ژباړه: محمدحامد بهیر
1. هېڅکله په ناسته باندې چاته لاس مه ورکوئ. درېدل د پاملرنې او درناوي نښه ده، او دا ښيي چې خپل مقابل شخص ته مو احترام لرئ او له هغه سره تعامل ته چمتو یئ.
2. له هغو خلکو سره مرسته وکړئ چې ستاسو څنگ او شاته دي، احترام یې وکړئ. دا کار په وفا او افتخار باندې ټینگار کوي. په دې معنا چې له کورنۍ، ملگرو او دکورنۍ هغه غړي مو چې ستاسو سره په ډله کې دي حمایت یې وکړئ، او د خپلو همډولو ارزښت وپېژنئ.
3. د مېلمه ستیا پر وخت کې د کوربه په آشپز باندې نیوکه مه کوئ. قدر او درناوی د مېلمه پالنې لپاره اړین دي، په آشپز باندې نیوکه بې احترامي او نا رضاتوب حسابېږي.
4. د هغه خوراک ورستۍ لمړۍ چې نور یې تاسې نه وي خوړلئ، مه خورئ. دا قانون پر ادب او نورو ته په درناوي باندې ټینگار کوي او دا ښیي چې مشترکو سرچینو او د نورو حق ته درناوی لرئ.
5. په خبرو اترو کې لومړی وړاندیز مه ورکوئ. د لومړي وړاندیز د وړاندې کولو لپاره مقابل لوري ته اجازه ورکول کولئ شي استراتېژیک امتیاز ولري او ستاسو سره مرسته وکړي تر څو په غوره شرایطو کې خپل مذاکرات وکړئ.
6. هغه کاري باور چې تاسو نه دی جوړ کړی ځان ته مه منسوبوئ. د نورو د هڅو په پېژندلو کې رښتینولي مهمه ده، او ستاسو اعتبار ساتي.
7. مسولیت منونکي اوسئ او نورو ته باور ورکړئ. د نورو د تېر وتنو منل او د لاسته راوړنو منل د درناوي او باور فضا رامنځ ته کوي او د رهبرۍ د بولوغیت نښه ده.
8. که بلل شوي نه وی، د گډون وړانديز مه کوئ. بلنو او حد ته درناوی مهم دی او د نه خوښونکې فضا د رامنځ ته کېدلو مخه نیسي.
9. تل د خپل هدف لپاره پلان جوړونه وکړئ. دا استعاري قانون دی د پرمختگ لپاره د هڅو او په کارونو کې د دقت په معنا.
10. د اړیکې لپاره سوال او زارۍ مه کوئ. په خپل ارزښت پوهېدل او د خپل ځان درناوی مهم دي؛ زارۍ کول د یوې اړیکې لپاره شاید ناسالم ډینامیک رامنځ ته کړي.
11. په هر ډول حالاتو کې ښې جامې واغوندئ. د جامو پاکي او مناسبوالی ځان او نورو ته د درناوي نښه ده.
12. نغدې پیسې هر وخت له ځان سره ولرئ. هر ډول حالت ته تیاري د انسان له لوړ اندۍ او مسولیت منلو څخه دي.
13. غوږ ونیسئ، سر مو وخوځوئ او تر ټولو مهم دا چې د سترگو اړیکه ټینگه کړئ. غوږ نیول او غیر کلامي تعامل د یوې موثره اړیکې لپاره مهم دي.
14. خپله غوسه مو کنټرول کړئ، که هر څه چې وشي. دغوسې کنټورول د آراموالي او منطقي پلان جوړونې له پاره مهم دی.
15. د ډوډۍ خوړلو پر میز باندې مو موبایل څنگ ته مه اېږدئ.