راپور: مدثر ناصري
ترکي رسنیو پرون شنبه د حمل ۱۱مه راپور ورکړی چې دا کډوال د یو خوراکي توکو لېږدوونکي موټر کې پټ او له آغري څخه استانبول ته روان وو.
د ترکيې د چارواکو په وينا دغه افغان کډوال به له اداري طی مراحلو وروسته بېرته واستول شي.
د رپوټونو له مخې د ډېرو پناه غوښتونکو عمرونه د ۱۸ او ۲۵ کلونو ترمنځ دي چې ښځې هم پکې شاملې دي.
دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو میاشتو کې له ترکیې، ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د نیولو او شړلو لړۍ چټکه شوې ده.
تر دې مخکې ترکي رسنیو په ترکیه کې د قانوني اسنادو نه لرلو له امله د سلګونو افغان کډوالو د نیولو خبر ورکړی و.
د ترکیې د کورنیو چارو وزارت د شمېرو له مخې په تېرو دریو میاشتو کې د دغه هېواد په بېلابېلو ښارونو کې نږدې پنځوس تنه د «انساني قاچاق» په تور نیول شوي دي.
د ترکیې د کورنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې په ۲۰۲۳ کال کې له دغه هېواد څخه ۶۸ زره ۶۸۷ افغان کډوال نیول شوي او یو شمېر یې شړل شوي دي.
د ترکیې چارواکو ټینګار کړی چې په ټوله ترکیه کې به د ناقانونه کډوالو د ننوتلو او نیولو عملیات دوام ولري.
د ویلو ده چې د رسمي شمېرو له مخې، په ترکیه کې څه باندې ۳۰۰ زره افغان کډوال ژوند کوي.