د سرپرست حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي چې له تېرو دریو کلونو راهیسې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ۶۶۸ لرغونې سیمې کشف او ثبت شوې دي.
د یاد وزارت د لرغونپېژندنې ریاست مسوولینو ویلي دا لرغونې سیمې د دوی د تخنیکي او مسلکي ټیم په وسیله د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ثبت شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د پلازمېنې کابل په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې تر دې دمه ۵ زره ۶۰۰ لرغونې سیمې له یاد وزارت سره ثبت شوې دي.
سرپرست حکومت تر دې وړاندې په هېواد کې د لرغونې او تاریخي سیمو پر ارزښت او ساتنې ټینګار کړی و او ویلي یې وو چې په دې برخه کې به خپلو هڅو ته ادامه ورکوي.
بلخوا د هېواد یو شمېر فرهنګپالو او لرغونپوهانو هم د تاریخي او لرغونو سیمو ارزښت لوړ بللی او له حکومتي مسوولینو غوښتي چې دې برخې پاملرنه لا زیاته کړي.























































