پاکستان کې د افغان کډوالو ډلهییزې نیونې ته د غبرګونونو په دوام، د افغان سولې لپاره د امریکا پخوانی استازی «زلمی خلیلزاد» وايي چې پاکستان باید له افغان کډوالو سره په خپل هېواد کې ناقانونه چلند پای ته ورسوي.
زلمي خلیلزاد ویلي چې پاکستان دې ژر تر ژره د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پایته ورسوي او له ځورولو یې دې ډډه وکړي.
پاکستاني پولیسو له تېرو څو ورځو راهیسې په اسلام اباد کې د افغان کډوالو د نیول کیدو لپاره کور په کور بېړني عملیات پیل کړي دي.
بلخوا په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت ویلي چې په دغو عملیاتو کې شاوخوا ۸۰۰ افغان کډوال نیول شوي چې ډېری پکې هغه کسان هم شته چې په پاکستان کې د استوګنې لپاره معتبر کارتونه هم لري.
تر دې وړاندې پاکستاني حکومت خبرداری ورکړی و چې دوی نور په خپل هېواد کې هېڅ «غیرقانوني» افغان کډوال ته د اوسېدو اجازه نه ورکوي.