفی سمون

    زموږ فکر او د خلکو غوښتنې

    د شاعرۍ درې وجهې/ دوکتور اجمل ښکلی

    ذهني ډاډ | دوکتور اجمل ښکلی | پوهاوی‌مېډیا

    د مور په عاطفه کې د خدای‌پېژندنې نښې

    د مور په عاطفه کې د خدای‌پېژندنې نښې

    د اېټالیا د دغو مشهورو ځایونو شهرت او جذابیت په څه کې دی؟

    د اېټالیا د دغو مشهورو ځایونو شهرت او جذابیت په څه کې دی؟

    بادرنګ له ډېرو ناروغیو څخه بدن خوندي ساتي

    بادرنګ له ډېرو ناروغیو څخه بدن خوندي ساتي

    • ټېکنالوژي
    • روغتیا
    • سپورټ
    • بریالیتوب
  • اقتصاد
  • هنر او څېرې
  • د پوهاوي په اړه
No Result
View All Result

POHAWAI Media
No Result
View All Result
کورپاڼه ژوند بریالیتوب

د بریالیو کسانو پنځلس جوړونکې عادتونه، چې ژوند ورته جنت کوي

POHAWAI Media by POHAWAI Media
اکتوبر 26, 2024
in بریالیتوب, ژوند
1 0
0
د بریالیو کسانو پنځلس جوړونکې عادتونه، چې ژوند ورته جنت کوي
0
خپرول
68
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

ژباړه: عطا محمد میاخېل

ډېری کسان د خپل ژوند په اوږدو کې له دې پوښتنې سره مخامخ شوي دي، هغه کسان چې تل د بریا او ستروالي په اوج کې دي، څنګه دې مقام ته رسېدلي دي؟ د دې پوښتنې لپاره ډېر زیات ځوابونه شتون لري او تر ټولو دودیز ځواب دا دی، چې د دې انسانانو د بریا راز د هغوی په ورځنیو دودونو او قوانینو کې نغښتی دی، خو بریالي کسان کوم دودونه، قوانین او عادتونه لري؟ چې د هغوی د ورځ تر بلې ډېرېدونکې بریا سبب ګرځي.

هر هغې کړنې او بېلګه ایز چلند ته، چې په ځانګړې تګلارې او په دومداره توګه ترسره شي، دود ویل کېږي، ښایي ژوند ته مو د نویو دودونو او قوانینو داخلول سخت او ډارونکی وي، خو ډاډه اوسئ، چې دا کار ترسره کولای شئ، مهمه داده، تصمیم ونیسئ، چې کوم دود مو ژوند ته داخل کړئ، نو بیا له خپل ځان سره ژمنه وکړئ، چې لږ تر لږه دېرش ورځې هغه ته پایبند پاتې شئ؛ له دې وروسته د اړتیا په صورت کې کولای شئ، په هغه کې بدلون رامنځته کړئ او یا یې هم ښه کړئ.

بریالي انسانان خپل ځانګړي ورځني تمرینونه او عادتونه لري، چې له هغوی سره مرسته کوي، خپل خوبونه په واقعیت بدل کړي او هره ورځ خپل بریالیتوب زیات کړي، ځکه همدا ورځني دودونه او قوانین د ښو او سالمو عادتونو د رامنځته کېدو سبب ګرځي، چې بریا ته د رسېدو لپاره اړین دي.

البته د نویو عادتونو او قوانینو رامنځته کول څه آسانه کار نه دی، خو په دې کار سره هغه ګټې چې ستاسو په برخه کېږي، بې شمېره دي. 

بریالیو کسانو کوم عادتونه په خپل ځان کې روزلي دي؟

۱ ـــ سهار د وخته را پاڅېدل

سهار د وخته را پاڅېدل، سخت او ننګونکی عادت دی، په ځانګړې توګه، که دا کار درته سخته وي او د سهار له مخې تازه نه وئ او دغه راز طبیعت مو ښه نه وي، په دې حالت کې، له لمر خاته مخکې را ویښېدل د دې سبب ګرځي، ورځ مو په انرژي او له ډېر ځواک سره پیل کړئ او د ورځې تر پایه متمرکز پاتې شئ

ټیم کوک  د اپل کمپنۍ عامل مدیر د بریالیو کسانو له جملې څخه دی، چې هره ورځ د سهار له شپږو بجو څخه مخکې له خوبه را ویښېږي؛ واقعاً حیرانونکې ده، چې هغه خپله ورځ د شپې له ۳:۴۵ بجو څخه پیلوي.

میشیل اوباما  او بېل مک ناب (د ډلې او لیکلو مدیران) هم د سهار وخته را پاڅېدونکو او بریالیو افراد له جملې څخه دي، چې له لمر خاته مخکې له خوبه را ویښږي.

سهار وخته را پاڅېدونکي انسانان په حیرانونکي ډول په خپل ژوند کې بریالي دي، ښایي دا پوښتنه درسره پیدا شي، چې آیا کولای شو، سهار وخته را پاڅېدل، د دې کسانو د بریا یو له مهمو دلایلو څخه وګڼو؟

آیا واقعاً سهار وخته را پاڅېدل دومره مهم او اغېز ښندونکي دي؟ خو حقیقت دا دی، د ډېری انسانانو لپاره سهار وخته له خوب څخه را پاڅېدل یو له سختو کارونو څخه دی.

کله چې سهار د وخته له خوبه را ویښېږئ، د دندو د ترسره کولو او د بریالیو انسانانو د نورو دودونو لپاره به کافي وخت په واک کې ولرئ، په حقیقت کې سهار د وخته را پاڅېدل تاسو ته دا شونتیا درکوي، چې د ورځې لومړني ساعتونه، چې ذهن مو لا ډېره هوښیاري لري، د هغو کارونو د ترسره کولو لپاره ځانګړي کړئ، چې د شخصي پرمختګ لامل مو ګرځي؛ لکه ورځنۍ یاددښت اخیستنه یا د نورو خلاقانه پروژو ترسره کول، چې تاسو د بریا په تګلوري کې مېشتوي.

کله چې سهار وخته له خوبه را ویښېږئ، نو په خپلې ټولې ورځې باندې به لا ډېر کنټرول ولرئ، خو که د ورځې تر نیمایي پورې د خوب په بستره کې واوسئ، نو د خپلو ورځنیو کارونو د ترسره کولو لپاره یوازې نیمه ورځ په واک کې ولرئ او تل باید په اروایي فشار (سټر) او اندېښنې سره ساعت ته وګورئ او حتا شونې ده، ونه شئ کولای، ټول کارونه مو پای ته ورسوئ.

۲ ـــ سهار د وخته د مډیټېشن تمرین ترسره کول  

آیا د مډیټېشن په اړه مو څه اورېدلي دي؟ ښایي تر اوسه مو ورته پام نه وي کړی، خو زړه مو غواړي، چې د مډیټېشن په اړه د دې ټولو تبلیغاتو او سپارښتنو په اړه وپوهېږئ.

مډیټېشن هغه تمرین دی، چې د هغه له لارې هڅه کوئ، چې پام، تمرکز او خپل معلومات پیاوړي کړئ. د مډیټېشن په ترسره کولو سره، له اروایي پلوه آرامتیا او دغه راز له هیجاني پلوه به ثبات ته ورسېږئ.

اوپرا وینفري  چې د رسنیو یو له بریالیو مدیرانو او همدا راز یو بریالی ټلویزیوني ویاند و، خپله هره ورځ په مډیټېشن سره پیلوي، وینفري وایي، مډیټېشن ده ته د رضایت او خوند احساس وربښي، همدا دوه لاملونه (رضایت او خوند) د یوې ښې ورځې او خپلو موخو ته د رسېدو لپاره به  یو ښه پیل وي، په ځانګړې توګه که وغواړئ د اوپرا وینفري په څېر بریالی شخص خپله بېلګه وګرځوئ.

د هلث لاین معتبرې ویب پاڼې د لیکنې پر بنسټ، مډیټېشن د دې سبب ګرځي، چې د پام کچه مو د شاوخوا نړۍ په اړه ډېره زیاته شي او اروایي فشار مو هم کم شي؛ دا دوه لاملونه د دې سبب ګرځي، لا ډېره ګټورتیا ولرئ او ورځني کارونه په ښه او غوره توګه ترسره کړئ.

هغه کسان، چې غواړي نوی مډیټېشن پیل کړي، نو باید خپل ځان ته آرامتیا ورکړي او د څو دقیقو لپاره په ثابته بڼه په یوه وضعیت کې کېني، له دې وروسته خپل پام پرله پسې ساه ایستنې ته ور واړوي او لږ تر لږه د دوو دقیقو لپاره ژوره ساه ایستنه وکړي.

۳ ـــ د ښې او ګټورې سهارنۍ خوړل

کله چې له بریا څخه خبره رامنځته کېږي، هغه څه چې خورئ هم ارزښت پیدا کوي، ښایي په همدې خاطر وي، چې ځینې بریالي کسان، د ښې او ګټورې سهارنۍ خوړل، د خپل ژوند په یوه دود او عادت باندې بدله کړې ده.

د ایکس فکټور خپرونې مشهور چمتو کوونکی او دغه راز د همدې خپرونې روزنکی سایمون کاول خپله ورځ د لېمو او دوه سره وربشو او دوه ډوله اسموتي سره پیلوي، هغه یو ګیلاس چای څښي، په سهار کې د چای څښل له پخوانیو دودونو څخه دي، چې کولای شي په ژوند کې مو بدلون رامنځته کړي، ځکه دا کار د تمرکز د ډېرښت او د اروایي فشار (سټرس) د کمښت سبب ګرځي، که څه هم په بدن باندې یې د څو دقیقو لپاره اغېز وي، خو له مډیټېشن سره د چای څښل کولای شي، ډېر زیات اغېز ولري.

که دومره سهار مخکې له خوب را ویښ شئ، چې وکولای شئ په ډېرې آرامۍ سره یو سالم او بشپړ سبا ناری وکړئ، نو په بشپړه توګه له انرژۍ څخه ډکه ورځ به ولرئ او د شپې له مخې هم تر ډېر وخته ویښ نه پاتې کېږئ. 

۴ ـــ ورځنۍ پروګرام جوړونه ولرئ

د سهار په لومړیو کې دقیقه پروګرام جوړونه مرسته کوي، د ورځې په اوږدو کې مو وخت په ښه توګه مدیریت کړئ، د پروګرام جوړونې له لارې، د خپلو ورځنیو موخو په اړه به لا ډېر معلومات ولرئ او هېڅکله به په بې ارزښته او انحرافي مسایلو لکه: د ټلویزیون په ننداره کولو او مجازي فضا کې نه ډوبېږئ، مګر دا چې د ټلویزیون ننداره کول مو یوه له ورځنیو موخو څخه وي.

د یاددښت یوه کوچنۍ کتابچه ولرئ او هر کار چې غواړئ د ورځې په اوږدو کې یې ترسره کړئ، نو په هغې کې یې ولیکئ؛ البته کولای شئ له موخو او دندو څخه د هر یوې په اړه یې ډله ایز بحث هم وکړئ او له نیمګړتیاوو او ښېګڼو څخه یې خبر شئ، په دې کار سره مو خلاقیت اوج ته رسېږي، مغز مو په کار لوېږي او خپل ځان به د خارق العاده کارونو د ترسره کولو لپاره چمتو کړئ.

۵ ـــ د ۲۰/۸۰ قانون څخه پیروي کول

د ۲۰/۸۰ قانون یا د پرټو اصل وایي ۸۰ سلنه تر لاسه شوې پایلې، یوازې زموږ د ۲۰ سلنه فعالیت نتیجه ده، په دې اساس د دندو لومړیتوب بندي او په مهمو کارونو باندې تمرکز کول، د غوره پایلو د ترلاسه کېدو سبب ګرځي.

هڅه وکړئ، چې بې ارزښته کارونو ته لږ وخت ورکړئ او خپله ډېره انرژي په سترو دندو او موخو باندې ولګوئ، ترڅو د نورو کارونو په پرتله مهمې موخې ژر ترسره شي.

اړتیا نه شته، چې د هغو کارونو لپاره اندېښنه وکړئ، چې په سمه توګه نه دي ترسره شوي یا مو هېر کړي دي؛ په ډېرې آسانۍ سره کولای شئ، چې په خپلو دندو باندې مرور وکړئ او په هغو مواردو کې چې کافي تمرکز مو نه درلوده یا د هغو د ترسره کولو لپاره مو په خپل ځان باندې کافي باور نه درلوده. تېروتنې مو وپېژنئ او له منځه یې یوسئ، کله چې مهمې دندې په پیل کې په بشپړه توګه ترسره کړئ، لږ اروایي فشار به ولرئ او کولای شئ، د کم ارزښته کارونو په ترسره کولو او اصلاح باندې تمرکز وکړئ.

که وکولای شئ په خپلو ۲۰ سلنه فعالیتونو باندې تمرکز وکړئ، نو په خپل وخت او انرژۍ کې به سپما وکړئ، که په یوه مشخص وخت کې په یوې پروژې باندې تمرکز وکړئ، نو په احتمالي توګه لټي او بهانې کول تر ټولو ټیټ حد ته را رسوئ او پرته له دې، چې د ستړیا احساس وکړئ، کولای شئ د پام وړ پروژه په بریا سره ترسره کړئ.

۶ ـــ د جنتري له مخې د کارونو د وخت لپاره پروګرام جوړونه

ځینې بریا کسان داسې عادت شوي دي، د ورځنیو کارونو لېست، چې تر ډېره د کاغذ پرمخ لیکل کېږي، پرېږدي او د خپلو ټولو دندو او کارونو لپاره د جنتري له مخې پروګرام جوړ کړي.

د جرډن هاربینجر په نامه د The Art Charm کمپنۍ یو له بنسټ ایښودونکو څخه سپارښتنه کوي، د کارونو د پروګرام جوړونې لپاره یوه جنتري ولرئ او ټوله ورځ په پنځلس دقیقه ایزو برخو ووېشئ، دا کار د دې سبب ګرځي، چې اروایي فشار مو په یوه لېست کې د ټولو موجودو کارونو د لیدلو لپاره، چې تر اوسه مو د ترسره کولو لپاره یې هېڅ اقدام نه دی کړی، له منځه لاړ شي.

د وخت له نظره د ټولو کارونو د ترسره کولو لپاره، باید پروګرام جوړ کړئ، په دې لېست باندې د هریوه کار او دندې ور زیاتول، کولای شي د سهار په لومړیو کې د یوه مډیټېشن په څېر مثبته اغېزه ولري؛ په ځانګړې توګه که چېرې دا کار په یوه آرامه او هوسا چاپېریال کې او د یوه ګیلاس تود چای له څښلو سره ترسره کړئ.

ډاډه اوسئ، د جنتري له مخې  وختیزه پروګرام جوړونه، د یو ځل ازمویلو ارزښت لري، اړینه ده پوه شئ، په ۲۰۱۲ میلادي کال د لېنکډین په ټولنیزه شبکه کې د یوې ترسره شوې سروې پر بنسټ، یوازې ۴۰ سلنه هغه کارونه او دندې، چې د ورځنیو دودیزو کارونو په لېست کې لیکل کېږي، ترسره کېږي.

۷ ـــ برېښنا لیکونو ته د وخت ځانګړي کول

د ترسره شویو څېړنو پر بنسټ، یو عادي کارمند په ورځ کې ۱۲۱ برېښنالیکونه ترلاسه کوي، خو نباید ټوله ورځ د برېښنا لیکونو لوستلو او هغوی ته د ځواب ورکولو لپاره ځانګړې کړي، بلکې د برېښنالیکونو لپاره باید یو ځانګړی وخت په پام کې ونیسي او د ورځې پروګرام ته باید ژمن پاتې شي.

ځینې کسان د ورځې په پیل کې برېښنالیکونه لولي او ځینې نور یې له غرمې وروسته لولي او ځینې نور برېښنا لیکونه په کوچنیو برخو وېشي او د ورځې په اوږدو کې یې لولي.

باید په دې باندې پوه شي، د برېښنا لیکونو بررسي او لوستل په هرو ۱۰ دقیقو کې به هېڅ ګټه در ونه رسوي، خو د ایمیلونو لپاره، د بررسي کولو، لوستلو او ځواب ورکولو  لپاره یو مشخص وخت، له ګټورتوب او په مهمو دندو باندې له تمرکز کولو سره مرسته کوي.

که غواړئ بریا او ښه پرمختګ ته ورسېږئ، نو د وخت مدیریت او په هغه باندې نظارت به لوړ ارزښت او اهمیت ولري، دغه راز که غواړئ، د پروژو او در سپارل شویو دندو په ترسره کولو کې ګټورتوب او ښې پایلې ولرئ، نو باید وخت په ښه توګه مدیریت کړئ.

۸ ـــ د ژوند په ارزښتمنو مسایلو باندې د وخت لګښت

کله وخت د ژوند په بوختیاوو کې دومره ډوبېږو، چې له یوه متوازن ژوند څخه بې برخې کېږو، په خپل ژوند کې د توازن د رامنځته کولو لپاره، د خپلې خوښې کارونه مه هېروئ او له نورو سره اغېزناکې اړیکې ټینګې کړئ، خپلې جسمي او اروایي روغتیا ته لا ډېره پاملرنه وکړئ او له خپل ځان څخه د خبرون او دغه راز د خپلو معلوماتو ډېرښت ته لومړیتوب ورکړئ.

په ژوند کې د توازن نه رامنځته کول او دغه راز له خپلو شاوخوا خلکو سره د سالمې اړیکې نه ټینګښت، د خپلې ملاټړیزې شبکې د نالیدلې ګڼلو سبب ګرځي، چې په ژوند کې مو مقام در ښیي؛ د دې مواردو له پېژندلو پرته نه شئ کولای، چې په ژوند کې خپل مقام پیدا کړئ، ښایي له دې وضعیت څخه د ناخوښۍ احساس ونه کړئ، خو په ډېر احتمال سره، نه شئ کولای، چې له خپلو ټولو هیجاني او معنوي وړتیاوو څخه ګټه واخلئ.

د ځینو بریالیو کسانو لپاره، له خپلې کورنۍ سره وخت تېرول ډېر زیات ارزښت لري؛ خو ځینې نور، د نورو له خوا ملاتړ یوه اړتیا ګڼي، نو اړینه ده، چې هغه د خپل ژوند په یوه دود او قانون باندې بدل کړئ.    

۹ ـــ په یوه مشخص وخت کې له نوې ټیکنالوژۍ څخه واټن اخیستل

په ډېرې آسانۍ سره مو اړیکه له دنننۍ نړۍ سره پرې کېږي، په ځانګړې توګه په نننۍ نړۍ کې، چې ډېر زیات لاملونه شتون لري، چې کولای شي له دنننۍ نړۍ سره د واټن اخیستلو لامل شي.

هغه لارې، چې بریالي کسان په وسیله یې، خپل ځان له کاري نړۍ څخه لیرې کوي، دا موارد پکې شاملېږي: پیغامونو ته ژر ځواب نه ورکول، د بوختیا لپاره له ساده فرصتونو څخه ګټه اخیستل او د لنډ وخت لپاره، له کار څخه لاس اخیستل.

البته کولای شئ د خپلې شخصي اړتیا پر بنسټ، په خپل ژوند کې  د دې دود او قانون د رامنځته کولو لپاره، رامنځته کړئ. د بېلګې په توګه: له خوب څخه یو ساعت مخکې  د ټولو برېښنایي وسایلو لیرې کول، لکه: کمپیوټر، ټبلېټ او موبایل، د شخصي یاددښت لیکلو، نقاشي کولو، مطالعه یا بل هر خلاقانه کار د ترسره کولو لپاره د یوه سهارني وخت ځانګړي کول.

په زړه پورې ده پوه شئ، چې انسانان (ټکنالوژیکي روژه) هم نیسي یانې یوازې په اړینو مواردو کې لپ ټاپ، موبایل، ټلویزیون او نورو ته ورځي او هېڅکله د بوختیا او وخت تېرولو لپاره له ټکنالوژیکي وسایلو څخه ګټه نه اخلي، په هره لاره چې وي، باید هڅه وکړئ، له نوې ټکنالوژۍ څخه واټن واخلئ او خپل ځان ته وخت ځانګړی کړئ، ترڅو له اروایي پلوه استراحت وکړئ او په خلاص ذهن سره د خپلو موخو په لور ګړندي ګامونه پورته کړئ.

۱۰ ـــ ورزش او د بدني فعالیت لرل

ورزش او بدني فعالیت له خپل ځان سره ډېرې زیاتې ګټې لري؛ په همدې خاطر ډېرو بریالیو کسانو په خپل ورځني پروګرام کې ورزش ته ځای ورکړی دی. د امریکا پخوانی ولسمشر بارک اوباما سهار ډېر ژر له خوبه را ویښېده، ترڅو وکولای شي، ورزش ته په خپل ورځني پروګرام کې ځای ورکړي.

ورزش بریا ته په رسېدو کې تر ټولو مهم لامل دی، ځکه بدني فعالیت، پېژندونکې کړنې ښې کوي، دغه راز ورزش او بدني فعالیت د ذهن او روان د پیاوړتیا سبب ګرځي او په هغو خنډونو باندې له غلبه کولو سره مرسته کوي، چې بریا ته د رسېدو په لاره کې را پیدا کېږي، همدا راز ورزش د جسمي روغتیا لپاره ډېر زیات ګټور دی، د ذهني او اروایي روغتیا او سلامتیا لپاره هم ډېر زیات اهمیت لري.

هغه کسان، چې په دوامداره توګه ورزش کوي، په خپل ځان باندې داسې یوه باور ته لاسرسی پیدا کوي، چې له هغوی سره مرسته کوي، خپل ځان د ټولو هغو محدودیتونو له قید څخه چې ذهن او بدن یې را ګیر کړی دی، خلاص کړي. ورزش په خپل ځان باندې د باور له پیاوړتیا سره مرسته کوي او بدن په انډروفینونو او هر هغه څه چې د زړه د درزا د لوړېدو په وخت، په بدن کې تولیدېږي، تغذیه کوي.

که غواړئ په خپلو مسلکي بوختیاوو کې بریا ته ورسېږئ، ورزش او بدني فعالیت ته لومړیتوب ورکړئ، ځکه ورزش حتا په هغه وخت کې، چې هر څه په ډېرې سختۍ سره پرمخ ځي، تاسو ته مخ پر وړاندې حرکت درکوي او د بریا سبب مو ګرځي، نو ورزش ته په خپل ورځني پروګرام کې ځای ورکړئ، ترڅو هڅې مو پایله ورکړي.         

۱۱ ـــ ورځنۍ او دوامداره مطالعه

په ژوند کې دومره په خپلو دندو او بوختیاوو کې بوختېږو، چې د کتاب مطالعه هېروو. وارن بافت د ډېرو مشهورو انسانانو له جملې څخه دی، چې مطالعه یې د خپل ژوند په یوه جدي عادت باندې بدله کړې ده، په زړه پورې ده، پوه شئ، دا شتمن سړی د خپلې ورځې اتیا سلنه وخت مطالعې ته ځانګړی کوي. د اوږد مهالې مطالعې لپاره د هغه دلیل دا دی: کله چې کتاب لولئ، پوهه مو د انسان د عمر په څېر ورځې تر بلې زیاتېږي.

البته باید د کتاب په ټاکلو کې اړینه ځیرکتیا ولرئ، ځکه بریالي کسان پوهې ته په بوختیا باندې غوره والی ورکوي، خو بیا د کیسو او ناول په نړۍ کې په ډوبېدو سره، ژوند ته مو زیان نه رسېږي.

۱۲ ـــ  بوختیاوو ته د وخت ځانګړي کول

کله چې د بریالیو کسانو د ژوند له ورځنیو عادتونو او دودونو څخه خبره رامنځته کېږي، له شک پرته هېڅوک دا فکر نه کوي، چې بوختیا کولای شي، په خپل ځان باندې د پام کولو لپاره یو ډول فعالیت او یا د هیجاني وضعیت د ښه والي لپاره یو بل لامل وي. کله وخت ځینې افراد په مطالعه یا بدني فعالیت کې په دې اندازه ډوبېږي، چې دا هېروي، استراحت او بوختیا څه پیاوړی رول لري.

هر ډول فعالیت، چې په بدن کې مو د وینې د جریان او د ذهني خلاقیت د لوړتیا سبب ګرځي، د خلاقانه عادت په توګه د ژوند په عادت او قانون باندې مو ور زیات کړئ.

که نه پوهېږئ، چې کومې بوختیاوې ترسره کړئ، نو له هغو فعالیتونو څخه یې پیل کړئ، چې تر ډېره ترې خوند اخلئ؛ نو اجازه ورکړئ، چې لېوالتیاوې مو دا فعالیتونه ترسره او نوي پړاو ته یې داخل کړي. اوبدل مو خوښېږي؟ له غوټه اوبدلو څخه یې پیل کړئ، له کمپیوټري لوبو سره مینه لرئ؟ ګرافیکي ناولونه مطالعه کړئ.

۱۳ ـــ ورځني یاددښتونه

د افکارو او احساساتو ثبتول، د بریالیو افرادو یو له ورځنیو عادتونو څخه شمېرل کېږي، چې باید ورته ځانګړی پام وکړئ، د افکارو او احساساتو د ثبتولو لپاره یوه له آسانه لارو څخه، د هغو یاددښت کول دي؛ لږ تر لږه د ورځې یو ځل.

د ورځنیو پېښو او احساساتو ثبت کول، د هیجاني هوښیارتیا د ښه والي سبب ګرځي؛ ځکه په دې کار سره خپل ځان راضي کوئ، چې د خپلو دننیو احساساتو غبرګون واوسئ او هیجانات مو په ملموسه او د پوهې وړ توګه د کلمو په چوکاټ کې بیان کړئ، په دې کار سره د خپل ځان په اړه معلومات او هوښیارتیا مو پیاوړې کېږي او له نورو سره په غوره توګه اړیکه ټینګوئ.

په یاد ولرئ، چې ورځني یاددښتونه کولای شي، نورې ګټې هم ولري، لکه: د شخصي پرمختګ د کچې سنجول یا دنده ایزې موخې.

البته د دې کار لپاره ډېرې زیاتې لارې شتون لري؛ یانې اړتیا نه شته، چې هرومرو احساسات او خبرې مو د یوه کاغذ پرمخ ولیکئ، د موبایل اپلیکېشنونه او دې ته ورته نور څیزونه شتون لري، چې کولای شئ له هغو څخه د خپلو ورځنیو یاددښتونو د لیکلو لپاره ګټه واخلئ، سر بېره پر دې ځینې نور خپل احساسات د خپلو شخصي او غیر شخصي انځورونو د البوم له لارې ثبتوي، په هر صورت، هر ډول مو چې خوښېږي، دا کار ترسره کړئ، خپل ځان مه محدودوئ او له بلې خوا، له بریده زیاتې تمې هم مه لرئ، هر څنګه چې کولای شئ، افکار او احساسات مو ثبت کړئ.

۱۴ ـــ خپل ځان ته انګېزه ورکول

د ټکنالوژۍ نړۍ ستر او بریالی انسان، سټیو جابز یو ساده عادت درلوده، هغه هره ورځ سهار د هیندارې مخې ته درېده، خپل ځان ته یې کتل او له خپل ځان څخه یې پوښتل:

که نن مې د ژوند وروستۍ ورځ وي، خوښېږي مې چې څه کار وکړم، آیا کولای شم، دا کار همدا نن ترسره کړم؟

همدا کوچنۍ او ساده پوښتنه خپل ځان ته د انګېزه ورکولو لپاره هغه ته کافي وه. دمګړۍ تاسو له خپل ځان څخه دا پوښتنه وکړئ او وګورئ، چې خپل ځان ته د انګېزه ورکولو لپاره کوم کارونه ترسره کولای شئ.

انګېزه یو دنننی او بهرنی احساس دی، که یوازې د بهرنیو انګېزو په لټه کې واوسئ، کله چې هرڅه ستاسو د خوښې پرخلاف مخ ته لاړ شي، او د ناهیلۍ په لور سوق شئ، نو د بریا په تګلوري کې به د حرکت لپاره، نوره هېڅ انګېزه ونه لرئ.

خپل ځان ته د انګېزه ورکولو وړتیا په ذاتي ډول په ټولو افرادو کې شتون نه لري، ښایي ډېری کسان هېڅکله دا وړتیا په خپل ځان کې پیدا نه کړي، نو ډېره زیاته مهمه ده، چې دې درک ته ورسېږئ، چې ځان ته په انګېزه ورکولو کې بریا یو اکتسابي مهارت دی، نه یوه ذاتي او طبیعي وړتیا.

خپل ځان ته د انګېزه ورکولو مهارت د پیدا کولو لپاره، تمرین او د وخت لګښت ته اړتیا لرئ، حتا کله وخت کولای شئ، په خپل ځان کې په مصنوعي ډول انګېزه رامنځته کړئ، ترڅو د وخت په تېرېدو سره په وجود کې په واقعي ډول رامنځته شي.

تل له خپل ځان څخه د خپلو موخو په اړه پوښتنې وکړئ او دا کار په یوه عادت باندې بدل کړئ، له دې لارې کولای شئ، خپل ځان ته انګېزه ورکول تمرین کړئ او په خپل ځان کې دا وړتیا رامنځته کړئ، باید خپل ځان په مثبته بڼه تایید کړئ؛ په دې کار سره په تاسو کې مثبت انرژي رامنځته کېږي او تل به موخو ته په رسېدو کې خپل تمرکز وساتئ.

خپل ځان ته د انګېزه ورکولو د مهارت د رامنځته کېدو لپاره، کولای شئ له هرې تګلارې څخه ګټه واخلئ، مهمه داده، کار اخیستونکې تګلاره درته ګټوره وي، حتا که د نورو نه خوښېږي.

۱۵ ـــ له خپل ځان سره د یاددښت د یوې کتابچې لرل

نه پوهېږئ، چې څه وخت نوې آیډیاوې او الهامونه مو ذهن ته راځي، نو تل له خپل ځان سره د یاددښت یوه کتابچه ولرئ، له دې لارې کولای شئ، آیډیاوې مو ثبت کړئ، ترڅو له یاده مو ونه وځي.

حتا غوره ده، چې د یاددښت څو کتابچې چمتو کړئ او په بکس، کاري دفتر، د خوب کوټه او دغه راز په هغو ځایونو کې، چې معمولاً یاست، کېږدئ، کله چې دا شونتیا رامنځته کړئ، چې هره آیډیا مو ذهن ته راځي، وې لیکئ، لږ تر لږه به ډاډه وئ، چې غوره آیډیاوې مو په ښه او خوندي ځای کې لیکل شوې دي.

ځینې کسان غوره ګڼي، چې نوې آیډیاوې، له ورځنیو یاددښتونو څخه په یوه جلا ځای کې ولیکي، د ځینو نورو خوښېږي، خپلې ورځنۍ تجربې له نویو آیډیاوو سره په یوې کتابچه کې ثبت کړي؛ هر هغه کار چې فکر کوئ درته ګټور دی، نو وې ټاکئ.

حتا شونې ده، ترجیح ورکړئ، چې آیډیاوې مو د کاغذ پرمخ ونه لیکئ، ځکه د کتابچې له ساتلو سره مینه نه لرئ، د موبایل ډېر زیات اپلیکېشنونه شتون لري، چې کولای شئ، له هغو څخه د خپلو آیډیاوو او لیکنو د ثبت او خوندیتوب لپاره ګټه واخلئ.  

وروستۍ خبره  

په دې لیکنه کې مو د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د بریالیو کسانو د دودونو او قوانینو په اړه ۱۵ موارد بیان کړل، البته له شک پرته ډېر زیات دودونه شتون لري، خو د پیلولو لپاره همدا دودونه بسنه کوي.

که په دې تګلوري کې ثابت قدمه واوسئ، نو ورو ورو به درنه یو بریالی انسان جوړ شي، چې په خپلو تصوراتو کې د هغه په لټه کې وئ.

څو لارې وټاکئ او د پایلو په اړه یې له خپل ځان سره رښتینی واوسئ، وګورئ، چې کومه لاره درته ګټوره او کومه یوه بې ګټې ده، نو کولای شئ ځینې چلندونه د ژوند په عادتونو او دودونو باندې بدل کړئ، چې بریا ته د رسېدو په لاره کې درسره مرسته کوي، مهمه داده، چې ناهیلي نه شئ او خپلې لارې ته دوام ورکړئ.  

ټګونه: بریالیتوبټولنیز ژوندژوندژوند جوړونکي رازونه
ShareTweet
POHAWAI Media

POHAWAI Media

پوهاوی‌ مېډیا د افغانستان، سیمې او نړۍ د روانو چارو کره پوښښ کوي او هم د ځانګړو موضوعاتو په اړه راپورونه او شننې وړاندې کوي. زموږ ټیم څېړنیز ژورنالېزم ته ژمن دی او د افغان ولس د افکارو تنویر مو سپېڅلې دنده ده.

    • Trending
    • Comments
    • وروستی
    د اولاد په روزنه کې د ګرانښت اظهار باید څه ډول وي؟

    د اولاد په روزنه کې د ګرانښت اظهار باید څه ډول وي؟

    نوومبر 7, 2024
    قوشتپې کانال ولې قزاقستان اندېښمن کړی؟

    قوشتپې کانال ولې قزاقستان اندېښمن کړی؟

    مې 21, 2025
    له ډېرو ماتو وروسته/ امرالله مېړنی

    له ډېرو ماتو وروسته/ امرالله مېړنی

    سپتمبر 20, 2024
    د موټروانۍ پر مهال نه‌غوسه کېدل مو ژوند ژغوري

    د موټروانۍ پر مهال نه‌غوسه کېدل مو ژوند ژغوري

    نوومبر 6, 2024
    څنګه جذاب شخصيت ولرو؟/ لیکوال: نسیم ځواک

    څنګه جذاب شخصيت ولرو؟/ لیکوال: نسیم ځواک

    0
    ښوونه روزنه او سوریالیزم/ لیکواله: مرسل امیري

    ښوونه روزنه او سوریالیزم/ لیکواله: مرسل امیري

    0
    د زېړي نړیواله ورځ؛ تور زېړی ولې د خپرېدو په حال کې دی؟

    د زېړي نړیواله ورځ؛ تور زېړی ولې د خپرېدو په حال کې دی؟

    0
    د اولمپیک نړیوالې کمیټې له سویلي کوريا بښنه وغوښته

    د اولمپیک نړیوالې کمیټې له سویلي کوريا بښنه وغوښته

    0
    پټه مانا څو اړخونه لري/ محمدمصطفی سمون

    ځان غوښتنه

    نوومبر 30, 2025
    د خوشاله او بریالیو خلک د ژوند ۸ مهم اصول

    د خوشاله او بریالیو خلک د ژوند ۸ مهم اصول

    نوومبر 23, 2025
    د چخوف د کیسه‌لیکنې هنر

    د چخوف د کیسه‌لیکنې هنر

    نوومبر 13, 2025
    د ويټامين سي (C) حیرانوونکې ګټې

    د ويټامين سي (C) حیرانوونکې ګټې

    نوومبر 13, 2025

    وروستي خپاره شوي

    پټه مانا څو اړخونه لري/ محمدمصطفی سمون

    ځان غوښتنه

    نوومبر 30, 2025
    د خوشاله او بریالیو خلک د ژوند ۸ مهم اصول

    د خوشاله او بریالیو خلک د ژوند ۸ مهم اصول

    نوومبر 23, 2025

    پوهاوی‌ مېډیا د افغانستان، سیمې او نړۍ د روانو چارو کره پوښښ کوي او هم د ځانګړو موضوعاتو په اړه راپورونه او شننې وړاندې کوي.
    زموږ ټیم څېړنیز ژورنالېزم ته ژمن دی او د افغان ولس د افکارو تنویر مو سپېڅلې دنده ده.

    Welcome Back!

    Login to your account below

    Forgotten Password?

    Retrieve your password

    Please enter your username or email address to reset your password.

    Log In

    Add New Playlist

    No Result
    View All Result
    •  
    • خبرونه
      • ابادي
      • اقلیمي بدلون
      • ورځنۍ پېښې
    • اسلام
      • لارښوونې
      • د عالمانو ویناوې
      • معلومات
    • سیاست
      • کالم
      • مرکه
      • تحلیل
    • ادبیات
      • ژبپوهنه
      • کتاب لنډیز
      • کره‌کتنه
      • لیکوالي
    • ژوند
      • ټېکنالوژي
      • روغتیا
      • سپورټ
      • بریالیتوب
    • اقتصاد
    • هنر او څېرې
    • د پوهاوي په اړه

    Designed and Developed By iCode Software Company © 2024 Pohawai Media. All rights reserved