لیکنه: حامد بهیر
له استاد څخه یې پوښتنه وکړه چې فلسفه څه ته وایي؟
استاد د دې لپاره چې په عملي ډول یې ور وپېژني بېرته ترې وپوښتل: ولې دې دا پوښتنه وکړه؟
ځواب یې ورکړ: غواړم چې پوه شم.
ــ ولې غواړې چې پوه شې؟
ــ ځکه چې پوهه مې زیاته شي.
ــ ولې د پوهه زیاتوې؟
ــ غواړم ځان وپېژنم.
ــ ولې غواړې چې ځان وپېژنې؟
ــ ځکه چې خدایﷻ وپېژنم.
ــ ولې غواړې چې خدایﷻ وپېژنې؟
ــ چې تر څو مې عقیده قوي شي.
ــ ولې دې عقیده قوي کوې؟
ــ ځکه ضعیفه ده.
ــ ولې ضعیفه ده؟
ــ خدایﷻ مو سم ندی پېژندلی.
ــ ولې مو سم ندی پېژندلی؟
ــ ځکه چې ځان مو سم ندی پېژندلی.
ــ ولې مو ځان سم ندی پېژندلی؟
ــ پوهه نه لرو.
ــ ولې پوهه نه لرو؟
ــ نه پوهیږو.
ــ ولې نه پوهېږو؟
ــ ځکه چې پوښتنې نه کوو.
ــ ولې پوښتنې نه کوو؟
ویې ویل: استاد خو په همدې خاطر مې پوښتنه وکړه