د فراه د پوهنې ریاست مسوولین وایي چې په یاد ولایت کې د ۱۴ ښوونځیو ودانۍ بیارغول شوې دي.
د مسوولینو په وینا چې د ښوونځیو دا ۱۴ ودانۍ د ۱۴ میلیونه، ۸۶ زره ۵۰۴ افغانیو په لګښت رغول شوې او ګټېاخیستنې ته سپارل شوې دي.
د فراه د پوهنې ریاست مسوولینو دا هم ویلي چې دوی هلته د اجناسو او خدماتو ۴ پروژې هم پلې کړې دي.
وایي، د دغو پروژو ارزښت ۶ ميليونه، ۵۹۴ زره ۲۲۰ افغانۍ کېږي.
بلخوا د یاد ولایت اوسېدونکو د دغو پروژو پلې کېدو ته خوښي ښودلې او له حکومته یې د ورته نورو پروژو د تطبیق غوښتنه هم کړې ده.
تر دې وړاندې هم په یو شمېر ولایتونو کې د ښوونځیو تخریب شوې ودانۍ بیارغول شوې وې.
د ویلو ده چې لا هم د هېواد په لیرې پرتو سیمو کې زدهکوونکي د ودانیو د نشتون له امله په ازاده فضا کې زدهکړې کوي.