ژباړه: محمدحامد بهیر
په هغه کورنۍ ڪې چې غړي یې یو له بل سره مینه ونه لري، ماشومان یې نه شي کولی چې لوی شي.
شاید په جسمي لحاظ غټ شي، خو لاس او مټې یې نه.
پوهېږې کور کوم ځای ته ویل کېږي؟
کور یوازې هغه ځای نه دی چې په سل متره ځای کې دې څلور خونې او هر څه جوړ کړي وي.
کور یعنې درناوی او یو د بل درک. کور یعنې هغه وخت چې په اړه یې فکر کوي، په شونډو دې موسکا راشي.
کور یعنې آرمتیا او امنیت.
کور یعنې له هغه چا سره چای څښل چې مینه ورسره لرې.
کور یعنې له غوسې او غبار څخه پاکه هوا.
کور یعنې د خوب له کمښت او استرس څخه پاک مکان.
کور یعنې کله چې ورننوځې وخاندې او خندا ووینې.
غوره کورنۍ د متر له نظره پراخه نه وي، بلکې د خلکو زړونه یې پراخه وي.