ژباړه: ګلثوم محمدي
۱- اوبه تاسو خوش اندام ساتي
غواړئ خپل وزن کم کړئ؟ اوبه ستاسو د بدن سوخت او ساز (متابوليزم) لوړوي، مرسته درسره کوي، چې د تندې احساس وکړئ. هغه څښاکونه چې لوړ کالوري لري، له اوبو سره بدل کړئ او له هر ډول خوړو مخکې يو گيلاس اوبه وڅښئ. د ډېرو اوبو څښل، په ځانگړي توگه سړې اوبه ستاسو د بدن سوخت و ساز (متابوليزم) په لوړولو کې مرسته کوي، ځکه بدن د اوبو د گرمولو لپاره کالوري ته سوځولو اړتيا لري.
۲- اوبه انرژي لوړوي
که تاسو د ستړيا يا بېحالۍ احساس کوئ، اوبه وڅښئ. د اوبو کمښت د ستړيا احساس زياتوي. اوبه له زړه سره مرسته کوي، چې وينه په بدن کې په سمه توگه جريان وکړي. همدارنگه اوبه د وينې، اکسیجن او نورو مغذي موادو په انتقال کې مرسته کوي.
۳- د سټرس کمول
د ماغزه شاوخوا 70 څخه تر 80 سلنه پورې اوبه جوړوي. که ستاسو بدن د اوبو د کمښت سره مخ وي، پر بدن او ماغزه فشار راځي او د سټرس لامل کېږي. له همدې امله تاسو بايد د سټرس د کمولو لپاره تل اوبه وڅښئ.
۴- اوبه د عضلاتو لپاره گټور دي
د اوبه څښل عضلاتو ته گټور تمامېدای شي، ځکه اوبه زموږ بدن تازه ساتي. که چېرې ستاسو بدن کافي اوبه ولري، تاسو کولای شي اوږد او ډېر ځواکمن تمرين (سپورټ) وکړئ.
۵- خپل پوستکي تغذيه کړئ
که چېرې ستاسو بدن د اوبو د کمښت سره مخ وي؛ نو ستاسو د پوستکي چين او چروک ژور کېږي. اوبه د ښکلا کريمونه اساس دی. د اوبه زيات څښل د پوستکي د تازهوالی لامل کېږي او همدارنگه د پوستکي ميکروبونه له منځه وړي، په پوستکي د وينې جريان ښه کوي او د پوستکي د روښانتيا لامل کېږي.
6- اوبه د پښتورگو د ډبرو له جوړېدو څخه مخنيوی کوي
د ډېرو اوبو څښل مو له پښتورگو د مضرو او اضافي موادو په وتلو کې مرسته کوي. همدا راز د ډېرو اوبو څښل مو په پښتورگو کې د ډبرو له جوړېدو او شدید درد څخه ساتي.
ایا تاسو کافي اوبه څښئ؟
ډېری خلک کافي اوبه څښي، خو د اوبو دقيقه اندازه چې تاسو ورته اړتيا لرئ، ستاسو د بدن اندازه، فعاليت، اقليم يا آب و هوا او ستاسو د بدن عمومي روغتيا ټاکي. که تاسو شدید فزیکي فعالیت او تمرین لرئ، تاسو ډېرو اوبو ته اړتیا لرئ.