ژباړه: محمدحامد بهیر
1. چاته باید په مجلس کې نصیحت ونه کړو.
2. هر څه ته ونه خاندو، په هره بیه څوک ونه خندوو.
3. پرته له اجازې له چا نه فلم او عکس مه اخلئ.
4. د بل چا معاش او سرمایه په موږ پورې اړه نه لري.
5. که چا راته په موبایل کې کوم انځور راښودلو، له هغه څخه مخکیني او وروستني عکسونه باید ونه گورو.
6. که په کوم مجلس کې ناست وې، هغه دوه خبرې چې له کتاب نه دې زده کړې په بېړه د نورو مخکې مه شروع کوه.
7. ځانته دې د نظر د خاوند په سترگه مه گوره چې څنگه څوک و وینې د هغه د وېښتانو د ډول، سینگار، چاغوالي او ډنگر والي په هکله نظر مه ورکوه.
8. باید د چا په لهجه پورې ونه خاندو.
9. څنگه چې له کوم کور نه را ووځو او دروازه بنده کړو، باید د کوربه په بد ویلو او غیبت شروع ونه کړو.
10. کثافات له موټر څخه د باندې په سړک باندې مه غورځوئ.
11. له شخصي چټ څخه مو سکرین شاټ مه اخلئ.
12. د مخکینۍ چوکۍ په شا باندې فشار مه ور ولئ.
13. د موټر چلولو او ترافیکي قوانینو ماتول زموږ د چالاکۍ نښه نه ده.
14. که له چا څخه خپه یې، ورشه خپله ورته ووایه.
15. هغه باطله خبره چې نه یې خوښوې مه تایید وه.
16. هېڅکله داسې ژوند مه کوه چې په دې هڅه کې وې چې ټول درنه راضي شي.
17. کوښښ وکړه هر ورځ یو څه زده کړه.
18. هېڅکله د چا سره د خبرو کولو پر وخت کې د ځان په اړه بدې خبرې مه کوه.
19. کوښښ وکړه په آرامه ډول «نه» و وایې، له «نه» ویلو څخه مه ډارېږه.
20. له «هو» ویلو څخه هم مه ډارېږه.
21. لومړی دې پر ځان مهربانه شه او ځان ته دې لاس رسی پیداکړه، که چا درپسې څه وویل پروا یې مه کوه.
22. کوښښ وکړه چې بښنه وکړې خو هېروه یې مه!.
23. هېڅکله دې خپل مقابل لوري ته ځان کم مه راوله.
24. په هغو باندې مهربانه شه چې اهمیت یې ولري، ستا مهرباني ستا دنده ونه گڼي.
25. له هغه سره چې نه دې خوښیږي ناسته ولاړه مه کوه (دوه مخی مه اوسه!)

























































