ژباړه: عطا محمد میاخېل
۱ ـــ تل خپل ماشوم ته سلام اچوﺉ او درنښت ورته وکړﺉ.
۲ ـــ هغه وخت له ماشوم سره لوبې وکړﺉ، چې لوبو ته لېوال وي.
۳ ـــ له زور واکۍ او جبر څخه ډډه وکړﺉ.
۴ ـــ له ماشوم سره مینه ناک چلند ولرﺉ.
۵ ـــ ماشوم ته د ژوند ور زده کولو لپاره بیړه مه کوﺉ او اجازه ورکړﺉ، چې له خپل ماشومتوب څخه خوند واخلي.
۶ ـــ ماشوم د ناکامۍ له امله مه رټﺉ او له ماتې څخه یې مه وېروﺉ.
۷ ـــ ماشوم د هغه د خپل ځان او د وړتیاوو پر بنسټ یې وروزﺉ، نه د دې لپاره، چې ستاسو د هیلو انځور وي.
۸ ـــ په صبر او سکوت، له خپل ماشوم سره اړیکه ټینګه کړﺉ.
۹ ـــ د ماشوم خبرو ته غوږ ونیسﺉ او هڅه مه کوﺉ، چې غلی یې کړﺉ.