د امریکايي رسنیو راپور ورکړی چې د تېرې سېشنبې په ورځ د امریکا په کالیفرنیا کې د پراخې اورلګېدنې له امله تر دې دمه د لسو کسانو مړینه تایید شوې او اور د لاپراخېدو په حال کې دی.
د رویټرز په راپور کې ویل شوي چې په کالیفورنیا ایالت کې د دې ځنګلي اورلګېدنې له امله لس زره ودانۍ سوځېدلې او لګېدلی اور یوازې اته سلنه مهار شوی دی.
په راپور کې ویل شوي چې اورلګېدنه د تېزو بادونو له امله پراخه شوې او په روانه اوونۍ کې د لا چټکو بادونو او لګېدلي اور د پراخېدو خبرداری ورکړ شوی دی.
په ورته وخت کې د کالیفرنیا ایالت چارواکو د دې اورلګېدنې د مهارولو لپاره د بېړنۍ مرستې غوښتنه کړې ده.
بلخوا امریکایي چارواکو له سلګونه زره کسانو غوښتي چې له خپلو سیمو ووځي.
په ټولنیزو پاڼو د دې اورلګېدنې نندارې وحشتناکې ښکاري او د امریکایي رسنیو په سرټکو کې ورته د «دنیا پای» اصطلاح کارول شوې ده.
د ویلو ده چې تر دې وړاندې هم د امریکا په یو شمېر ایالتونو کې ورته اورلګېدنې رامنځته شوې، خو دا په تېرو لسیزو کې تر ټولو پراخ او کمساری ځنګلي اور بلل شوی دی.