د کانونو او پټروليم وزارت او ۷۷ ترکي شرکت ترمنځ نن (سېشنبه، د لړم ۸مه) د جوزجان ولايت په يتيم تاق سيمه کې د سيمنټو لويې توليدي فابریکې د جوړولو تړون لاسلیک شوی دی.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دې تړون د لاسلیک لپاره په کابل کې ځانګړي مراسم نیول شوي وو.
په خبرپاڼه کې راغلي، په دې مراسمو کې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر، کابل کې د ترکیې سفیر او یو شمېر نورو چارواکو او مېلمنو ګډون کړی و.
سرچینې ویلي، د دغه تړون له مخې به قراردادي شرکت د يادې فابريکې د جوړولو په برخه کې ۱۶۳ میلیون ډالره پانګونه کوي او په ورځني ډول به د ۳۰۰۰ ټنو سيمنټو د توليد وړتيا ولري.
هاخوا د کانونو او پټرولیم وزارت مسوولين وایي، دا تړون چې له مخې به یې یاد ترکي شرکت د سيمنټو د اکتشاف، استخراج، تولید او ټولنیزو خدماتو په برخو کې پانګونه کوي، د ۳۰ کلونو له پاره په پام کې نیول شوی دی.
د سيمنټو د دغه تولیدي فابریکې په جوړېدو سره به شاوخوا ۱۲۰۰ هېوادوالو ته په مستقيم ډول د کار زمينه برابره شي.
د یادونې وړ ده چې د کانونو او پټرولیم وزارت د سېمنټو په برخه کې د هېواد ځان بسیاینې په موخه له دې پروژې وړاندې د شاوخوا ۴۷۶ میلیون ډالرو په ارزښت د جبل السراج، کندهار او هرات سېمنټو پروژو قراردادونه له یو شمېر کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره لاسلیک کړي دي.