د زابل ولایت ځايي مسوولین وایي، د یاد ولایت په «شینکۍ» ولسوالۍ کې یو استنادي دېوال جوړ او ګټېاخیستنې ته سپارل شوی دی.
د یاد ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولینو ویلي چې دا استنادي دېوال د ۶ میلیونه ۸۲۱ زره افغانیو په لګښت د خوړو نړیوالې ادارې په مالي ملاتړ جوړ شوی دی.
تر دې وړاندې هم د بېلابېلو مرستندویه نړیوالو ادارو په مالي ملاتړ د هېواد په یو شمېر سیمو کې ورته دیوالونه جوړ او ګټېاخیستنې ته سپارل شوي، چې تر ډېره د سیلابي اوبو د مخنیوي په برخه کې ګټور تمام شوي دي.
بلخوا د شینکۍ ولسوالۍ اوسېدونکو د یاد دیوال پر جوړېدو خوښي ښودلې او هلته یې د ورته کوچنیو پروژو د پلېکېدا غوښتنه کړې ده.
د ویلو ده چې استنادي دېوالونه تر ډېره د سیلابي اوبو د کنترول او تر ځمکې لاندې اوبو د سرچینو د پياوړتیا په برخه کې ګټور تمام شوي دي.























































