لیکوال: ګل پاچا الفت
د کلا برجونه او دیېوالونه ډېر جګ وو، د کلا شاوخوا خندق ډېر ژور و.
له دغه جګوالي سره دغه ټیټوالی تړلی و او د لوړتیا راز په همدغه کنده کې پټ و.
تر څو چې یو ځای ډېر ژور نشي، د چا برجونه نه جګېږي. د یوه لوړېدل او د بل ټیټېدل یو تر بله تړلي دي.
دا جګ برجونه هر چا له لرې لیدل، مګر دا لویه کنده له لرې چا نه لیده او د نیږدې خلکو هم ډېر پام ورته نه و.
زموږ سترګې له ډېر لرې ځایه لوړ څلي او جګ برجونه ویني، مګر ژورې څاګانې او لویې کندې څو قدمه هاوا نه ویني.
د دې هسکو دېوالونو او لوړو برجونو خټه له همدغه ټیټ ځایه اخیستل شوې ده.
دا خټه د سنډا تر پښو لاندې پخه شوه او ډېرو خلکو په لتو ووهله، بې له دېنه دا دېوالونه او برجونه، نه لوړېدل.
یوه لوړ مقام ته رسېدل دغه راز کارونه په مخکې لري، او ټیټ همدغسې جګېږي.
د دنیا جاه و جلال، عزت او منزلت هماغه لوړ برجونه دي چې سرګذشت یې له ډېر ټیټ ځایه شروع کېږي.
کوم سر چې د ډېرو خلکو په مخکې په تعظیم ټیټ نه شي، نور سرونه ورته په احترام نه ټیټېږي، هغه چې بل ته لاس په نامه نه وي ولاړ، نور ورته لاس په نامه نه درېږي.
دا هغه پور دی چې سړی یې یوه ته ورکوي او له بل نه یې غواړي.
که دا خبره تاسې نه شئ منلی، نو راشئ، د خان نوکران وګورئ. هغه چې د خان په مخکې خپل سر ډېر ټیټوي، په نورو باندې ډېر تفرق لري او درجه یې لوړه ده.
هغه اس چې د ارباب د سپرلۍ لپاره په کمند کې ولاړ دی له نور اسونو نه ډېر قدر لري او میتران یې ډېر ښه خدمت کوي.
که موږ حقیقت ته ښه ځیر شو، عزت ډېر ځله په ذلت ګټل کېدای شي او باداري د غلامۍ پایله ده.
ډېر خلک شته چې د شخصیت ګټلو لپاره خپل شخصیت تر پښو لاندې کوي او د عزت لپاره عزت النفس قربانوي.
څنګه چې دهقانان غنم په خاورو کې شیندي او بیا د غنمو درمندونه اخلي، دوی هم عزت او شخصیت تر خاورو لاندې کوي او ودې ته یې منتظر وي.
په دنیا کې لږ کسان دي چې خپل فطري او طبیعي لوړوالی بل شان ساتي او د لوړو برجونو غوندې نه دي، بلکې د غرو له جګو څوکو سره شباهت لري.