لیکوال: عبیدالله حسام
د جبرائیل امین په واسطه نازل شو، جبرائیل تر ټولو ملایکو غوره شو.
پر محمد ص نازل شو، محمد ص تر ټولو پيغمبرانو غوره او خیرالبشر شو. د اسلامي امت لپاره نازل شو، دا امت تر ټولو امتیانو غوره شو. په کومه میاشت کې چې نازل شو، هغه میاشت تر ټولو غوره شوه (روژه). او په کومه شپه چې نازل شو، هغه شپه تر زرو شپو غوره شوه (د قدر شپه) او په کوم ځای کې چې نازل شو، هغه د ځمکې پر سر تر ټولو سپېڅلی ځای شو (مکه).
دا قران کریم دی چې په واسطه یې الله پاک دومره لوی عزت او فضیلت ورکوي!
که دغه مبارک کلام زما او ستا په زړه کې وي، څومره غوره زړه به مو وي!؟ او که یې د خپل ژوند لپاره تګلاره وټاکو، څومره بهتر او نېکمرغه ژوند به مو وي!
که ته هره ورځ د قران کریم یوه برخه نه لولې، ژوند به دې بېخونده وي. بیا ولې باید له بې خونده ژوند څخه ګیله وکړې؟ ځکه تا یې اصلي لامل پرېښی.