د وردګو مسوولین وایي، د دې ولایت په «سیداباد» ولسوالۍ کې د دریو ترافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه او ۷ نور ټپیان شوي دي.
مسوولینو ویلي چې چې لومړۍ پېښه د سیداباد ولسوالۍ اړوند په «منګلیو» سیمه کې د ټوډي او ټریلر د ټکر په پایله کې شوې؛ دویمه پېښه د کرولا او باروړونکي موټرو او درېیمه د موتورسایکل او کرولا د ټکر له امله شوې ده.
د مسوولینو په وینا چې په دې پېښو کې دوه کسان مړه او اووه نور ټپیان شوي دي.
ویل کېږي چې د دې پېښې ټپیان د درملنې په موخه روغتون ته وړل شوي دي.
په وروستیو دریو کلونو کې د هېواد په تقریباً ټولو ولایتونو کې ترافیکي پېښې په کمسارې توګه زیاتې شوې چې ستر لاملونه یې د چلوونکو بېاحتیاطي، خراب سړکونه، ګړندی تګ او د ترافیکي اصولو نهمراعاتول بلل کېږي.
بلخوا د سرپرست حکومت مسوولینو بار بار له چلوونکو غوښتي چې د هر ډول سفر پر وخت بشپړ احتیاط وکړي او سورلۍ ژوند ته پام وکړي.