کندهار د سودګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وایي، له یاد ولایت څخه د څه باندې پنځه میلیونه ډالرو په ارزښت ۹۸۰۰ ټُنه وچه مېوه چین ته صادره شوې ده.
وايي، په دې وچه مېوه کې کېښتې هم شاملې دي.
خو د دې خونې د مسوولینو دا هم ویلي چې د سلفر په نوم له کیمیاوي مادې د زیاتې کارونې له امله د کښتې سږني صادرات کم شوي دي.
بلخوا کروندګرو ویلي چې په کندهار کې کرنه او بڼوالي لا هم په پخوانۍ دودیزه بڼه ترسره کېږي، او په وینا یې که دغه چاره فني شي، نو د محصولاتو او صادراتو کچه به لا لوړه شي.
تر دې وړاندې هم له بېلابېلو ولایتونو څخه بېلابېلو هېوادونو ته د وچې مېوې د صادرولو راپورونه ورکړ شوي وو.