د هرات مسوولین وایي، د یاد ولایت په ادرسکن ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله اته کسان مړه شوي دي.
د مسوولینو په وینا، دا پېښه د ادرسکن په لاره د یو کوچني مسافر وړونکي او یو بار وړونکي موټر ترمنځ د ټکر له امله شوې ده.
ویل کېږي چې د پېښې په قربانیانو کې یوه ښځه او درې ماشومان هم شامل دي.
مسوولینو تر اوسه د دې پېښې د لامل په اړه څه نه دي ویلي، خو په وروستیو کې د هېواد په تقریباً ټولو ولایتونو کې د ترافیکي پېښو اصلي لاملونه تخنیکي ستونزې، ګړندی تګ او د چلوونکو بېاحتیاطي بلل کېږي.
بلخوا حکومتي مسوولینو بار بار له چلوونکو غوښتي چې د هر ډول سفر پر مهال احتیاط وکړي او د سپرلۍ ژوند ته پام وکړي.
د ویلو ده چې په هېواد کې د ورته پېښو له امله د نارینهوو په ګډون وخت ناوخت ښځو او ماشومانو ته هم مرګژوبله اوړي.