د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست، مولوي امیرخان متقي د متحده عربي اماراتو له چارواکو سره له کتنې وروسته ویلي چې یاد هېواد په ۲۰۲۵ کې د افغانستان لپاره ۴۰۰ میلیونه ډالره مرسته ځانګړې ده.
هغه پرون (سېشنبې د جدې ۲۵مه) په کابل کې د متحده عربي اماراتو او هندي چارواکو سره د سوداګريزو او ډيپلوماتیکو اړیکو په اړه ناسته ګټوره بللې ده.
ښاغلي متقي ټینګار کړی چې د سفر په جریان کې، په متحده عربي اماراتو کې د افغان سوداګریزو توکو لپاره د لوژستیک مرکز د جوړولو، د ویزې اسانتیاوو او د دواړو هیوادونو له بانکونو سره د تعامل د پیل په اړه بحثونه او موافقې وشوې.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د متحده عربي اماراتو له چارواکو سره د یو شمېر نورو مسایلو په اړه هم د بحثونو خبره کړې ده.
د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر، مولوي امیر خان متقي تېره اوونۍ (دوشنبه، د جنوري ۱۷مه) د یو پلاوي په مشرۍ د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا د اقتصادي همکاریو ساحې د پلټلو په موخه متحده عربي اماراتو ته سفر وکړ.
هغه دا هم ویلي چې د افغانستان سرپرست حکومت د اقتصاد پر بنسټ پالیسي تعقیبوي او له ټولو هیوادونو سره ښې اقتصادي او سیاسي اړیکې غواړي.