ژباړه: محمدحامد بهیر
۱. پوخوالی یعنې پوه شې چې تر نیمې شپې پورې له چټ کولو څخه خوب غوره دی.
۲. پوخوالی یعنې هغه کار چې غواړې تر سره یې کړې تر څو چې د پای ته نه وي رسولئ، په اړه یې چاته یې مه وایه.
۳. پوخوالی یعنې پوه شې هغه چې کار درسره کوي، خپلوان دې نه دی.
۴. پوخوالی یعنې تر څو دې چې اړیکه قطعي شوې نه ده، د رازونو کتابچه یې چاته مه خلاصوه.
۵. پوخوالی یعنې له نا مناسب کس سره واده نه کول.
۶. پوخوالی یعنې چې آراموالی زده کړې، هر څه ستا عکس العمل ته اړتیا نه لري.
۷. پوخوالی یعنې د خپل ژوند مسوله دې وې، اوله بل چانه هیله ونه لرې.
۸. پوخوالی یعنې پوه شې چې د کار ځای، مېلمه ستیا… د پرېښودلو وخت ډېرمهم دی.
۹. پوخوالی یعنې چې له تېروتنو دې زده کړه وکړې.