ژباړه: عطا محمد میاخېل
زده کړي مې دي:
د خوشاله اوسېدو لپاره تر ټولو اسانه لاره، له ګیلو څخه لاس اخیستل دي.
زده کړي مې دي:
هڅونه یو ښه ښوونکی دی، کولای شي د خپلو زده کوونکو ژوند ته بدلون ورکړي.
زده کړي مې دي:
خوشبین افراد د بد بینو په پرتله اوږد عمر لري.
زده کړي مې دي:
کرکه د تېزابو په څېر، په کوم لوښي کې شتون لري، هماغه لوښی له منځه وړي.
زده کړي مې دي:
بدن خپل ځان ته د روغتیا ورکولو لپاره عجیبه وړتیا لري، یوازې باید په مثبتو کلیمو ورسره خبرې وکړو.
زده کړي مې دي:
که غواړم، چې خوشاله واوسم، باید نورو ته خوښي وروبښم.
زده کړي مې دي:
که دوې جملې (ستړی یم) او (ښه احساس نه لرم) له ژونده لرې کړم، ډېری ناروغۍ او ستړیاوې له منځه ځي.
زده کړي مې دي:
کله چې مثبت فکر کوم، خوشاله یم او په خپل سر کې مینه ناک افکار روزم.
زده کړي مې دي:
له الله (ج) سره هر څه شوني دي.