د «نیروی برق دیبا» په نوم یو ایراني شرکت غواړي چې په افغانستان کې له بېلابېلو سرچینو څخه د انرژۍ د تولید په برخه کې پانګونه وکړي.
دا لېوالتیا د یاد ایراني شرکت مسوولینو د افغانستان د اوبو او او انرژۍ وزارت له سرپرست سره په کتنه کې ښودلې ده.
د «نیروی برق دیبا» شرکت مسوولینو په دې کتنه کې ویلي، دوی لېواله دي چې په افغانستان کې د اوبو، ډبرو سکرو، ګاز او لمر له سرچینو څخه د انرژۍ تولید پروژو په برخو کې پانګونه وکړي.
تر دې وړاندې هم یو شمېر نورو بهرنیو شرکتونو د افغانستان د انرژۍ د تولید په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې وه.
د ویلو ده چې افغانستان پرېمانه اوبه او طبیعي سرچینې لري چې د برېښنا د تولید په برخه کې مهم بلل شوي دي.