27 °c
Kabul
22 ° شنبه
23 ° یکشنبه
جمعه, جون 13, 2025
  •  
  • خبرونه
    • All
    • ابادي
    • اقلیمي بدلون
    • ورځنۍ پېښې
    فراه کې د اوبو رسونې یوه شبکه ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شوه  

    فراه کې د اوبو رسونې یوه شبکه ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شوه  

    “هېوادوالو ته د مرستې رسونې په برخه کې د موسسو ستونزې حل کوو” | پوهاوی‌نیوز

    “هېوادوالو ته د مرستې رسونې په برخه کې د موسسو ستونزې حل کوو” | پوهاوی‌نیوز

    سویډن له افغانستان سره څه باندې دوه میلیون ډالر مرسته وکړه | پوهاوی‌نیوز

    سویډن له افغانستان سره څه باندې دوه میلیون ډالر مرسته وکړه | پوهاوی‌نیوز

    کندهار کې د ۴،۸ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسونې یوه شبکه جوړېږي | پوهاوی‌نیوز

    کندهار کې د ۴،۸ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسونې یوه شبکه جوړېږي | پوهاوی‌نیوز

    د کندهار په «تخته‌پل» کې د اوبو یو کوچنی بند جوړ شو | پوهاوی‌نیوز

    د کندهار په «تخته‌پل» کې د اوبو یو کوچنی بند جوړ شو | پوهاوی‌نیوز

    کندز کې تېر کال د اوبو رسونې ۱۱ شبکې جوړې شوې | پوهاوی‌نیوز

    کندز کې تېر کال د اوبو رسونې ۱۱ شبکې جوړې شوې | پوهاوی‌نیوز

    امریکا هلته «عیسویت» ته اوښتي د افغانستان اتباع هم راوباسي | پوهاوی‌نیوز

    امریکا هلته «عیسویت» ته اوښتي د افغانستان اتباع هم راوباسي | پوهاوی‌نیوز

    د کابل په اوومه ناحیه کې یو سړک جوړېږي | پوهاوی‌نیوز

    د کابل په اوومه ناحیه کې یو سړک جوړېږي | پوهاوی‌نیوز

    کابل کې د یو سړک جوړلو کارونه شروع شول | پوهاوی‌نیوز

    کابل کې د یو سړک جوړلو کارونه شروع شول | پوهاوی‌نیوز

    • ابادي
    • اقلیمي بدلون
    • ورځنۍ پېښې
  • اسلام
    • All
    • د عالمانو ویناوې
    • لارښوونې
    • معلومات
    د فرعون له ژوند څخه د ۷ حکمتونو زده‌کړه

    د فرعون له ژوند څخه د ۷ حکمتونو زده‌کړه

    بصیرت او د زړه رڼا؛ د سورة الفاطر څو درسونه

    بصیرت او د زړه رڼا؛ د سورة الفاطر څو درسونه

    “قبر شپه – هغه شپه چې هېڅ سهار نه لري”

    “قبر شپه – هغه شپه چې هېڅ سهار نه لري”

    په صحیح بخاري کې د امام قتیبه رحمه الله ونډه

    په صحیح بخاري کې د امام قتیبه رحمه الله ونډه

    مالیزیا کې تر ټولو پخوانی جامع جومات

    مالیزیا کې تر ټولو پخوانی جامع جومات

    د ترکیې «سلیمیه» جومات په ۱۶مه پېړۍ کې جوړ شوی

    د ترکیې «سلیمیه» جومات په ۱۶مه پېړۍ کې جوړ شوی

    لبنان کې «محمد امین جومات» د عثمانیانو دورې په ودانیز طرز جوړ شوی

    لبنان کې «محمد امین جومات» د عثمانیانو دورې په ودانیز طرز جوړ شوی

    د کابل «عبدالرحمن جومات» په کوم کال جوړ شوی؟ دلته یې ولولئ

    د کابل «عبدالرحمن جومات» په کوم کال جوړ شوی؟ دلته یې ولولئ

    فرانسه کې تر ټولو پخوانی جومات کوم دی؟

    فرانسه کې تر ټولو پخوانی جومات کوم دی؟

    • لارښوونې
    • د عالمانو ویناوې
    • معلومات
  • سیاست
    • All
    • تحلیل
    • فکر
    • کالم
    له ۱۷۸۸ – ۱۹۱۹ پورې د انګلیس لخوا افغانستان ته ور اوښتي زیانونه

    له ۱۷۸۸ – ۱۹۱۹ پورې د انګلیس لخوا افغانستان ته ور اوښتي زیانونه

    قوشتپې کانال ولې قزاقستان اندېښمن کړی؟

    قوشتپې کانال ولې قزاقستان اندېښمن کړی؟

    هیڅ فلم چین نشي وېشلای: “د شې‌زَنګ کیسه د نورو نه ده”

    د نړيوال قانون په اړه ارزښتناک کتاب خپور شو

    د نړيوال قانون په اړه ارزښتناک کتاب خپور شو

    د نړۍ روایتونه؛ څوک یې کنټرولوي او څنګه؟

    د نړۍ روایتونه؛ څوک یې کنټرولوي او څنګه؟

    د نړیوالو سیندونو د اوبو جریان او تګلوري اړولو په اړه د نړیوالو قوانینو دریځ

    د نړیوالو سیندونو د اوبو جریان او تګلوري اړولو په اړه د نړیوالو قوانینو دریځ

    ټرمپ او نړیواله سوله

    ټرمپ او نړیواله سوله

    کابل ښار عمودي پراختیا ته اړتیا لري/ محمدنظیم سمون

    کابل ښار عمودي پراختیا ته اړتیا لري/ محمدنظیم سمون

    د نړۍ د ځینو هېوادونو د ولسمشرانو معاش به څو وي؟

    د نړۍ د ځینو هېوادونو د ولسمشرانو معاش به څو وي؟

    • کالم
    • مرکه
    • تحلیل
  • ادبیات
    • All
    • ژبپوهنه
    • کتاب لنډیز
    • کره‌کتنه
    • لیکوالي
    مورنۍ ژبه

    مورنۍ ژبه

    د ادبي دورو د وېشنې میتودلوژي

    د ادبي دورو د وېشنې میتودلوژي

    لیکوالي؛ د افکارو او احساساتو د لېږد وسیله

    لیکوالي؛ د افکارو او احساساتو د لېږد وسیله

    د شاعرۍ درې وجهې/ دوکتور اجمل ښکلی

    د چتي کيسه | دوکتور اجمل ښکلی

    په وینا کې د ګړدود مدیریت

    په وینا کې د ګړدود مدیریت

    د فن او هنر توپیر په څه کې دی؟

    د فن او هنر توپیر په څه کې دی؟

    د غوټۍ کوچنی ټولګی کتاب خپور شو

    د غوټۍ کوچنی ټولګی کتاب خپور شو

    ولې پښتانه لیکوالان د خپل فرهنک او تاریخ د مخالفینو په وړاندې بې پروا دي؟

    ولې پښتانه لیکوالان د خپل فرهنک او تاریخ د مخالفینو په وړاندې بې پروا دي؟

    په لیکنه کې د بې ځایه کلمو د لگښت مخنیوی

    په لیکنه کې د بې ځایه کلمو د لگښت مخنیوی

    • ژبپوهنه
    • کتاب لنډیز
    • کره‌کتنه
    • لیکوالي
  • ژوند
    • All
    • بریالیتوب
    • ټېکنالوژي
    • روغتیا
    • سپورټ
    د عاشقانو وجودونه څه ډول دي؟

    د عاشقانو وجودونه څه ډول دي؟

    د «ام» حیرانوونکې گټې

    د «ام» حیرانوونکې گټې

    د ګرجستان هېواد مشهور سوغات څه شی دی؟

    د ګرجستان هېواد مشهور سوغات څه شی دی؟

    ايا پوهېږئ چې لېمو بدن ته څومره گټور تمامېدای شي؟

    ايا پوهېږئ چې لېمو بدن ته څومره گټور تمامېدای شي؟

    نوې تکنالوژي ناپېژندونکې جعلي ویډیوګانې جوړولی شي

    نوې تکنالوژي ناپېژندونکې جعلي ویډیوګانې جوړولی شي

    ماشومان څه ډول په خبرو کولو ارام کړو؟

    ماشومان څه ډول په خبرو کولو ارام کړو؟

    د مرګ له خولې را ستنېدل

    د مرګ له خولې را ستنېدل

    ماشوم ورسپارل شوي کارونه هېڅکله هم له یاده نه باسي

    ماشوم ورسپارل شوي کارونه هېڅکله هم له یاده نه باسي

    له بهرني سفر مخکې دغه ټکي په پام کې ونیسئ

    له بهرني سفر مخکې دغه ټکي په پام کې ونیسئ

    • ټېکنالوژي
    • روغتیا
    • سپورټ
    • بریالیتوب
  • اقتصاد
  • هنر او څېرې
  • د پوهاوي په اړه
No Result
View All Result
  •  
  • خبرونه
    • All
    • ابادي
    • اقلیمي بدلون
    • ورځنۍ پېښې
    فراه کې د اوبو رسونې یوه شبکه ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شوه  

    فراه کې د اوبو رسونې یوه شبکه ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شوه  

    “هېوادوالو ته د مرستې رسونې په برخه کې د موسسو ستونزې حل کوو” | پوهاوی‌نیوز

    “هېوادوالو ته د مرستې رسونې په برخه کې د موسسو ستونزې حل کوو” | پوهاوی‌نیوز

    سویډن له افغانستان سره څه باندې دوه میلیون ډالر مرسته وکړه | پوهاوی‌نیوز

    سویډن له افغانستان سره څه باندې دوه میلیون ډالر مرسته وکړه | پوهاوی‌نیوز

    کندهار کې د ۴،۸ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسونې یوه شبکه جوړېږي | پوهاوی‌نیوز

    کندهار کې د ۴،۸ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسونې یوه شبکه جوړېږي | پوهاوی‌نیوز

    د کندهار په «تخته‌پل» کې د اوبو یو کوچنی بند جوړ شو | پوهاوی‌نیوز

    د کندهار په «تخته‌پل» کې د اوبو یو کوچنی بند جوړ شو | پوهاوی‌نیوز

    کندز کې تېر کال د اوبو رسونې ۱۱ شبکې جوړې شوې | پوهاوی‌نیوز

    کندز کې تېر کال د اوبو رسونې ۱۱ شبکې جوړې شوې | پوهاوی‌نیوز

    امریکا هلته «عیسویت» ته اوښتي د افغانستان اتباع هم راوباسي | پوهاوی‌نیوز

    امریکا هلته «عیسویت» ته اوښتي د افغانستان اتباع هم راوباسي | پوهاوی‌نیوز

    د کابل په اوومه ناحیه کې یو سړک جوړېږي | پوهاوی‌نیوز

    د کابل په اوومه ناحیه کې یو سړک جوړېږي | پوهاوی‌نیوز

    کابل کې د یو سړک جوړلو کارونه شروع شول | پوهاوی‌نیوز

    کابل کې د یو سړک جوړلو کارونه شروع شول | پوهاوی‌نیوز

    • ابادي
    • اقلیمي بدلون
    • ورځنۍ پېښې
  • اسلام
    • All
    • د عالمانو ویناوې
    • لارښوونې
    • معلومات
    د فرعون له ژوند څخه د ۷ حکمتونو زده‌کړه

    د فرعون له ژوند څخه د ۷ حکمتونو زده‌کړه

    بصیرت او د زړه رڼا؛ د سورة الفاطر څو درسونه

    بصیرت او د زړه رڼا؛ د سورة الفاطر څو درسونه

    “قبر شپه – هغه شپه چې هېڅ سهار نه لري”

    “قبر شپه – هغه شپه چې هېڅ سهار نه لري”

    په صحیح بخاري کې د امام قتیبه رحمه الله ونډه

    په صحیح بخاري کې د امام قتیبه رحمه الله ونډه

    مالیزیا کې تر ټولو پخوانی جامع جومات

    مالیزیا کې تر ټولو پخوانی جامع جومات

    د ترکیې «سلیمیه» جومات په ۱۶مه پېړۍ کې جوړ شوی

    د ترکیې «سلیمیه» جومات په ۱۶مه پېړۍ کې جوړ شوی

    لبنان کې «محمد امین جومات» د عثمانیانو دورې په ودانیز طرز جوړ شوی

    لبنان کې «محمد امین جومات» د عثمانیانو دورې په ودانیز طرز جوړ شوی

    د کابل «عبدالرحمن جومات» په کوم کال جوړ شوی؟ دلته یې ولولئ

    د کابل «عبدالرحمن جومات» په کوم کال جوړ شوی؟ دلته یې ولولئ

    فرانسه کې تر ټولو پخوانی جومات کوم دی؟

    فرانسه کې تر ټولو پخوانی جومات کوم دی؟

    • لارښوونې
    • د عالمانو ویناوې
    • معلومات
  • سیاست
    • All
    • تحلیل
    • فکر
    • کالم
    له ۱۷۸۸ – ۱۹۱۹ پورې د انګلیس لخوا افغانستان ته ور اوښتي زیانونه

    له ۱۷۸۸ – ۱۹۱۹ پورې د انګلیس لخوا افغانستان ته ور اوښتي زیانونه

    قوشتپې کانال ولې قزاقستان اندېښمن کړی؟

    قوشتپې کانال ولې قزاقستان اندېښمن کړی؟

    هیڅ فلم چین نشي وېشلای: “د شې‌زَنګ کیسه د نورو نه ده”

    د نړيوال قانون په اړه ارزښتناک کتاب خپور شو

    د نړيوال قانون په اړه ارزښتناک کتاب خپور شو

    د نړۍ روایتونه؛ څوک یې کنټرولوي او څنګه؟

    د نړۍ روایتونه؛ څوک یې کنټرولوي او څنګه؟

    د نړیوالو سیندونو د اوبو جریان او تګلوري اړولو په اړه د نړیوالو قوانینو دریځ

    د نړیوالو سیندونو د اوبو جریان او تګلوري اړولو په اړه د نړیوالو قوانینو دریځ

    ټرمپ او نړیواله سوله

    ټرمپ او نړیواله سوله

    کابل ښار عمودي پراختیا ته اړتیا لري/ محمدنظیم سمون

    کابل ښار عمودي پراختیا ته اړتیا لري/ محمدنظیم سمون

    د نړۍ د ځینو هېوادونو د ولسمشرانو معاش به څو وي؟

    د نړۍ د ځینو هېوادونو د ولسمشرانو معاش به څو وي؟

    • کالم
    • مرکه
    • تحلیل
  • ادبیات
    • All
    • ژبپوهنه
    • کتاب لنډیز
    • کره‌کتنه
    • لیکوالي
    مورنۍ ژبه

    مورنۍ ژبه

    د ادبي دورو د وېشنې میتودلوژي

    د ادبي دورو د وېشنې میتودلوژي

    لیکوالي؛ د افکارو او احساساتو د لېږد وسیله

    لیکوالي؛ د افکارو او احساساتو د لېږد وسیله

    د شاعرۍ درې وجهې/ دوکتور اجمل ښکلی

    د چتي کيسه | دوکتور اجمل ښکلی

    په وینا کې د ګړدود مدیریت

    په وینا کې د ګړدود مدیریت

    د فن او هنر توپیر په څه کې دی؟

    د فن او هنر توپیر په څه کې دی؟

    د غوټۍ کوچنی ټولګی کتاب خپور شو

    د غوټۍ کوچنی ټولګی کتاب خپور شو

    ولې پښتانه لیکوالان د خپل فرهنک او تاریخ د مخالفینو په وړاندې بې پروا دي؟

    ولې پښتانه لیکوالان د خپل فرهنک او تاریخ د مخالفینو په وړاندې بې پروا دي؟

    په لیکنه کې د بې ځایه کلمو د لگښت مخنیوی

    په لیکنه کې د بې ځایه کلمو د لگښت مخنیوی

    • ژبپوهنه
    • کتاب لنډیز
    • کره‌کتنه
    • لیکوالي
  • ژوند
    • All
    • بریالیتوب
    • ټېکنالوژي
    • روغتیا
    • سپورټ
    د عاشقانو وجودونه څه ډول دي؟

    د عاشقانو وجودونه څه ډول دي؟

    د «ام» حیرانوونکې گټې

    د «ام» حیرانوونکې گټې

    د ګرجستان هېواد مشهور سوغات څه شی دی؟

    د ګرجستان هېواد مشهور سوغات څه شی دی؟

    ايا پوهېږئ چې لېمو بدن ته څومره گټور تمامېدای شي؟

    ايا پوهېږئ چې لېمو بدن ته څومره گټور تمامېدای شي؟

    نوې تکنالوژي ناپېژندونکې جعلي ویډیوګانې جوړولی شي

    نوې تکنالوژي ناپېژندونکې جعلي ویډیوګانې جوړولی شي

    ماشومان څه ډول په خبرو کولو ارام کړو؟

    ماشومان څه ډول په خبرو کولو ارام کړو؟

    د مرګ له خولې را ستنېدل

    د مرګ له خولې را ستنېدل

    ماشوم ورسپارل شوي کارونه هېڅکله هم له یاده نه باسي

    ماشوم ورسپارل شوي کارونه هېڅکله هم له یاده نه باسي

    له بهرني سفر مخکې دغه ټکي په پام کې ونیسئ

    له بهرني سفر مخکې دغه ټکي په پام کې ونیسئ

    • ټېکنالوژي
    • روغتیا
    • سپورټ
    • بریالیتوب
  • اقتصاد
  • هنر او څېرې
  • د پوهاوي په اړه
No Result
View All Result
POHAWAI Media
No Result
View All Result
کورپاڼه ادبیات

نازک الملائکه او د عربي ژبې نوى شعر

POHAWAI Media by POHAWAI Media
دسمبر 4, 2024
in ادبیات, کره‌کتنه
1 0
0
نازک الملائکه او د عربي ژبې نوى شعر
0
خپرول
41
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

ګل رحمن رحماني

        په دې وروستیو کې په پښتو ادب کې د نړیوالو ادیبانو او اثارو په تړاو بحثونه او لیکنې د پخوا په پرتله زیاتې شوې، خو بسنه نه کوي، په دې برخه کې لا هم د عربي ژبې د اثارو او ادیبانو برخه خواره ده، په داسې حال کې چې شعر او شاعري مو د مشترکو نظمونو د فورم له اړخه له عربي سره نه شلېدونکې اړیکې لري.                                                                                                                                                        د عربي ژبې معاصره شاعري په شرقي ژبو کې سیاله شاعري بلل کېږي، هم یې دفورم او هم یې د محتوا له مخې د ننۍ نړیوالې شاعري ځانګړتیاوې خپلې کړې دي. د عربي معاصر شعر  نه یوازې چې له خپل لرغوني او کلاسیک پېر سره چې عربي غرور دی، تار نه دی پرېښی، بلکې اوسنی ژوند یې هم په ټولنه مانا په ځان کې را نغاړلی او د عربي طبعیت پټ انځور یې وړاندې کړې دی.

      په پښتو ادب کې  لا د عربي شعر په تړاو معلومات او لیکنې کمې دي،  له خوا که پر دې شعر خبرې کېږي، نو د  الملایکې له یادون پرته به بحث نیمګړی وی. په دې مقاله کې د اغلې الملایکې پر شاعري ، اثارو، د اثارو محتوا  او ښکلاییزو اړخونو بحث شوی او د ځینو شعرونو ژباړې یې هم وړاندې شوې دي.

لنډیز:

     د یوې ژبې د معاصر شعر څېړنه چې له ښکلاییزو او معنوي رنګارنګیو  او مفکورو څخه  مالامال دی، ګران کار دی، سترو بحثونو او  ژورو څېړنو ته اړتیا  لیدل کېږي. ښايي ددې کار د تر سره کولو لپاره د یوې مقالې ځولۍ ډېره تنګه وي ، خو که چېرته د ا موضوع د یوه ځانګړی شاعر له زاویې او لیده وڅېړل شي، نو ممکن لیکوال د ځینو  خبرو  او شننو فرصت پیدا کړي. دا مقاله هم  له همدې لیدلوري لیکل شوې ده.

    د مقالې په لومړۍ برخه کې د الملایکې پر ژوند او اثارو بحث شوی دی، نوموړې عربه شاعره عراقۍ شعیه ده چې په ۲۰۰۷ کال کې په مصر کې  مړه شوې او   شعر ته یې د عربي کلاسیک شعر نه د ښکلي او رنګین بغاوت په سترګه کتل کېږي. په اثارو کې یې منظوم او منثور دواړه اثار شامل دي چې تر ټولو مهم شعر یې کولیرا( وبا) بلل کېږي.

      د ملایکې د شعر په منځپانګه کې تر ډېره د یوه انسان فطري عواطف، هیلې او محرومیتونه انځور شوی چې د ښځې انځور په کې ډېر غالب دی. دا که په شعر کې مينه کوي او مينې ته پناه وړي، نو خپله مينه يې هم يوه داسې ناروغ ته ورته وي چې غم لري او له دې سره د خپلو غمونو د کمولو هيله لري، خو په دې ټولو سره  بس يوازې  خپل رنځونه زياتوي، په دې چې همدا مينه ورته هغه ميوې ته ورته وي چې دا يې د خوړلو اجازه نه لري.

په دې مقاله کې له کلاسیک ادب نه د الملایکې د بغاوت پر لاملونو بحث شوی ، خو په وروستۍ برخه کې يې د عربي شعر  مخینه هم له دې شعر سره د الملایکې د تړاو له مخې څېړل شوې ده.

د څېړنې اهمیت:

        د معاصر عربي شعر په تړاو  ممکن د ډېرو معاصرو شاعرانو شعرونه دڅېړنې وړ وي، خو نازک الملایکه هغه شاعره ده چې د کولیرا(وبا) په شعر سره یې د عربي معاصر شعر کړکۍ پرانېسته او  په خپلو اثارو کې یې پر نني شعر د کلاسیک پېر اغېز مات کړ.

دا تجربه په معاصر پښتو شعر کې هم تکراېدونکې ده،  معاصره پښتو شاعری هم د فورم او هم د محتوا له مخې د نوي والي خواته ځي، خو بلې خواته د کره کتونکو نیوکه دا ده چې شعر مو په یوه ډول له معاصر ژوند سره  هم غاړی نه دی او د نني ژوند روڼ انځور په کې نه لیدل کېږي.

د څېړنې موخې:

  • تر یوه بریده د ادب مینه والو ته د نازک الملایکې ور پېژندل او د عربي نوي شعر په تړاو عمومي معلومات ورکول.
  • په پښتو شعر کې د ښځینه نابو احساساتو  تت انځور چې ټولنیز وضعیت  او د ښځینه شاعرانو  ډار او  دوه زړۍ  پرې  سیوری کړی، پاملرنه اړول چې باید غښتلی او تازه شي.
  • په نړیوال ادب کې د عربي ادبیاتو برخې ته د څېړونکو او د ادب د استادانو پاملرنه اړول، ځکه چې موږ په ادب تاریخ کې لا هم د  هېوادونو  زوړ ادب تاریخ او  کلاسیکې څېرې لولو  او له اوسني وضعیت یې نا خبره یوو.

بنسټیزې پوښتنې:

۱-نازک الملایکه په عربي کې د څه ډول معاصر شعر غوښتونکې وه؟

۲-د الملایکې شعر د عرب مېرمنو په ټولنیزه بیداري کې څومره رول ولوباوه؟

۳-په پښتو معاصر شعر کې د الملایکې د تجربې تکرار څومره مهم دی؟

میتود:

      په دې مقاله کې د څېړنې له کتابتوني او په یوه برخه کې له  مقایسوي( پرتلیز) میتود څخه کار اخیستل شوی دی.

نازک الملائکه او د عربي ژبې نوى شعر

   عربي ژبه د نړۍ يو له ژونديو، غوره او فيصحو  ژبو څخه ده چې غني ادبيات او روڼ تاريخ لري. دغه تاريخ او ارزښت يې اسلام مبارک دين او قرانکريم لا زيات کړى او له مسلمانانو پرته د نورو دينونو پيروان هم پر دې اقرار کوي چې دا ژبه په فصاحت او بلاغت کې سارى نه لري.

   عربي ژبه د عربو د جهالت د مهال شعر او ادبيات هم لري، خو هغه څه چې موږ ورباندې دلته خبرې کول غواړو، هغه د عربي ژبې نوى شعر  او په دې شعر کې د عراقي عربې شاعرې نازک الملائکې  ادبي هڅې او نوې  شاعري ده.

د عربي ژبې او ادب څېړونکي په دې نظر دى چې د عربي شعر له ګڼو لوړو -ژورو  وروسته دوو شاعرانو د عربي ژبې لپاره د نوي شعر د بنسټ ډبره يې اېښې چې يوه يې مېرمن نازک الملائکه او بل هم بدرلاشاکر السياب دى، خو ځينې نور څېړونکي بيا په دې اند دي چې د عربي نوي شعر په بنسټګرو کې عبد الوهاب البياتی هم راځي.(۲۳:۱)

افغان ليکوال ولي الله شاهين چې په عربي ادبياتو کې يې ماسټري اخيستې او د عربي ادب  پراخه مطالعه لري، دې بنسټ ته د يوه درې ګوني مثلث په سترګه ګوري او وايي چې نازک الملايکه – بدر شاکر السياب او عبد الوهاب البياتی هغه مثلث و چې د عربي قصيدې په عروضي ساختمان کې د قافيې او وزن خلاف  يې تفعيلي انقلاب راووست.(۲:۱)

   د ازاد شعر چی عربي كې ورته شعر التفعيلة هم وايي د ظهور بيرغ يې دغي مېرمنې پورته كړ  چی وروسته له يوي  اوونۍ  په همدې نسق باندې د سياب شعر هم راغى، د کوليرا( وبا)  په اړه د نازک قصيده په ۱۹۴۷ مېلادی کال د ډسمبر په لومړۍ نېټه خپره شوه چې کره کتونکي يې د عرب ازاد شعر پيلامه بولي.

   ددې شاعرانو په شعرونو کې راغلې بېلګې داسې دي چې له دوى نه وړاندې د عربي ژبې د شعر په تاريخ او پانګه کې په دې بڼه نه ښکاري، د الملائکې شعري ټولګه(شظايا و رماد) يانی اېرې او بڅرکي او د السياب د شعرونو يوه ټولګه چې ټولټال په کې يو ازاد شعر راغلى، د عربې ژبې څېړونکي يې د خپل معاصر شعر د بنسټ خښتې بولي.

ايرانى ليکوال دوکتور شفيعي کدکني وايي چې د ملائکې او سياب شعرونه هغه مهال چاپ شول چې د عربي نوي شعر له دودېدو نه شاوخوا اتيا کاله تېر شوي وو چې د ققنوس په نامه يادېده چې مانا يې د ښکلي غږ لرونکى مرغه دى.

بله خبره د نورو ژبو له شاعرۍ سره د ملائکې بلدتيا وه. د استاد کدکني په وينا ملائکه په يوه عراقي شعيه کورنۍ کې زېږېدلې او له ايراني فارسي ژبو سره يې هم اړيکې وې، ددې ترڅنګ يې له انګليسي شعر سره يې هم اشنايي درلوده، اروپايي شعرونه يې هم لوستي وو.(۲۳:۷)

 د الملائکې ژوند او اثار

د نازک الملائکې اصلي نوم نازک صادق الملائک دى او د عراق اوسېدونکې ده. ځينې کره کتونکي د هغې مشهور شعر کوليرا (وبا) د عربي ژبې د شعر په تاريخ کې لومړۍ ازاد شعر ګڼل کېږي چې وروسته به ورباندې بحث وشي.

  نوموړې په ١٩٢٣ کال کې د بغداد ښار په عاقوليه سيمه په يوه ادبي کورنۍ کې نړۍ ته سترګې غړولې، پلار يې د عربي ژبې له شعر او ادب سره مينه درلوده، مور يې سلمى عبدالرازق هم د مينه ګرو(عشقي) شعرونو مينه واله وه چې د انشوده المجد( د سرلوړۍ سندره) په نامه يوه شعري ټولګه يې هم  خپره  شوې ده.

نازکه ان له هغه ماشومتوبه غنمرنګه، ډنګره، جدي او با وفا نجلۍ وه چې له مطالعې سره يې زياته مينه درلوده، خو ددې ټولو تر منځ يوه منزوي( له نورو ګوښه) نجلۍ وه او د اوچتې خيال پنځونې او شاعرانه ځانګړتياوو نښې په کې حس کېدې.

نوموړې له منځنيو زده کړو وروسته د بغداد په عالي تحصيلي مرکز کې د عربي ژبې او ادب په برخه کې لوړې زده کړې پيل کړې او د تحصيلاتو له ختمولو وروسته د نورو زده کړو لپاره امريکا ته ولاړه او د امريکا متحده ايالاتو د پرنيسون پوهنتون د انګليسي او تطبيقي ادبياتو په برخه کې محصله شوه.(۲۲:۲)

په امريکا کې د هغې تحصيل ددې سبب شو چې د نړيوالو ادبياتو سره بلده شي او همدا موضوع وروسته ددې پر شعر پر يوه اغېزناکه مسئله بدله شوه.

 له امريکا څخه تر را ستنېدو وروسته په ١٩٥٧ کال کې د بغداد ښوونکو د روزنې په پوهنځي کې د استادې په توګه وټاکل شوه، خو په بيروت کې د دوه کلنې استوګنې لپاره يې عراق پرېښود، وروسته بېرته عراق ته راغله او د بصره او موصل پوهنتونونو کې د عربي ژبې او ادب ښوونکې شوه، وروسته بايد د کويټ پوهنتون ته د تدريس لپاره ولاړه.

  ملائکې  له ١٩٩٠ کال څخه د مرګ تر ورځې په قاهره کې په ګوښه نشينۍ کې ژوند کړى، ناسيوناليست سياسي نظريات يې درلود او شعرونه يې تر ډېره رومانټيک دي، هغه شدت او نرمي چې د شاکر اسياب او عبدالوهاب البياني په شعر کې ليدل کېده، ددې په شعر کې نه وه.(۲۱۲:۶)

نازک الملائکه په ١٩٧٠ کال کې د بعث ګوند له واک ته رسېدو وروسته له خپل خاوند عبدالهادي محبوبه سره له عراق نه کوېټ ولاړه، نوموړې تر ١٩٩٠ کال پورې پر کوېټ د صدام حسين د بريد تر مهاله په کوېټ کې وه.

وروسته له خپلې کورنۍ سره قاهرې ته روانه شوه او د عمر تر پايه هلته وه. بالاخره په ٢٠٠٧ زېږديز کال کې د ٨٥ کلنۍ په عمر له اوږدې عصبي ناروغۍ وروسته وفات او په همغه ښار کې خاورو ته وسپارل شوه.

منظوم او منثور اثار

د الملائکې ټول اثار د درني او سرګردانه احساساتو د بيان روښانه انځورونه دي چې له شعري ټولګو، ادب او کره کتنې څخه عبارت دي. شعري ټولګې يې له:

 ١-عاشقة الليل، چاپ کال 1947زېږديز

 2- شظايا ورماد، چاپ کال 1949 زېږديز

 3- قرار الموجة، چاپ کال 1957 زېږديز
4- شجرة القمر، چاپ کال 1968 زېږديز

 5- مأساة الحياة و اغنية للانسان( 1945-1965 زېږديز)

 6-يغير الوانه البحر، چاپ کال 1977 زېږديز

7- للصلاة و الثورة، چاپ کال 1978 زېږديز

د نثر او کره کتنې کتابونه:
1 -کتاب قضايا الشعر المعاصر، چاپ کال 1962  زېږديز                                                   

          ٢-الصومعة و الشرفة الحمراء ، چاپ کال 1965 زېږديز
٣- سيکولوجية الشعر ، چاپ کال 1993 زېږديز                                                                             

 ٤-التجزيئیّــة فی المجتمع العراقی(کال يې نامعلوم دى)

   د معاصر شعر قضيې اثر يې د ادبي کره کتنې په اړه ليکلى او په کې يې له نوي عربي شعر نه دفاع کړې ده. دا په خپل دې اثر کې نوى عربي شعر کوم بهرنى سبک نه بولي، بلکې ددې په اند د عربي شعر دا روش د عربي شرع د پرمختګ لپاره يوه دروني هڅه ده چې تاريخي بدلونونه او د نوې زمانې پر مسايلو قضاوت کوي.(۲۲۰:۶)

    ددې کتاب په لومړنيو چاپونو کې نازک الملائکې ادعا کوله چې دا د عربي نوي شعر لومړنۍ شاعره ده، خو د کتاب له پنځم چاپ نه وروسته له خپل دې نظر نشته په شا شوه او عراق يې د عربي ازاد شعر د رامنځته کېدو لومړى پنځ ځاى وباله.

دې ددې ترڅنګ په همدې چاپ کې وويل چې ددې د کوليرا( وبا) شعر د عربي ژبې لومړۍ ازاد شعر نه دى، بلکې دا ډول شعر په عربي ژبه کې مخينه لري او ١٩٣٢ مو کلونو ته رسېږي.

د ملائکې د شعر منځپانګه

     که چېرته د الملائکې شعر ته ځغلنده کتنه وکړو، نو داسې به احساس کړو چې شاعر په يوه ځانګړې نړۍ کې له خپل ځان سره ژوند کوي، هغه نړۍ چې د درد، ناهيلۍ، ځور، يواځيتوب، بېوزلۍ او د ژوند په تېرو خاطرو پسې د ځورېدو پر څنډه ولاړه ده.

هغې له شپې سره ځانګړې مينه درلوده او دا خبره يې په خپله يوه شعري ټولګه عاشقه اليل( دشپې مين) کې ثابته کړې ده. دې شاعر د عربو په شعر او ادب کې بدلون راوست او د عربي شعر د فني مخکښې په توګه مطرح شوه.

هغه په احساساتو کې ډوبه ښکاري، په زړه کې يو ورک مکان لټوي، په داسې حال کې چې له خپلې کورنۍ سره يې يو  ځاى ژوند درلود، د شعر په منځپانګه کې يې دا توکي په بيا بيا تکرارېږي او شاعره راته په يوه تلپاتې غم کې ايساره ښکاري.

دا که په شعر کې مينه کوي او مينې ته پناه وړي، نو خپله مينه يې هم يوه داسې ناروغ ته ورته وي چې غم لري او له دې سره د خپلو غمونو د کمولو هيله لري، خو په دې ټولو سره  بس يوازې  خپل رنځونه زياتوي، په دې چې همدا مينه ورته هغه ميوې ته ورته وي چې دا يې د خوړلو اجازه نه لري.(۱۵:۷)

څرنګه چې په اغزي او غمونه شعر کې وايي:

زموږ روزګار څنګه تېر شو

څنګه؟

زموږ د کډواليو، هيلو او غمونو تر څنګ

زما  او ستا زړه له مينې او هيلو ډک شو خو

بيا هم وتوانېدو چې پټ يې کړو

هر څومره مې چې سترګې تاته د مينې خبرې کوي

همدومره ورته د ناکامۍ او جدايى سزا ورکوم…

(۱۲۳:۴)

الملائکه تر ١٩٥٧ کال پورې وړاندې شعرونو کې په خپل ځان او مينه کې ورکه ده، په خيالونو کې خيالونه ګوري، کوښښ کوي چې پر خپل ځان مينه شي، يوازې ځان ته جزا ورکوي او له ځان سره دښمني کوي، ډېر وروسته يې پام کېږي چې له رښتيني نړۍ وړاندې تللې او يوازې د ځان پر وړاندې ولاړه ده.

په همدې کال(١٩٥٧) کال کې تر (( قرارة الموجة )) نامه لاندې شعري ټولګه خپروي، ددې ټولګې له شعرونو ښکاري چې الملائکه په يوه ډول له خپلې شخصي نړۍ وځي او په شرقي ټولنو کې د ښځو ستونزو او محروميتونو انځورولو ته مخه کوي.

مثلا د همدې ټولګې په يوه شعر کې يوه داسې بې کسه يوولس کلنه نجلۍ انځوروي چې نه کور لري نه کورنۍ، شپه ورځ، په کوڅو کې وږې تږې ګرځي، د اوړي ګرمۍ او د ژمي شپې ورځې په سختۍ تېروي.

دا شعر د خپلو دردونو د بيان وسيله بولي چې کولى شي ستونزې، عقدې او محروميتونه انځور کړي. د شعر يوه برخه يې نورو ته بلنه وه چې نور يې په نوي طرز شعر ليکلو ته هڅول چې په دې توګه يې د عربي شعر له کلاسيکو  نظريو سره مبارزه وکړه او د شعري نوى کاروان يې ګړندۍ کړ.(۱۳۸:۳)

نوموړې خپل لومړنى شعر په ١٩٤٥م کال کې ويلى چې د ادب تاريخ ليکونکو يې د بيتونو شمېر ١٢٠٠ ښودلى دى.

 دې شعر ته شاعرانو (مأساة الحياة) نوم ورکړ چې موضوع  يې زموږ  ژوند او مرګ او ورسره تړلي اسرار دي، شاعرې په دې شعر کې په دې اړه خپله ناهيلي او  د بدبينۍ احساس څرګند کړى چې ولې زموږ ټول ژوند غم او مرګ د بشري بدبختيو تر ټولو لوړه څوکه ده، خو تر څنګ يې د دويمې نړيوالې جګړې له وحشتونو، ويجاړيو او ناوړه پايلو ګيله کوي او ټولو ته د سولې او پخلاينې بلنه ورکوي

دا د انسانانو د ټولنيز ژوند، غوښتنو او نېکمرغيو خبرې کوي، خو په پاى کې بيا هم له خپل زړه خوړلو او درد سره مخ وي، ځکه چې د ځمکې پر مخ نېکمرغي نه مومي.

ولي الله شاهين د ملائکې په شعرونو کې د ښځينه ښکلا او غرور ستاينه هم د پام وړ بولي او  په دې نظر دى چې  نازک الملائکې د شعر په نوې ښکلا کې هغه  ښځنينه  کردار  و چې د لومړي ځل لپاره يی د نارينه وو څخه د رهبرۍ بيرغ واخيست او د ژوند تر پايه يې په اوږه و،  په ازاد شعر کې د نازک الملايکې بنسټيز رول د هغه چا لپاره چی د ادب او نقد د تاريخ لوستونکی وي، د پام وړ رول دى چی د نازک نه غير نيمګړى دى.(۱۸:۷)

 بله دا چې هغې تلپاتې شعرونه وليکل ، په دې مانا چې ددې د زمانې له تېرېدو او مړينې وروسته هم ژوندي پاتې شول،  نو ځکه ويلى شو  چې نازک له عيبونو د پاک  نوښت سرلارې ده، د نازک (وبا) قصيدې نږدې اويا کاله وروسته هم خپل محبوبيت له لاسه نه دى ورکړى.

   په ټوله کې ويلى شو چې  ملائکه روان، روښانه او له هر ډول غوټې پاک شعر ليکي، له رومانټيک اړخه د انګليسي ژبو شاعرانو شيلي او وليتکس شعرونو ته ورته دي چې نه يوازې هغوى يې منلي، بلکه ددې شاعرانو ګڼ شعرونه يې هم عربي ته ژباړلې دي.

د عربي نوي شعر څپې له انحراف سره مخې وي، له ګواښونو او خنډونو سره مخ و، نو ممکن همدا ټکى ددې لامل شوى وي چې ملائکه هم په اويايمې ميلادي لسيزه کې د سياسي موضوعاتو په اړه شعر ليکلو ته مخه کړي.
د هغې د شعر تر ټولو اوچته ځانګړنه ژور احساسات او دردونه دي، هغه د شپې او درد همرازه شاعره ده، هغه په هديره کې سرګردانه ګرحي، شپې ته د يوه دوست، غم ته د يوه ملګري او مرګ ته د خپل پناه ځاى په سترګه ګوري، شعر يې له غم او ناهيلو ډک دى.(۶۲:۲)

د يوه شعر څو بېلګې يې له ژباړې سره وړاندې کوو، د شعر ژباړه ګرانه ده، که څه ستونزه ولري، نو لوستونکې دې راته بښنه کوي.


 فَوَداعاً يا كلُّ ما فی الوجود الــعبقریِّ العميقِ من آهاتٍ 

اې زما اوښکو او اندېښنو! تر څو چې په دې نړۍ کې ياست، ښکلى ژوند کوم او له تاسې سره به مينه ولرم.
 كنتُ فی قلبی الخيالی مآساهُ و آنتِ الغداه سرُّ حياتی 

نو تاسې هم تر هغو پورې چې زه په دې نړۍ کې ژوند کوم او تر هغو چې له عالمه د خپل سفر بار تړم، زما ملتيا وکړئ.
 سوفَ اهواكِ يا دمُوعی واحزانی فی ما عِشتُ فی الوجودِ الجميلِ 

خو اې زما ژونده، ته هم په دې نيمه خاورينه  کُره داسې تېر شه چې حالات يې غواړي.
 فاصحَينیِ إذا آنا عشتُ فی العالمِ آوحانَ عن ثراهُ رحيلی 

اې ژونده! بادبانونه دې پرانېزه او روان شه، د سندرو په څېر سندرې ووايه.
اُنشُری ذلك الشراع وسيری وتغنّی ما شاءتِ الآلحانُ. 
 په نيم کښو سترګو  موسکا وکړه او د مخه ښې سندره ووايه.

 (۲۲۷:۶)

ملائکه او له کلاسيک ادب بغاوت

     د ژبې کلاسيک او معاصر ادبيات د واړه د ژبې لپاره ارزښت لري، خو که چېرته له يوې مخې ځان کلاسليک کړو او يا له يوې مخې له معاصرې ادبي تيورى منکر شو، نو دا کار منطقي نه دى، د معاصرې ادبي تيوري رامنځته کوونکي بايد خپل کلاسيک پير خامخا په نظر کې ولري.

    عربي هېوادونه د اوسني عصر په اوږدو کې د خپل ادبي، ټولنيز او سياسي ژوند د اوښتون او بدلونونو له بېلابېلو ټکانونو سره مخ دي، خو ادب او په ځانګړي ډول شعر چې د خلکو  د فکري او فرهنګي ژوند مهم عنصر دى،  له دې بدلونونو زيات متاثر شوى، ياني دې بدلون د معاني، وزنونو او قافيې له اړخه بله بڼه ورکړې.

    د هغې د شعرونو لومړۍ ټولګه چې په ١٩٤٧ کال کې د عاشعه لليل يا د شپې مين په نامه خپره شوه او دا هغه کال و چې د ازاد شعر يا کوليرا(وبا) د شهر بهير پيل شو.

له دې وروسته يې په ١٩٤٩ کال کې په خپله دويمه شعري ټولګه( شظايا و رماد) چې په پښتو کې ورته بڅرکي او اېرې ويلى شو، خپور شو چې د ازاد شعر له بهير سره يې د يو ځاى کېدو لپاره عمومي بلنه اعلان کړه. دا خپله ددې ټولګې په مقدمه کې وايي: زما په نظر د عربو ننى شعر د يوه کورني بدلون او توپان پر درشل کې دى، له تېرو بېلګو به څه راپاتې نه شي، د ټولو تېرو  وزنونو ، قافيو، بېلګو او مکتبونو بڼې د لړزې او اوښتو په حال کې دي. (۵۵:۲)

   د عربي شعر په دې بدلون کې تر ټولو ستر بدلون او ټکان هغه خوځښت ورکړ چې سر لارې او اعلانوونکې يې عراقي شاعره الملائکه وه، خو د شعر په اړه د هغې نظريات او قواعد له تاريخي اړخه لومړني هغه نه وو او نه دا د عربي لومړنۍ ازاد شعر شاعره وه.


     ياني له تاريخ اړخه که څېړنه وشي، نو املائکه د عرب ازاد شعر لومړنۍ مدعي نه ده، بلکې د بدرشاکر السياب، عبدالوهاب بياتي او بلند الحيدري او  څېرې هم شته چې د ازاد شعر په وزن يې شعرونه ويلي دي، خو دې شعر ته د رابلنې او عامېدو يا په بله اصطلاح د تفسير په برخه کې د هغې فني او غښتلي نقدونه د ځانګړې يادونې وړ دي.

     نازک الملائکه د عربي معاصر شعر لومړنۍ ښځينه شاعره ده چې د کلاسيکو عروضو کړۍ يې ماته کړه په ازادو عروضو کې يې شعرونه وليکل، دا چې په ادب کې داسې ستر بغاوت پوهه او زړه غواړي، نو ويلى شو چې ملائکې د خپلې ژبې  او غربي ادبياتو تر څنګ په ځانګړي ډول د انګليسي ژبې د پراخې مطالعې په سبب دا پوهه او جرئت تر لاسه کړى و.

کره کتونکى او ليکوال ولي الله شاهين وايي په زاړه سومري معبد کې د مينې دغه کاهنه نازک الملائكة داسې را څرګنده شوه لکه د خليلي عروضو او د شعر زوړ کالبوت کې چې د نوي روح پوکولو لپاره د شعر پيريانو را استولي وي.

وبا؛ هغه قصيده چې د عربي شعر پاڼه يې واړوله

    د يوه شعر د ليکلو لپاره د شاعر دروني وضعيت او چاپيريال ډېر مهم دى او د شعر په پنځولو کې اغېز لري. د نازک الملائکې د (وبا) قصيده چې وړاندې مو ورڅخه يادونه وکړه، د عربي نوي شعر په پيل کې که لومړنۍ نه ده، نو ترې مخکې غوره بېلګه هم نشته.(۱۴:۷)

دا قصيده داسې مهال ليکل شوې چې شاعره يې خپله په قاهره کې له يوې له خپل وطن نه کډواله وه او له بلې خوا يې له مرګونې ناروغۍ سره په سختۍ شپې ورځې تېرولې.

له بلې خوا په ١٩٤٧ کال کې په قاهره کې وبا ناروغي خوره شوه چې په پراخه کچه مخ پر خپرېدو وه، په کمه موده کې يې د ګڼو مصريانو ژوند واخيست او دې حالت د شاعر غوندې پر يوه حساس موجود خامخا ژوره اغېزه کوله.

ملائکې د خپل دې شعر په اړه ويلي چې په ډېره کم او لنډ وخت کې يې ليکلى، ويلى شي چې ممکن له يوه ساعته يې کم وخت نيولى وي، د قصيدي منځپانګه لکه څرنګه يې چې له نومه ښکاري ددې نارورين په اړه د هغې ژور درد انځوروي.دا قصيده ډېره ترخه او دتياره او يخو مضامينو لرونکې ده.

قصيده په ((سكَن الليلُ. أصغِ إلى وَقْع صَدَى الأنَّاتْ… ، ياني شپه غلې شوه! اوس نو د درد او فريادونو سندرې ته غوږ ونيسه…   پيلېږي، قصيده د ١٩٤٧ کال د دسمبر په لومړۍ نېټه د بيروت په العروبه مجله کې چاپ شوه. له دې شعر او چاپ وروسته يې د عربي سنتي شعر د پلويانو او هغوى تر منځ جګړې پيل شوې چې د نوي او ازاد عربي شعر لپاره يې هڅې کولې.  

   دا لو مړۍ قصيده وه چي د عربي نوي شعر د زېږون  نېټه يې ثبت  کړه . مهمه نده چې په تاريخي نېټه تړلي مخکښي همېش معيار اوسي، نازک خپله وايي چی دا لومړۍ مېرمن نده چې ازاد شعر يی ليکلی.(۱۴۵:۶)

   ولي الله شاهين په دې نظ دى چې له دې څخه تر مخه مصر کی بديع حقي ـ لويس عوض او علي احمد باکثير ازاد شعرونه ليکلي، تر دې وروسته بيا سمتی دعوي  د ريادت او مخکښي شروع شوې، لبنانيانو به ويل چی جبران خليل جبران لومړى کس و چې آزاد شعر يی وويلو، خو د نازک په اند لومړى کس چی شعري قواعد يې مات او ازاد شعر يی وويلو، هغه احمد مطلوب و چې په ۱۹۲۱ كې يې لومړۍ آزاده قصيده وويله.(۴:۷)

 احمد مطلوب يو عراقي شاعر دى،  د دغې شعری انقلاب د مشرتابه وړتيا تر ډېره حده په مشخص تاريخ پورې نده تړلي، ولي د سبک – فکر – د مالوف خلاف ودرېدل، د سختيو ګالل او نوي فکر ته لاره هوارول،  پدې اړه  مهم ټکي دي چی نازک دغې ټولو ته وفاداره پاتې او د ژوند تر پايه يی د دې هدف د لاسته راوړلو لپاره مبارزه وکړه.

 د عربي شعر مخينه او الملائکه

    الملائکې په خپله يوه مرکه کې ويل:((زه لومړنۍ شاعره وه م چې په عربي ژبه مې نوى شعر د ١٩٤٧ کال د نومبر مياشتې په ٢٧مه نېټه د بيروت په يوه عربي ژبې مجله(العروبه) کې چاپ کړ، زما له دې شعر نه وروسته زما د همعصره شاعر بدالشاکر السياب شعري ټولګه( مړاوي ګلونه) چاپ شوه چې يوازې يو ازاد شعر په کې و.

   د عربي نړۍ يو بل نوماند شاعر نزار قباني په (زما کيسه او شعر) کتاب کې ليکي چې د شعر سنتي يا دوديزه بڼه چې د جهالت له دورې نه زموږ پر لور را روانه وه، تر شلمې پېړۍ يې مزل وکړ او د يوې زياتې مودې لپاره يې په حرکت کې څه بدلون را ښکار نه شو.

د شعر دا کاروان د بغداد، قاهرې، دمشق او بيروت له تمځايونو تېر شو، هلته هڅې وشوې او  دده پر وينا د “شيطان زامنو ” پرې بريدونه وکړل چې د سنتي شعر دا کاروان تم کړي او لورى يې بد کړي، خو په بشپړه توګه ددې کاروان تم کول هغه هم د عثماني زړو ټوپکو تر سيوري لاندې څه اسانه کار نه و، خو بيا هم ځينې زړور خلک و چې ددې شعر مخه يې ډب کړه.(۲۷:۱)

     قباني بالاخره دې پايلې ته رسېږي چې دا څه ګټه نه لري چې شاعران په خپل منځ کې په دې اړه دعوه وکړه چې څوک د لومړي ځل لپاره له دې شعر سره ملګرى شوى او نوم يې بايد لومړى شاعر وليکل شي او يايې کره وخت وټاکل شي. دى په شعر کې نوښت د لامبو د سيالۍ قواعد نه بولي، دى نوښت ته د حامله ګۍ او زېږون په سترګه ګوري چې د زماني لاملونو او پخوانيو چمتو والو تابع وي.

     دی زياتوي، دا به مناسبه نه وي چې د لسګونو هغو زړورو شاعرانو نومونه بايد  د انقلابي او نوښتګرو شاعرانو له لړليک نه وباسو چې له ١٩٥٢ زېږديز کال راهيسې يې د عربي شعر پر ستومانه کاروان د بريدونو تقشې اېستلې وې، که څه هم تاريخ او ټولنيز وضعيت هغوى دې ته پرېنښودل چې په دې کاروان د خپلو بريدونو نقشې پلي کړي.

     د ايران د  ازاد علمي پوهنتون استاد رضا افضلي په دې نظر دى چې عربي هېوادونه يا عربي نړۍ، زموږ  د ځمکې  يوه داسې برخه ده چې شاعران په کې زيات دي او ښه شاعران په کې نړۍ ته راغلي، د دوى د بريا يو لامل دادى چې ډېره راحت او فصيحه ژبي او د خپل زړه خبلې په ډېره اسانۍ او برياليتوب سره خپل مخاطب ته رسولى شي.(۴۳:۶)

    همدا اوس د عربو شاعرانو د غزل شپې يا مشاعرې ډېرې نوماندې او بې ساري دي، سره ددې چې ګڼ مينه يا مخاطبان لري، خو ځينې شاعران يې بيا په دې فيصحه ژبه هم  مبهمه شاعري کوي، د ژبې ډېره سوچه او پېچلې( افراطي) بڼه کاروي، ولې بيا هم ددې خبرې کول اړين دي چې د دوى اکثريت په ژبه کې افراطيت نه کوي او شعر ته يې منځنۍ ژبه غوره کړې ده، خو ټولو ته عام فهمه وي.

   سره ددې چې اوسمهال عرب شاعران د قياس په مقام کې د کيفي او کمي اړخه د نورو ژبو په ځانګړي ډول له ګاونډيو غير عرب هېوادونو  له شاعرانو په خپله ټولنه کې زيات مطرح دي

   د عربي ژبې بل کلاسيک شاعر ادونيس چې د علي احمد سعيد مستعار نوم دى، د عربي ژبې د شعر پياوړې څېره بلل کېږي او نړيوال شهرت يې ګټلى دى. ده د عربي ژبې د کلاسيک او معاصر شعر ژوره مطالعه کړې او دده په څېر يې مېرمن ډاکټر خالده سعيد هم د عربي ژبو او ادبياتو تکړه کره کتونکې ده.

ادونيس کلونه کلونه د لبنان پوهنتون په ادبياتو پوهنځي کې تدريس کړى، ده خپل د دوکتورا تيزس هم د( ثابت او متحول) په نامه ليکلى چې په کې د اسلامي فکر او فرهنګ د ثابت او متحولو بهيرونو په اړه بحثونه شوي، خو ځکه ويلى شو چې ده د عرب شعر تېر او اوس هم ښه مطالعه کړى دى.(۱۴۴:۶)

   دى پر ادبياتو پوه او پر ژبه مسلط شاعر دى، په شعر کې يې قوي او غښتلي نظريات وړاندې ګړي، خو د شعر په سمون کې ډېر کره دى، يا په بله اصطلاح وسواس اخيستى وي، هڅه کوي چې شعرونه يې لنډ کړي، په شعر کې په ښکاره او سياسي نيوکو کرښه را کاږي.

    ادونيس بيا په شعر کې د نوښت لپاره پولې او کرښې نه مني او نه يې پېژني، دى غواړي چې د څيزونو نقشې يا بڼې ته بدلون ورکړي او د کره کتونکو په وينا چې د هغه لپاره شعر د ځکمې د بڼې بدلول دي، نو ځکه خو دده په اړه ويل کېږي چې په ذهن يې يواځې د مډرنېزم سيورى خپور دى.

ده په خپلو شعرونو کې ډېر ځله د قراني اياتونو بېلګې راوړې، په همدې ډول د اسلامي عرفان د سترو څېرو او مشرانو له ويناوو څخه يې ګټه اخيستې، خو ددې تر څنګ د لولډرين او  ريکه په څېر غربي مډرنيستانو نظريات هم له پامه نه غورځوي.

اډونيس سره ددې چې په عربي ژبه کې د ازاد شعر معيارونه په پام کې نيسي، خو وروسته وروسته يې په خپلو شعرونو کې له وزن او قافيې سره بيخي مخه ښه کړې او نثري شعرونه ليکي چې غوره بېلګه يې د(مهيار الدمشقي سردونه) اثر دى.

   بله مهمه خبره د عربي ژبې پر اوسني او نوي شعر خوځښت د انګريز شاعر او کره کتونکي ټي اېس اېلټ د (بې حاصله ځمکه) کتاب اغېز دى چې د ادونيس تر څنګ يې په بدرشاکر السياب او نورو شاعرانو هم اغېز کړى دى. (۵:۲۳۰)

نزار قباني وايي کلونه کېږي چې منثور شعر د شعر په کتاب کې د اصلي غړي ځاى نيولى، همدا لامل چې ده په خپلو ګڼو شعرونو ټولګو کې له دې شعري سبک کار اخيستى  او کوښښ يې کړى چې په خپله هره نوي شعري ټولګه کې تر وروستۍ ټولګې بدلې خبرې وکړي او خپلې شاعرانه لارې او ژبې ته بدلون ورکړي.

ددې ټولو خبرو په پايله کې بايد وويل شي چې الملائکې د خپل ادبي ژوند په اوږدو کې هم د خپلو شعرونو او هم د خپلو نقدونو له لارې د يوې حساسې ښځينه شاعرې په توګه  تر نورو همصرو عرب شاعرانو نوي عربي شعر ته ډېر څه ورکړي او نوې لارې يې خلاصې کړې دي.

د عربي شعر چې د فصاحت او بلاغت تر څنګ د عروضو کلک دېوالونو را تاو وو او ګڼو شرقي ژبو هم ترې د شعري صنفونو په برخه کې پېروي کوله، نو ډېره ګرانه وه چې داسې يو بغاوت دې وشي چې ازاد شعر ته لار خلاصه کړي، خو دې مېرمنې دا همت او بغات وکړ او نن يې بايد اوسني عرب شاعران په ځانګړي ډول ځوانان منندوى وي.

وړاندیزونه:

۱-د ادبیاتو پوهنځيو د پښتو ادب څانګو کې دې ته اړتیا لیدل کېږي چې د نړۍ ادب مضمون کېد  معاصر عرب شعر  او شاعرانو په تړاو تازه معلومات او بحثونه ځای پر ځای شي.

۲-تر دې دمه په پښتو ادب کې  د عربي شعر او د شعر و ادب په تړاو د  لیکل شوو اثارو په باب ژباړې خورا کمې دي، یوازې  د نزار قباني د شعرونو ځینې برخې موجودې دي. د لبناني  شاعر جبران خلیل ځينې اثار هم شته چې ډېری یې له انګریزې ژباړې راغلي دي، اړتیا ده چې دا برخه غني شي.

۳-ممکن د بېلابېلو هېوادونو په معاصرو شعرونو کې د فکر له اړخه ځينې داسې مسایل وي چې لا هم زموږ په هېواد او ادب کې د زغم وړ نه دی،  نو اړینه ده چې د شاعر شخصیت د هغوی له ادب څخه جلا وڅېړل شي.

سرچينې

۱-العبد، الدکتور عبدالحليم.(٢٠٠٦م). تاريخ الادب العربي، مرکز اللغات و الترجمه –اکاديمه الفنون .

۲- پسرلی، اجمل. (۱۳۹۵لمریز). د عربي ژبې اوسنی شعر، مومند خپرندویه ټولنه: ننګرهار.

۳- رحماني.  ګل رحمن .(۱۳۹۴ لمریز). زرلټون، مومند خپرندویه ټولنه: ننګرهار.

۴- ضيف، احمد شوقي .(٢٠١٠ نومبر). تاريخ الأدب العربي العصر الجاهلي. بغداد. الناشر درالمعارف.

۵- ښکلی. اجمل.(۱۳۹۶ لمریز). ادبستان، مومند خپرویه ټولنه: ننګرهار.

۶-مسبوق، دوکتور مهدي او دوکتور مصطفى جوانرودي، تاريخ الادب العربي من سقوط بغداد الى العصر المعاصر، پيام نور پوهنتون(تهران)، د عربي ژبې او ادب پوهنځى.

۷-عربي ژبې او ادبياتو له ماسټر ولي الله شاهين سره زما مرکه او له دوکتور شفيعي کدکني او نزار قباني بېلابېلې ادبي مرکې.

ټګونه: ادبیات او شاعريرحمانيشاعريکره‌کتنه
ShareTweet
POHAWAI Media

POHAWAI Media

پوهاوی‌ مېډیا د افغانستان، سیمې او نړۍ د روانو چارو کره پوښښ کوي او هم د ځانګړو موضوعاتو په اړه راپورونه او شننې وړاندې کوي. زموږ ټیم څېړنیز ژورنالېزم ته ژمن دی او د افغان ولس د افکارو تنویر مو سپېڅلې دنده ده.

    • Trending
    • Comments
    • وروستی
    د اولاد په روزنه کې د ګرانښت اظهار باید څه ډول وي؟

    د اولاد په روزنه کې د ګرانښت اظهار باید څه ډول وي؟

    نوومبر 7, 2024
    قوشتپې کانال ولې قزاقستان اندېښمن کړی؟

    قوشتپې کانال ولې قزاقستان اندېښمن کړی؟

    مې 21, 2025
    له ډېرو ماتو وروسته/ امرالله مېړنی

    له ډېرو ماتو وروسته/ امرالله مېړنی

    سپتمبر 20, 2024
    د موټروانۍ پر مهال نه‌غوسه کېدل مو ژوند ژغوري

    د موټروانۍ پر مهال نه‌غوسه کېدل مو ژوند ژغوري

    نوومبر 6, 2024
    څنګه جذاب شخصيت ولرو؟/ لیکوال: نسیم ځواک

    څنګه جذاب شخصيت ولرو؟/ لیکوال: نسیم ځواک

    0
    ښوونه روزنه او سوریالیزم/ لیکواله: مرسل امیري

    ښوونه روزنه او سوریالیزم/ لیکواله: مرسل امیري

    0
    د زېړي نړیواله ورځ؛ تور زېړی ولې د خپرېدو په حال کې دی؟

    د زېړي نړیواله ورځ؛ تور زېړی ولې د خپرېدو په حال کې دی؟

    0
    د اولمپیک نړیوالې کمیټې له سویلي کوريا بښنه وغوښته

    د اولمپیک نړیوالې کمیټې له سویلي کوريا بښنه وغوښته

    0
    مورنۍ ژبه

    مورنۍ ژبه

    جون 11, 2025
    د عاشقانو وجودونه څه ډول دي؟

    د عاشقانو وجودونه څه ډول دي؟

    جون 4, 2025
    استاد غضنفر

    استاد غضنفر

    جون 4, 2025
    د فرعون له ژوند څخه د ۷ حکمتونو زده‌کړه

    د فرعون له ژوند څخه د ۷ حکمتونو زده‌کړه

    جون 1, 2025

    وروستي خپاره شوي

    مورنۍ ژبه

    مورنۍ ژبه

    جون 11, 2025
    د عاشقانو وجودونه څه ډول دي؟

    د عاشقانو وجودونه څه ډول دي؟

    جون 4, 2025

    پوهاوی‌ مېډیا د افغانستان، سیمې او نړۍ د روانو چارو کره پوښښ کوي او هم د ځانګړو موضوعاتو په اړه راپورونه او شننې وړاندې کوي.
    زموږ ټیم څېړنیز ژورنالېزم ته ژمن دی او د افغان ولس د افکارو تنویر مو سپېڅلې دنده ده.

    Welcome Back!

    Login to your account below

    Forgotten Password?

    Retrieve your password

    Please enter your username or email address to reset your password.

    Log In

    Add New Playlist

    No Result
    View All Result
    •  
    • خبرونه
      • ابادي
      • اقلیمي بدلون
      • ورځنۍ پېښې
    • اسلام
      • لارښوونې
      • د عالمانو ویناوې
      • معلومات
    • سیاست
      • کالم
      • مرکه
      • تحلیل
    • ادبیات
      • ژبپوهنه
      • کتاب لنډیز
      • کره‌کتنه
      • لیکوالي
    • ژوند
      • ټېکنالوژي
      • روغتیا
      • سپورټ
      • بریالیتوب
    • اقتصاد
    • هنر او څېرې
    • د پوهاوي په اړه

    Designed and Developed By iCode Software Company © 2024 Pohawai Media. All rights reserved