ژباړه: حامد بهیر
۱. هیڅ شی دایمي نه دي؛ هره شپه تیاره وي خو راتلونکې ورځ لمر خپلې وړانګې غوړوي.
۲. زموږ ټپونه زموږ د ڪمزورۍ نه بلکې د ځواک نښه ده؛ زیاتره خلک فکر کوي چې بدې تجربې ورته زیان رسوي خو رښتیا دا دي چې هغه ځواکمن کوي.
۳. هغه وخت چې نور منفي فکر کوي زه کولائ شم مثبت پاتې شم؛ بعضې وختونه په ژوند کې خلک هڅه کوي تر څو تاسې ټیټ راولي خو تاسې باید غوږ ورته ونه نیسئ.
۴. له کړاوونو تېرېدل ماته نوره پوهه هم راکوي؛ هره دردمنه تجربه هغه درس دی چې زه یې باید زده کړم.
۵. کله چې موږ د ستونزو په حالت کې وو، مخ په وړاندې حرکت کوو؛ ستونزې له تاسې سره مرسته کوي چې په ژوند کې پرمختګ وکړو تر څو حقیقي خوښۍ ته لاس رسی پیدا کړو.
۶. وېره هیڅ څه نه بدلوي؛ که چېرې تل په هغه بدو پېښو چې امکان لري واقع شي تمرکز وکړو، هیڅکله به خپل کم ځواک ته هم لاس رسی ونه لرو.
۷. غوره ټاکنه ادامه ورکول دي؛ ژوند موږ پر ځمکه وهي خو موږ باید پورته شوو.

























































