په هېواد کې له خونړیو طبیعي پېښو وروسته د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي چې یوازې د افغانستان په ختیځ کې یې له نږدې یو نیم زر کورنیو سره بشري مرسته کړې ده.
د روانې میلادي میاشتې په نیمايي کې ننګرهار د خونړي توفاني ورښت شاهد و چې له امله یې نږدې ۶۰ کسان مړه او لسګونه نور ټپیان شول.
د اوچا د اعلامیې له مخې چې په ځپلشویو کې له ۵۲۴ کورنیو سره د خوراکي توکو، له ۱۸۸ کورنیو سره د غیرخوراکي توکو او له ۴۴۰ کورنیو سره نغدي مرستې شوې دي.
د ملګرو ملتونو دې ادارې ویلي چې په ننګرهار، لغمان او کنړ سربېره د افغانستان یو شمېر ولایتونه هم د وروستیو ورښتونو او سیلابونو له امله سخت ځپل شوي او بېړنیو مرستو ته یې اړتیا زیاته شوې ده.
د ویلو ده چې په افغانستان کې وروستي ورښتونه، سیلابونه او توفانونه د اقلیمي بدلون ګواښوونکې پایلې بلل شوې دي.
بلخوا ملګرو ملتونو افغانستان د نړۍ په هغو لسو هېوادونو کې شپږم بللی چې د اقلیمي بدلون له ګواښ سره مخ دي.