ژباړه: حمیدالله حمیدي
موږ ټول کله کله خپه کېږو. اړتیا پیدا کوو، چې یو څوک مو باید په څنګ کې وي، ډاډ راکړي او د زړه راز او خواله را سره وکړي. کېدای شي له داسې پېښې سره مخ شوی یاست، چې ملګري، خپل او خپلوان مو له یوې پېښې ځورېدلي وي، تاسو باید ډاډ او زړه ورکړی وای، خو په چل یې نه پوهېدئ چې څه او څه ډول ورته و وایاست؟
په دې لیکنه کې به دا زده کړئ، چې څه ډول نور خوشاله کړئ، مرسته ور سره وکړئ، ژوند ته یې لېواله کړئ تر څو یې بیا پیل کړي.
۱- خبرو ته یې غوږ کېږدئ
په ډېری پېښو کې ځورېدلي کسان دې ته اړتیا نه لري، چې د نورو له خولې د ډاډ ګېرنې خبرې واوري. دوی غواړي یوازې خبرو ته یې څوک غوږ ونیسي او زړه ورته تش کړي. ایا پوهېږئ ولې خپه دي؟ په دې هم پوهېږئ، چې غواړي زړه درته خالي کړي؟ نو که همداسې وي، موقع او ځای ورته برابر کړئ، چې خپل زړه درته تش کړي. تاسو یې هم د زړه په غوږو خبرې واورئ. ان کېدای شي د دې اجازه هم ورکړئ، چې ستاسو پر اوږو سر کېږدئ او ښه ډېر وژاړي. هڅه مه کوئ، چې خبرې یې پرېکړئ. که یې په خبرو کولو کې اږده دمه وکړه، کولی شی په ارامۍ ور سره خپله نظر د (هو) یا (نه) په لنډه کلمه ور سره شریک کړئ. که نه نو خبره به مو نوره هم خرابه کړې وي. ان که نه پوهېږئ، چې څه مرسته ور سره کولی شی، بیا یې هم حق پر جانب وبولئ او له ځانه داسې ښکاره کړئ چې خبرې یې درته مهمې دي او په پوره دقت مو ورته غوږ نیولی دی.
۲- د موضوع اړوند پوښتنې ترې وکړئ
په بحث کې د ګډون لپاره تر اړوند پوښتنو کولو بله ښه لار نشته. یوازې اړوند پوښتنې کولی شي، مقابل کس د زړه د بړاس ایستلو لپاره تیار کړئ. داسې پوښتنې مه ترې کوئ، چې د مسلې له حل سره مرسته نه شي کولی. لاندې پوښتنې کولی شي ځورېدلی کس د مسلې په اړه درته ډېرې خبرې وکړئ او زړه یې سپک شي.
د دې ستونزې په اړه څه احساس لرې؟
له دې وړاندې له داسې پېښې سره مخ شوي وی؟
څوک شته چې په دې برخه کې در سره مرسته وکړي؟
غواړئ څه وکړئ؟
زه در سره څه کولی شم؟
۲- په موقع عکس العمل ښکاره کړئ
کله چې پوه شوئ نور د خبرو لپاره څه نه لري، نو د خبرو کولو موقع ترې واخلئ. کولی شئ په دې برخه کې د خپلو تجربو په اړه ورته و وایئ. هغه درس چې تاسو له دې پخوا د ستونزو د حل پر مهال زده کړی دی، کېدای شي له دوی سره هم مرسته وکړي.
۴- په موقع ورته حلارې وړاندیز کړئ
کله چې پوه شوئ اصلي کیسه څه ده، د شرایطو په اړه ښه فکر وکړئ. که حل لاره در سره وي، نو ورته وړاندې یې کړئ. او که څه در سره نه وي، نو دروغ ورته هېڅکله هم مه وایاست. داسې چاته یې بوزئ، چې ښې سپارښتنې ورته وکړي.
ډېر کله یوازې یوه لاره ستونزه نه شي حل کولی. ملګري ته مو و وایاست، چې تاسو هم یوه حل لاره لری، خو دا یوازنۍ حل لاره نه ده. خپل وړاندیز ورته د (شاید) او (امکان لري) په کلمو کې وړاندې کړئ. دا ځکه که مقابل کس ستاسو وړاندیزونه عملي نه کړي، د ګناه احساس به نه کوي.
۵- مخامخ ور سره خبرې وکړئ.
کیدای شي ملګری مو، د ایمیل او یا تلېفون په وسیله در سره خپلې ستونزې شریکې کړي. د یوه ښه او الهام بښونکي مېسېج له لیکلو وروسته ورته د مخامخ لیدلو او کیناستو وړاندیز وکړئ. ځکه هغه احساسات چې په مخامخ ډول لېږدول کېږي او درک کېږي، له لرې واټنه او د تکنالوژۍ په وسیله د لېږدېدو وړ نه دي.
۶- ډالۍ ورته واخلئ
په وروستۍ ځل چې چا درته ډالۍ اخستې ده در په یاد یې کړئ، څومره یې خوشاله کړي وی. ډالۍ ورکول د ډالۍ اخیستونکې زړه او حال احوال بدلوي. هغوی پوه کړئ، چې کيدای شي ډالۍ ډېره ارزښت ونه لري، خو دوی څومره درته مهم دی. تر څو د یوازېتوب احساس ترې لرې شي.