ژباړه: محمد حامد بهیر
فرهنگ یعنې بښنه غوښتل د کمزورۍ نښه نه ده.
فرهنگ یعنې له چا سره کینه ونه کړو.
فرهنگ یعنې د لوړې بیې جامې د غوره والي نښه نه ده.
فرهنگ یعنې د غږ د لوړ والي پرځای مو د کلام لوړ والي ته پام وکړو.
فرهنگ یعنې ملگري په بد نامه باندې یادول د صمیمیت نښه نه ده.
فرهنگ یعنې هر کتاب یوه تجربه ده، باید خپلې تجربې له نورو سره هم شریکې کړو.
فرهنگ یعنې یو فعاله وجدان ولرو.
فرهنگ یعنې له رقابت او سیالۍ څخه ډډه کول.
فرهنگ یعنې د نسلونو تغییر درک کړو.
فرهنگ یعنې زموږ آزادي د نورو د آزادی مانع نه شي.
فرهنگ یعنې چاته په بده سترگه ونه گورو.
فرهنگ یعنې نورو ته دعا وکړو.
فرهنگ یعنې له نورو څخه دومره پوښتنې وکړو، چې دروغ یې وانه ورو.
فرهنگ یعنې چاته د غیبت کولو موقع مساعده نه کړو.
فرهنگ یعنې د ټولو په وړاندې له چا څخه شخصي پوښتنه ونه کړو.
فرهنگ یعنې کتاب ولولو.
فرهنگ یعنې ژر قضاوت ونه کړو.
فرهنگ یعنې څوک ملامت نه کړو.
فرهنگ یعنې ښهوالی دا نه دی چې په نورو باندې مسخرې وکړو او زیان وررته ورسوو.
فرهنگ یعنې له خپلو اولادونو او نور سره په احترام چلند وکړو.
فرهنگ یعنې زغم.