لیکنه: حمیدالله حمیدي
د ډهلي جامع جومات د هند تر ټولو لوی او د شلمې پېړۍ تر پایه پورې د اسلامي نړۍ ښکلی جومات بلل کېده.
د جومات بېرونۍ محوطه پر سرو ډبرو او دیوالونه یې پر سرو مرمرو پوښل شوي دي. دغه جومات دوه لوی مرمرین منارونه، درې لویې ګنبدې او دغه راز څو نور واړه منارونه او کوچنۍ ګنبدې لري.
تاریخ لیکي چې د ډهلي جامع جومات د ۱۶۵۰ او ۱۶۵۶ مېلادي کلونو ترمنځ د هند د پنځم ګورګاني امپراتوراو د تاج محل جوړونکي شاه جهان په امر جوړ شوی دی، چې په ۱۰۶۶ هجري قمري کال کې د اختر په ورځ ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
شاه جهان پر تاج محل سربېره ګڼ شمېر جوماتونه په آګرا، اجمیر او لاهور کې جوړ کړي دي. د ډهلي جامع جومات ۸۰ متره اوږدوالی او ۴۰ متره پلنوالی لري. دغه جومات د ۵۰۰۰ کارګرو لخوا د شپږو کلونو په موده کې جوړ شوی دی. د دوو منارونو لوړوالی یې تر ۴۰ مترو پورې رسېږي. د جومات داخلي غولی پر سپینو او تورو مرمر پوښل شوی، چې د هر لمومنځ کوونکي د سجدې ځای بیا پر ځانګړو مرمرو ښایسته شوی دی.
د جومات پر بېرونیو دېوالونو په پارسي ژبه او ثلث خط لس کتیبې هم لیکل شوې دي. د دغه جومات بېرونۍ محوطه د ۲۵۰۰۰ لمونځ کوونکو د ځاېدو وړتیا لري.