ژباړه: ګلثوم محمدي
روښانه، پاک او سالم وېښتان د ښکلا يوه مهمه ځانگړنه ده، چې نن سبا هره ښځينه او نارينه ورته پاملرنه کوي. يو له هغو ستونزو څخه چې کولای شي د وېښتانو پر روغتيا اغېز وکړي، موخوره ده. دا زيان هغه لایه چې د وېښتانو څخه ساتنه کوي له منځه وړي او د وېښتانو د څو ښاخه کېدو لامل کېږي.
له موږ سره اوسئ تر څو په دې اړه نور هم پوه شئ.
څه شی د وېښتانو د خرابېدو (موخوره) لامل کېږي؟
د وېښتانو خرابېدو يا موخوره دا هغه زيان دی، چې پکې ستاسو د وېښتانو لاندنۍ برخې خرابېږي چې بیا دا خرابي تر رېښو پورې ځان رسوي او د وېښتانو د ودې مخه نيسي او په پايله کې د وېښتانو د روښانتيا، تازه والی او ښکلا له منځه ځي. ښايي تاسو ته دا پوښتنه هم پيدا وشي، چې ولې وېښتان خرابېږي او لامل يې څه دي؟ د دې حالت اصلي لامل د وېښتانو وچوالي دي. په عمومي توگه، ځينې نور موارد چې د وېښتانو د خرابېدو يا هم د موخوره لامل کېږي عبارت دې له:
رنگونه او کيمياوي توکي: د وېښتانو دوامداره رنگ کول، د وېښتانو د حالت ورکول لپاره له تافت او نور کيمياوي توکو څخه ډېر کارول چې د وېښتانو د رېښې د ضعيف کېدو لامل کېږي.
د وېښتانو ناسم مينځل: که تاسو هر ورځ خپل وېښتان په مينځونکو توکو ومينځئ، د وېښتانو رېښه يا هم ساقه وچ کېږي او ژر خرابېږي. همدارنگه ځينې خلک نه پوهېږي چې څنگه خپل وېښتان ومينځي. خپل وېښتان د مينځلو په وخت کلک نيسي چې وېښتانو ته زيان رسوي.
د وېښتانو غلط وچول: د وېښتانو د وچولو لپاره په دوامداره توگه له حرارتي وسايلو څخه کارول لکه (اتوی مو) او (سشوار) چې د وېښتانو د رطوبت او د ډېر وچوالی لامل کېږي. چې دا د وېښتانو د خرابېدو (موخوره) اصلي لامل گڼل کېږي. ځينې نور لاملونه هم شته چې د وېښتانو د خرابېدو لامل کېږي لکه په ناسمه توگه د وېښتانو ږمنځ کول، نا مناسبه شامپو کارول، د چاپېريال ککړتيا او د لمر وړانگې او له کيمياوي توکو سره مستقيمه تماس…
د کوم ويټامين کمښت د وېښتانو د خرابېدو لامل کېږي؟
د ويټامين D له مهمو ځانگړتياوو څخه د وېښتانو نرمښت، تازه والی او طراوت دي. د دې ويټامين کمښت د وېښتانو د وچوالي او د رېښو د ضعيف کېدو لامل کېږي.























































