راپور: مدثر ناصري
دې ادارې پرون سهشنبه د مرغومي ۲۶مه ویلي چې افغانستان په ترکیه کې د اوسېدو لپاره په نهمه کټګورۍ کې دی.
د ترکیې د کورنیو چارو وزارت کې د کډوالۍ ادارې د شمېرو له مخې، چې په ۲۰۲۴ کې په ترکیه کې د بهرنیانو د قانوني اوسېدو شمېر یو میلیون ۱۰۷ زره او ۳۲ کسانو ته رسېدلی دی.
د دې ادارې په وینا، چې پر دې سربېره څه باندې ۳۰ زره نورو افغان پناهغوښتونکو په ترکیه کې د لنډمهالې اوسېدو اسناد ترلاسه کړي دي.
د ترکیې د کډوالو چارو ادارې د معلوماتو له مخې، چې په یاد هېواد کې تر ټولو ډېر د روسیې، عراق او ترکمنستان اوسېدونکي دي.
د ترکیې د کډوالو چارو ادارې دا هم ویلي چې په تېر ۲۰۲۳ کې ۶۸ زره ۶۸۷ افغان کډوال د ترکیې په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي چې ډېری یې بېرته له ترکیې ایستل شوي دي.
د دې ادارې د مسوولانو په وینا چې په نوي ۲۰۲۴ کال کې دوه زره ۴۸۰ افغانان نیول شوي هم دي.
د ویلو ده چې تېره اوونۍ هم د ترکیې په ارزنجان ښار کې ۹۹ افغان پناهغوښتونکي نیول شوي وو.