د سربیا رسنیو راپور ورکړی چې هلته د یو موټر د چپهکېدو په پېښه کې ۳۰ کسان ټپیان شوي چې افغان او نیپالي کډوال پکې شامل دي.
د راپورونو له مخې، دا پېښه وړمه ورځ (جمعه) د کډوالو د لېږدوونکي موټر د چپهکېدو په پایله کې شوې، او ۳۰ کسان پکې ټپيان شوي دي.
ویل کېږي چې په دې موټر ټول ۵۰ کسان سپاره وو، او د یو شمېر ټپيانو روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی دی.
په وروستیو کې د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې د ترافیکي پېښې زیاتې شوې چې د ډېرو لاملونه یې تخنیکي ستونزې او د چلوونکو بېاحتیاطي بلل شوې ده.
د ویلو ده چې په وروستیو دوو کلونو کې په افغانستان کې هم ترافیکي پېښې په کمسارې توګه زیاتې شوې چې ستر لاملونه یې د چلوونکو بېاحتیاطي، ګړندی تګ، خراب سړکونه او د ترافیکي اصولو نهمراعاتول بلل کېږي.