ژباړه: محمدحامد بهیر
۱ – پرېکړه وکړئ چې شکر کوونکي او قدر کوونکي شئ. څو څو ځله دا کار وکړئ.
۲ – له حده زیات د راتلونکو پېښو په اړه اندېښنه مه کوئ. ښايي بیا تل دا فکر وکړئ چې په تېر کې مې باید دا کار نه وای کړی، خو په یاد ولرئ چې نه باید په دې ډول فکرونو کې ډوب شئ او له اوسنیو شېبو څخه بې پروا شئ.
۳ – تاسو نه پوهېږئ چې راتلونکی درته څه ډالۍ کوي، بیا نو غوره کار دا دی چې د حال له شتمنۍ څخه ښه ګټه واخلئ.
۴ – دوه څیزونه مو تر نورو ښه ورځ جوړوي، صبر او تحمل دویم ژوند ته ستاسې لیدلوری.
۵ – صبر کول د انتظار کولو په مانا نه دي، بلکې په دې مانا دي چې خپلو غوښتنو ته د رسېدلو لپاره د هڅو پرمهال مو لیدلوری مثبت اړخ ته ګرځولی.

























































