ژباړه: عطا محمد میاخېل
که تاسو فکر کوئ چې په ورځني ژوند کې مو د ماشومانو اندېښنه زیاته شوې یا زیات اندېښمن شوي دي، نو د دې اصلي لامل به تاسو یاست، ځکه تاسو به خامخا دا کارونه ترسره کړي وي، یا به یې ترسره کوئ:
ـــ څومره چې کولای شئ، نصیحت ورته وکړﺉ.
ـــ څومره چې کولای شئ، کنټرول یې کړﺉ.
ـــ خپل شرایط مو د خپلو ماشومانو له اوسنیو شرایطو سره پرتله کړﺉ.
ـــ ماشومان مو له بریالیو کسانو سره پرتله کړﺉ.
ـــ په ماشوم کې مو تل د ګناه احساس فعال کړﺉ.
ـــ د اوسنیو شرایطو، اوضاع او حالت په اړه په پرله پسې توګه اخطار ورکړﺉ.
ـــ د راتلونکو شرایطو، اوضاع او حالت په اړه په پرله پسې توګه اخطار ورکړﺉ.
ـــ د خپل ماشوم د ټولو کارونو مسؤولیت په خپله غاړه واخلئ
ـــ څومره، چې کولای شئ او په خپل ټول ځواک سره، له ماشوم څخه مو ملاتړ وکړﺉ.
که پورته یاد شوي کارونه مو وکړل، نو اندېښمن، خواشینی، وسوسه کوونکی او په ژور خپګان اخته ماشوم به ولرﺉ.
یادونه: له پورته یادو شویو نکتو څخه موخه دا ده چې که د خپلو ماشومانو پر وړاندې دا ډول چلند لرئ، له سر له اوسه پرې کتنه وکړئ او په خپل چلند کې مو مثبت بدلون راولئ، تر څو زړور، خوشحاله، بریالي او روغ ماشومان ولرئ.

























































