لیکوال: حمیدالله حمیدي
باور د ملغلرې اب دی، که یو ځل له منځه ولاړ شي، بیا نه تر لاسه کېږي. بل ځای وایي، هر څه پخېږي، خو انسان چې کله خام شي بیا نه پخېږي. باور سخت ترلاسه کېدای شي، خو په یوه شېبه کې له منځه تلای شي. بې باوره انسان په هېڅ ځای کې د پښې ځای نه لري، ډېر ژر پېژندل کېږي او د خلکو لخوا رټل کېږي. باور تر لاسه کول په ټوله کې یو سخت کار دی، خو که یو ځل د چا راز بربنډ کړئ، بیا نو ډېره سخته ده چې څوک دویم ځلي در باندې باور وکړي. (ازموده را ازمودن خطا است) کېدای شي تاسو هم تر اوسه پورې له یوې داسې پېښې سره مخ شوي یاست، چې د چار راز درنه ویل شوی وي او یا ستاسو راز بل چا افشا کړی وي، په دواړو حالتو کې انسان له خپګان او د وجدان له عذابه کړېږي. د دې لپاره چې پوه شئ، څه ډول راز ساتونکي اوسئ لومړی باید راز و پېژنئ
هر هغه معلومات چې غواړو له نورو یې پټ وساتو (راز) بلل کېږي.
راز او رواني دروند والی یې
راز که په هر ډول وي، په خپل ذات کې یو رواني بار او دروند والی لري. پر دې باید ځان پوه کړئ، چې نور څومره پوهېږئ او ایا د دې اړتیا شته، تر څو پر هغه څه چې تاسو خبر یاست دوی هم خبر کړئ ؟. که پوه شوئ، چې پایې به یې خطر ناکې وي، نو هغه ده چې دغه رواني بوج کمېږي. دغه پټې خبرې مقابل اړخ تاسو ته ددې لپاره کوي، چې د یوه ښه او باوري ملګري په توګه مو پېژني.
ښه خبرونه له هڅو سره سره هم نه شي پټېدای، خو رازونه، چې پوهېږو ویل یې د ګټې پر ځای زیان اړوي ان کله کله د نورو لویو پېښو لامل کېږي پټ ساتل یې ګټور دي. مخکې له دې چې پټه خبره بربنډه کړئ، له ځان سره فکر وکړئ پر هغه څه چې زه پوهېږم که نور هم پوه او خبر شي کومې پایلې لرلی شي.
دا مه هېروئ، چې راز ساتل تر هر څه مهم دي، ساتل یې د یوه بل انسان ژوند او سخصیت ساتلی شي، خو پاش کول یې کېدای شي د مقابل کس د تباهۍ لامل شي. پام مو وي، هغه کسان چې په ورځني ژوند کې یې سرو کار له دروغو سره وي، راز نه شي ساتلی، ځکه د روغجن بدني ژبه خپله د روغو ښکارندویي کوي، نو کله چې یو چاته دروغ ویل عیب نه وي، راز ویل خو بخي ورته عیب نه ښکاري. د ټولو تر مخه باید خپل ملګری په ټوله مانا و پېژندل شي او تر هغه وروسته ور سره د زړه خواله وشي.
ریښتیني ملګري هېڅکله د خپل بل ملګري راز نه افشا کوي او د ځان د رازونو په سترګه ورته ګوري. هڅه وکړئ، په خپل ژوند کې محدود داسې کسان د هغه ملګرو په توګه غوره کړئ، چې پوهېږئ راز مو ساتلی شي. کله چې پوه شئ، ملګری مو باوري دی او ستاسو پټې خبرې د یوه ارزښت په توګه له ځان سره ساتي او افشا کوي یې نه، پر له پسې ورته د راز ساتلو په اړه ټینګار مه کوئ. ځکه دغه څه مقابل اړخ ته ددې احساس ورکوي، چې لاهم ور باندې باور نه لرئ. که ملګري او دوستۍ ډېره سره نېږدې وي، نو ارو مرو مقابل اړخ هم د ځان په اړه له هغه څه پورده پورته کوي، چې له دې وړاندې یې بل چاته نه وي ویلي.
یادونه: کېدای شي په ژوند کې له ډېرو داسې پېښو سره مخ شئ، چې له تاسو پرته نور څوک ترې خبر نه وي، هڅه وکړئ له ځان سره یې وساتئ. په دې سره به تاسو له یوې خوا له سخنچینۍ څخه ځان ژغورلی وي او له بلې خوا به مو د یوه انسان زړه لاسته راوړی وي. په دري ژبه کې یو شعر دی« دل به دست آور که حجِ اکبر است از هزاران کعبه یک دل بهتر است»
خدای پاک فرمایي، د خلکو پرده وکړئ تر څو زه ستاسو پرده وکړم.