ژباړه: حامد بهیر
بوډا سړي خپل زوی ته وویل:
زویه! هېڅ شی هم د زړه په اندازه نازک او ماتېدونکي نه دي، نو هڅه وکړه چې د هېڅ چا زړه مات نه کړې.
ځوانمرده او مهربانه اوسه؛ ځکه مهربانې او ځوانمردي ستر فضیلت دی.
د نېمې لارې ملګری مه اوسه؛ بلکې په ملګرتیا کې تلپاتې او وفا داد اوسه.
څلورو شیانو ته تل مینه ورکړه؛ پلار، مور، میرمن او اولادونو ته دې.
هېڅ شی هم ناممکن نه دي، خو دا چې ته یې ناممکن وبولې.
خدای ج د خپلو بنده ګانو لپاره هر څه ممکن پیدا کړي، تر څو کټه ترې واخلي خو په یاد ولره چې هېڅ ممکن ارزانه نه دی.
ښه واغونده، ښکلی ژوند وکړه او ازاد اوسه.