ژباړه: حامد بهیر
د سخاوتمندۍ او لاسنيوي لس نښې:
1. له اړمنو سره مرسته د جبران له تمې پرته؛ سخاوتمند خلک پرته له تمې څخه له اړمنو خلکو سره مرسته کوي.
2. د نورو سره د انرژۍ او وخت شریکول؛ کله چې یو څوک خپل وخت او انرژي له نورو سره په مرسته کولو باندې مصرفوي، دا یې د سخاوتمندۍ نښه یې ده.
3. د پاملرنې او اندازې په پام کې نه نیولو سره بښنه؛ سخاوتمند خلک د ستاینې په لټه کې نه وي او ښه کارونه په پټ ډول سرته رسوي.
4. د خپل مال او منابعو ویش؛ سخاوتمند خلک هغه څه چې لري له نورو سره یې ویشي لکه؛ خواړه، پیسې او وسایل.
5. د نورو ستونزو ته غوږ نیول؛ د نورو خبروته پاملرنه او اورېدل یې هم د حمایت او لاسنیوي یو ډول دی.
6. د ستونزو په وخت کې له نورو سره مرسته؛ سخاوتمند خلک هغه وخت چې نور په ستونزو کې وي او مرستې ته اړتیا ولري، تر څنګ دريږي.
7. د نورو د ودې او پرمختګ ستاینه؛ د نورو هڅونه او هغوی ته د فرصتونه برابرول که چېرې یې فردي ګټه په کې نه وي د سخاوت یوه نښه ده.
8. پرته له کوم شرط څخه بښنه؛ سخاوتمند خلک هغه څه چې لري پرته له کوم قید او شرط څخه نورو ته وربښي.
9. د نورو عاطفي روغتیا ته پاملرنه؛ د نورو له احساساتو او رواني شرایطو څخه حمایت د سخاوتمند زړه نښه ده.
10. د نورو د تېروتنو بښل؛ هغه خلک چې د نورو تېر وتنې بښي او هغوی ته دوهم ځلي فرصت ورکوي د سخاوتمندۍ روحیه لري.