ژباړه: ګلثوم محمدي
نعناع هغه درمليز بوټی دی چې د هاضمې سیستم ښه کول، د زړه بدوالی کمول او همدارنگه د وچې ټوخی د درملنې لپاره گټورې دي.
دغه بوټی وچ او گرم طبع لري. او کولای شو په بېلابېلو بڼو يې وکارو، لکه تازه، وچ شوې، چای، پودر او نور…
په دې لیکنه کې تاسو د نعناع په هکله بشپړه معلومات ترلاسه کولای شئ.
نعناع له معطرو بوټو څخه شمېرل کېږي چې په پخلي او دوديز طب کې ترې گټه اخیستل کېږي. دا بوټی د ځانگړي بوی او خوند په لرلو سره په بېلابېلو خوړو او څښاک ډول کارول کېږي.
د نعناع غذايي ارزښت
سربېره پر درمليزې ځانگړتياوې دا بوټی غذايي ارزښت هم لري. د نعنا د غذايي ارزښت مهمې ځانگړتياوې عبارت دې له:
1- ويټامينونه او معدني مواد، لکه ويټامين A، C، اوسپنې، مگنيزيم او کلسیم؛
2- انټي اکسیډان؛
3- فايبر.
د نعناع ګټې
د نعناع گټې خورا ډېرې دي. د نعناع مهمې ګټې عبارت دې له:
1- ارامونکې، د زړه بدوالي ښه کول، د هاضمي سیستم ښه کول، د معدې نفخ کمول او د نس ناستي ښه کول؛
2- نعناع د ټوخي ضد ځانگړنې لري؛
3- د تنفسي ستونزو کمول؛
4- د التهاب درملنې او د مفصلي دردونو آرامول؛
5- د باکتريا او ويروس ضد ځانگړتياوې درلودل؛
6- ارامتيا او د اندېښنې کمول؛
7- د سرطانونو د ودې مخنيوی.
نعناع د ټوخي لپاره
د نعناع پاڼې د ټوخي د درملنې لپاره گټورې دي. دا بوټی وچ ټوخی ښه کوي. سربېره پر دې، نعناع د ستوني درد هم کموي. د وچ ټوخي د درملنې لپاره کولای شو، د نعنا 3 يا 5 پاڼې په چای کې واچوو او د يو څو دقیقې لپاره یې پرېږدو چې ښه دم شي، بیا یې وڅښو.
نعناع د معدې لپاره
دا بوټی ارامونکي ځانگړتياوې لري، چې د معدې درد او ناراحتۍ په کمولو کې مرسته کوي. سربېره پر دې، دا بوټې د خواړه د ښې هضم لامل کېږي. دا بوټې د التهاب ضد ځانگړتياوې لري چې کولای شي د معدې د زخمونو مخنيوی وکړي.
د نعناع گټې د وينې فشار لپاره
نعناع د انټي اکسیډان ځانگړتياوې لري. ارامونکې او د استرس په کمولو کې هم گټور تمامېدای شي. التهاب د وينې د فشار د لوړېدو اصلي لامل دی، دا بوټې د التهاب ضد ځانگړتياوې لري او کولای د وينې فشار کنټرول کړي.
نعناع په دوديزه طب
د دودېز طب له نظره، دغه بوټی وچ او گرم طبع لري. دا د زکام د ناروغيو په درملنه کې گټور تمامېدای شي. نعناع د عضلاتو د درد لپاره هم گټور دي او همدارنگه د التهاب او ميکروب ضد دی، چې د تنفسي او هاضمې سیستم په ښه کولو کې ډېر ښه مواد بلل کېږي.
د نعناع زیانونه:
دا بوټې د انسان د روغتيا لپاره ډېر گټور تمامېدای شي، خو که په مصرف يې افراط وشي، ښايي ځينې ضررونه ولري، لکه د معدې سوزېدل، حساسیت او خارښت، بېخوبي، د سر درد او نور…