ژباړن: اسدالله غضنفر
شیطان او ملګري یې د هندوستان په کلیو کې مزل کاوه. دوی یو شیخ ولید چې په لاره روان دی او ذکر کوي. په دې منځ کې د شیخ څېره ناڅاپه نوراني شوه، لاس یې ټیت کړ او له مځکې یې څه ور پورته کړل.
د شیطان ملګري شیطان ته وویل: چې څه به یې موندلي وي؟
شیطان ورته وویل: د حقیقت یوه ټوټه.
ملګري یې وویل: شیطانه، په تا باندې بده نه لګېږي چې شیخ د حقیقت یوه ټوټه مومي؟
شیطان ځواب ورکړ: نه، نه، د حقیقت دا یوه ټوټه به یې دومره ور جذب کړي چې نورو ټولو حقیقتونو ته به یې شا شي.

























































