د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسوولین وایي چې د پلازمېنې کابل ځینو روغتونونو ته یې ۲۵ د سوري زړه لرونکي ماشومان د درملنې په موخه ورپېژندلي دي.
دې ادارې نن (دوشنبې، د عقرب ۱۴مه) په ایکس پاڼه لیکلي چې د سوري زړه په ناروغۍ ۲۵ ماشومان د درملنې او جراحۍ لپاره د پلازمېنې روغتونونو ته ورمعرفي شوي دي.
مسوولینو ویلي، د دغو ماشومانو د درملنې لګښت افغاني سرې میاشتې ټولنې منلی دی.
تر دې وړاندې هم د افغاني سرې میاشتې ټولنې یو زیات شمېر ماشومان د وړیا درملنې لپاره روغتونونو ته معرفي کړي وو.
افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې ډېر ماشومان یې د زړه په ناروغۍ اخته دي. د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي چې د دغو ماشومانو د درملنې بهیر چټکوي.
یو شمېر روغتیايي کارپوهان په دې باور دي چې په ماشومانو کې د زړه د سوري اصلي لامل تر اوسه په بشپړه توګه نه دی معلوم شوی.