د مبارز ښوونکو او په تيارو کې د رڼا لارويانو لړی په دوام سره داځل د وردګ ولايت ،سيد آباد ولسوالۍ د انخي د درې د ياويز د کلي اسېدونکی مبارز ښوونکی ، تقوا لرونکی او د نېکو اخلاقو درلودونکی او نه ستړی کېدونکی، د امام ابوحنيفه د ښوونځي په تاسس او پراختيا کې د ده هلې ځلې نه هېرېدونکې دي.
په دې سربېره يې د ياويز ، حسن بېک ، او پيرونګ په کليو کې تر ونو لاندې دری ابتدايه ښوونځي تاسس کړي دي او بې له کوم امتيازه يې پکې د تدريس چارې مخته وړي دي د معارف د بهبود لپاره په ستونزمنو حالاتو کې هڅې ترسره کړي دي . نوموړي د پکتيکا ولايت د زراعت ريئس په توګه هم دنده ترسره کړې او هم په وروستيو کې د وردګ ولايت پوهنې رياست ، د املاکو مدېر په حيث په پوره اخلاص او صداقت سره دنده ترسره کړې ده . الله ج يې دې د ټولو زحمتونو اجر اعظيم ورکړي.