24 °c
Kabul
20 ° جمعه
18 ° شنبه
پنجشنبه, مې 29, 2025
  •  
  • خبرونه
    • All
    • ابادي
    • اقلیمي بدلون
    • ورځنۍ پېښې
    فراه کې د اوبو رسونې یوه شبکه ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شوه  

    فراه کې د اوبو رسونې یوه شبکه ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شوه  

    “هېوادوالو ته د مرستې رسونې په برخه کې د موسسو ستونزې حل کوو” | پوهاوی‌نیوز

    “هېوادوالو ته د مرستې رسونې په برخه کې د موسسو ستونزې حل کوو” | پوهاوی‌نیوز

    سویډن له افغانستان سره څه باندې دوه میلیون ډالر مرسته وکړه | پوهاوی‌نیوز

    سویډن له افغانستان سره څه باندې دوه میلیون ډالر مرسته وکړه | پوهاوی‌نیوز

    کندهار کې د ۴،۸ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسونې یوه شبکه جوړېږي | پوهاوی‌نیوز

    کندهار کې د ۴،۸ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسونې یوه شبکه جوړېږي | پوهاوی‌نیوز

    د کندهار په «تخته‌پل» کې د اوبو یو کوچنی بند جوړ شو | پوهاوی‌نیوز

    د کندهار په «تخته‌پل» کې د اوبو یو کوچنی بند جوړ شو | پوهاوی‌نیوز

    کندز کې تېر کال د اوبو رسونې ۱۱ شبکې جوړې شوې | پوهاوی‌نیوز

    کندز کې تېر کال د اوبو رسونې ۱۱ شبکې جوړې شوې | پوهاوی‌نیوز

    امریکا هلته «عیسویت» ته اوښتي د افغانستان اتباع هم راوباسي | پوهاوی‌نیوز

    امریکا هلته «عیسویت» ته اوښتي د افغانستان اتباع هم راوباسي | پوهاوی‌نیوز

    د کابل په اوومه ناحیه کې یو سړک جوړېږي | پوهاوی‌نیوز

    د کابل په اوومه ناحیه کې یو سړک جوړېږي | پوهاوی‌نیوز

    کابل کې د یو سړک جوړلو کارونه شروع شول | پوهاوی‌نیوز

    کابل کې د یو سړک جوړلو کارونه شروع شول | پوهاوی‌نیوز

    • ابادي
    • اقلیمي بدلون
    • ورځنۍ پېښې
  • اسلام
    • All
    • د عالمانو ویناوې
    • لارښوونې
    • معلومات
    بصیرت او د زړه رڼا؛ د سورة الفاطر څو درسونه

    بصیرت او د زړه رڼا؛ د سورة الفاطر څو درسونه

    “قبر شپه – هغه شپه چې هېڅ سهار نه لري”

    “قبر شپه – هغه شپه چې هېڅ سهار نه لري”

    په صحیح بخاري کې د امام قتیبه رحمه الله ونډه

    په صحیح بخاري کې د امام قتیبه رحمه الله ونډه

    مالیزیا کې تر ټولو پخوانی جامع جومات

    مالیزیا کې تر ټولو پخوانی جامع جومات

    د ترکیې «سلیمیه» جومات په ۱۶مه پېړۍ کې جوړ شوی

    د ترکیې «سلیمیه» جومات په ۱۶مه پېړۍ کې جوړ شوی

    لبنان کې «محمد امین جومات» د عثمانیانو دورې په ودانیز طرز جوړ شوی

    لبنان کې «محمد امین جومات» د عثمانیانو دورې په ودانیز طرز جوړ شوی

    د کابل «عبدالرحمن جومات» په کوم کال جوړ شوی؟ دلته یې ولولئ

    د کابل «عبدالرحمن جومات» په کوم کال جوړ شوی؟ دلته یې ولولئ

    فرانسه کې تر ټولو پخوانی جومات کوم دی؟

    فرانسه کې تر ټولو پخوانی جومات کوم دی؟

    ناهیلی کېږه مه «د سکون ښار» – ۲

    څنګه پیاوړي کېدای شو؟ «د سکون ښار» – ۱۳

    • لارښوونې
    • د عالمانو ویناوې
    • معلومات
  • سیاست
    • All
    • تحلیل
    • فکر
    • کالم
    له ۱۷۸۸ – ۱۹۱۹ پورې د انګلیس لخوا افغانستان ته ور اوښتي زیانونه

    له ۱۷۸۸ – ۱۹۱۹ پورې د انګلیس لخوا افغانستان ته ور اوښتي زیانونه

    قوشتپې کانال ولې قزاقستان اندېښمن کړی؟

    قوشتپې کانال ولې قزاقستان اندېښمن کړی؟

    هیڅ فلم چین نشي وېشلای: “د شې‌زَنګ کیسه د نورو نه ده”

    هیڅ فلم چین نشي وېشلای: “د شې‌زَنګ کیسه د نورو نه ده”

    د نړيوال قانون په اړه ارزښتناک کتاب خپور شو

    د نړيوال قانون په اړه ارزښتناک کتاب خپور شو

    د نړۍ روایتونه؛ څوک یې کنټرولوي او څنګه؟

    د نړۍ روایتونه؛ څوک یې کنټرولوي او څنګه؟

    د نړیوالو سیندونو د اوبو جریان او تګلوري اړولو په اړه د نړیوالو قوانینو دریځ

    د نړیوالو سیندونو د اوبو جریان او تګلوري اړولو په اړه د نړیوالو قوانینو دریځ

    ټرمپ او نړیواله سوله

    ټرمپ او نړیواله سوله

    کابل ښار عمودي پراختیا ته اړتیا لري/ محمدنظیم سمون

    کابل ښار عمودي پراختیا ته اړتیا لري/ محمدنظیم سمون

    د نړۍ د ځینو هېوادونو د ولسمشرانو معاش به څو وي؟

    د نړۍ د ځینو هېوادونو د ولسمشرانو معاش به څو وي؟

    • کالم
    • مرکه
    • تحلیل
  • ادبیات
    • All
    • ژبپوهنه
    • کتاب لنډیز
    • کره‌کتنه
    • لیکوالي
    د ادبي دورو د وېشنې میتودلوژي

    د ادبي دورو د وېشنې میتودلوژي

    لیکوالي؛ د افکارو او احساساتو د لېږد وسیله

    لیکوالي؛ د افکارو او احساساتو د لېږد وسیله

    د شاعرۍ درې وجهې/ دوکتور اجمل ښکلی

    د چتي کيسه | دوکتور اجمل ښکلی

    په وینا کې د ګړدود مدیریت

    په وینا کې د ګړدود مدیریت

    د فن او هنر توپیر په څه کې دی؟

    د فن او هنر توپیر په څه کې دی؟

    د غوټۍ کوچنی ټولګی کتاب خپور شو

    د غوټۍ کوچنی ټولګی کتاب خپور شو

    ولې پښتانه لیکوالان د خپل فرهنک او تاریخ د مخالفینو په وړاندې بې پروا دي؟

    ولې پښتانه لیکوالان د خپل فرهنک او تاریخ د مخالفینو په وړاندې بې پروا دي؟

    په لیکنه کې د بې ځایه کلمو د لگښت مخنیوی

    په لیکنه کې د بې ځایه کلمو د لگښت مخنیوی

    د شاعرۍ درې وجهې/ دوکتور اجمل ښکلی

    د جملو رسا کول

    • ژبپوهنه
    • کتاب لنډیز
    • کره‌کتنه
    • لیکوالي
  • ژوند
    • All
    • بریالیتوب
    • ټېکنالوژي
    • روغتیا
    • سپورټ
    د «ام» حیرانوونکې گټې

    د «ام» حیرانوونکې گټې

    د ګرجستان هېواد مشهور سوغات څه شی دی؟

    د ګرجستان هېواد مشهور سوغات څه شی دی؟

    ايا پوهېږئ چې لېمو بدن ته څومره گټور تمامېدای شي؟

    ايا پوهېږئ چې لېمو بدن ته څومره گټور تمامېدای شي؟

    نوې تکنالوژي ناپېژندونکې جعلي ویډیوګانې جوړولی شي

    نوې تکنالوژي ناپېژندونکې جعلي ویډیوګانې جوړولی شي

    ماشومان څه ډول په خبرو کولو ارام کړو؟

    ماشومان څه ډول په خبرو کولو ارام کړو؟

    د مرګ له خولې را ستنېدل

    د مرګ له خولې را ستنېدل

    ماشوم ورسپارل شوي کارونه هېڅکله هم له یاده نه باسي

    ماشوم ورسپارل شوي کارونه هېڅکله هم له یاده نه باسي

    له بهرني سفر مخکې دغه ټکي په پام کې ونیسئ

    له بهرني سفر مخکې دغه ټکي په پام کې ونیسئ

    نوش پياز کومې گټې لري؟

    نوش پياز کومې گټې لري؟

    • ټېکنالوژي
    • روغتیا
    • سپورټ
    • بریالیتوب
  • اقتصاد
  • هنر او څېرې
  • د پوهاوي په اړه
No Result
View All Result

POHAWAI Media
No Result
View All Result
کورپاڼه ژوند بریالیتوب

تېرې تېروتنې جبران منونکې دي؟

POHAWAI Media by POHAWAI Media
فبروري 17, 2025
in بریالیتوب, ژوند
0 0
0
تېرې تېروتنې جبران منونکې دي؟
0
خپرول
15
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

ژباړه: عطا محمد میاخېل

د تېرو تېروتنو د جبران لپاره لومړنی ګام، د مسؤولیت منل او وروسته د ځان بښل دي، له هغې وروسته کولای شئ د بښنې غوښتلو په سمې تګلارې او له تجربې څخه د تر لاسه شوي درس پر بنسټ، مخ پر وړاندې ګام واخلئ.

په تېر او اوس کې د هر ډول تېروتنې د جبران لپاره تګلاره

انسان جایز الخطا دی، که یو روغ انسان تېروتنه کوي، نو د ګناه او پښېمانۍ احساس به وکړي او د خپلو تېرو تېروتنو د جبران په لټه کې به وي. د تېروتنې جبران فرد ته د خلاصون حس ورکوي او د دې سبب ګرځي، چې وکولای شي، بل فرصت تجربه کړي. آرامتیا او اروایي روغتیا ته د رسېدو لپاره اړینه ده، چې خپل ځان وبښئ او د خپلې تېروتنې د جبران لپاره د شونتیا په صورت کې یو کار ترسره کړئ، حتا که دا کار یوه بښنه غوښتل هم وي. په دې لیکنه کې لومړی له تاسو سره مرسته کوو، ترڅو خپل ځان وبښئ او له تېر څخه خلاص شئ، له هغې وروسته به هغو ګامونو ته اشاره وکړو، چې باید د تېروتنې د جبران او بښنې غوښتلو لپاره یې پورته کړئ.

د تېرو تېروتنو ارواپوهنه؛ د ځان بښنه

هره تېروتنه، چې کوئ له تاسو سره مرسته کوي، ترڅو وده وکړئ، هغه څه، چې نن یاست، د هغو ښو او بدو کارونو پایله ده، چې په تېر کې مو ترسره کړي دي، تاسو نه شئ کولای، چې تېر پاک کړئ، خو کولای شئ راتلونکې ته په نن کې د توپیري کارونو په ترسره کولو سره بدلون ورکړئ، په دې ځای کې ځینې ټکي شتون لري، چې له تاسو سره مرسته کوي، د تېرو تېروتنو لپاره خپل ځان وبښئ او مخ پر وړاندې لاړ شئ.

۱ ـــ پوه شئ، چې یوازې نه یاست، د ټولو په تېر کې ډېرې زیاتې تېروتنې شتون لري، حتا هغه افراد چې تاسو یې ستایئ، هم بشپړ نه دي؛ حتا شونې ده، چې په تېر کې یې ستاسو په پرتله ډېرې ستونزې  لرلې او ډېرې تېروتنې یې کړې وي.

۲ ـــ خپلې تېروتنې ته په رښتینې توګه وګورئ، په هغې کې ستاسو برخه څومره ده؟ نورو ستاسو په تېروتنه کې  څومره ونډه درلوده؟ هغه موقعیت په تاسو کې څه احساس رامنځته کوي؟ یوازې  په بربنډه توګه احساساتو ته کتل، کولای شئ درملنه یې وکړئ.

۳ ـــ خپل ځان وبښئ، موږ ټول انسانان یو، تېروتنه کوو، دا د ژوند یوه برخه ده، تاسو په احتمالي توګه په هغه وخت کې یو کار ترسره کړی دی، چې په اند مو تر ټولو غوره کار و؛ خو دمګړۍ پوهېږئ، څنګه کولای شئ، غوره کړنې ترسره کړئ.

۴ ـــ د اړتیا په صورت کې یې جبران کړئ، که بل چا ستاسو د تېروتنې له امله زیان لیدلی دی، کېدای شي وغواړئ، چې جبران یې کړئ، خو پوه شئ، چې دا پړاو تل اړین نه دی، دا چې تصمیم ونیسئ، څنګه خپل زیان جبران کړئ، د هغه ځای په شرایطو پورې تړاو لري، چې پکې مېشت یاست.

۵ ـــ له خپلې تېروتنې څخه درس واخلئ، هره تېروتنه له خپل ځان سره یو درس لري، څه څیز کولای شئ، چې له خپل ځان څخه یې زده کړئ؟ که په راتلونکې کې په ورته شرایطو کې قرار لرئ، دا ځل څنګه چلند کوئ؟

د ژوند یوه له ښکلاوو څخه داده، چې هره ورځ له نویو فرصتونو او ټاکنو سره پیلېږي، خپل ځان په تېر کې مه اسیر کوئ، دا کار یوازې تاسو له هغې روښانه راتلونکې لرلو څخه محروموي، چې وړ یې یاست، نو خپل ځان وبښئ او مخ پر وړاندې ګام پورته کړئ.

څنګه خپل بد کار جبران کړئ؟

لکه څنګه چې ورته اشاره وشوه، یو له هغو مواردو څخه، چې له تاسو سره مرسته کوي، وکولای شئ له تېر څخه خلاصون پیدا کړئ، دا دی، که مناسب شرایط شتون لري، تېروتنې مو جبران کړئ، خو څنګه؟

۱ ـــ که نیمګړتیا په خپله غاړه وانخلئ، نه شئ کولای، چې خپل ځان هم وبښئ، بهانې مه جوړوئ، خپل دننه ته وګورئ او د هغه کار مسؤولیت ومنئ، چې ترسره کړی مو دی.

۲ ـــ د دې پرځای، چې تل خپل ځان ورټئ، د هغه فرد عواطفو په اړه فکر وکړئ، کوم چې ستاسو د تېروتنو له امله یې زیان لیدلی دی، څومره او ولې یې زیان لیدلی دی؟ د هغه خپګان په هغه کچه دی، چې تاسو یې تصور کاوه؟ ښایي موقعیت مو له بریده زیات ستر کړی وي.

۳ ـــ اوس، چې خپل او د مقابل لوري احساسات مو په بشپړه توګه درک کړي دي، د جبران لپاره یې اقدام وکړئ، لومړی پړاو احتمالاً بښنه غوښتل او له دې وروسته د سم چلند کولو ژمنه وي.

۴ ـــ که مقابل لوری تاسو ونه بښي، تاسو خپله خپل ځان وبښئ او اجازه مه ورکوئ، د ځان رټنه او د ګناه احساس لرل، ژوند ته د دوام ورکولو لپاره ستاسو انرژي کمه کړي.

د تېرو تېروتنو د جبران لپاره بښنه غوښتل یوه تګلاره ده

د بښنې غوښتلو لپاره ځینې ټکي شتون لري، چې په هغو باندې پوهېدل، له موږ سره مرسته کوي، ترڅو یوه مناسبه او اغېز ښندونکې بښنه غوښتنه ولرو.

بښنه غوښتل د دې سبب ګرځي، چې د هغه چا د خپګان او ټپ، چې زیان مو ور رسولی دی، درملنه یې وشي او هغه د ارزښتمندۍ او درنښت احساس وکړي. تاسو د یوې رښتینې او صمیمي بښنې په غوښتلو سره څرګندوئ، چې خپله تېروتنه مو منلې ده او د تکرارولو موخه یې نه لرئ، په حقیقت کې خپل ځان ته د هغه انسان په توګه، چې سم چلند ته ارزښت ورکوي، اهمیت ورکوئ.

بښنه غوښتل د ځینو کسانو لپاره یو سخت او ستونزمن کار دی، ځکه چې بښنه غوښتل، د خپلې بې وړتیایۍ  او په خپل ځان کې د نیمګړتیا له منلو سره مساوي ګڼي، کله وخت افراد داسې ګڼي، چې بښنه غوښتل دوی به نیمګړي او دوکه ورکوونکي ښکاره کړي، کله وخت ځینې کسان بښنه نه غواړي، ترڅو تېروتنې یې ژر هېرې شي، خو مهم ټکی دا دی، چې بښنه غوښتل په مناسبو شرایطو کې کولای شي، ستونزو ته د پای ټکی کېږدي، د مثبتو احساساتو په رامنځته کولو سره، ستاسو د ژوند ارزښتونه او کیفیت لوړ کړي.

یوازې هغه وخت بښنه وغواړئ، چې واقعاً هوډ لرئ، خپل چلند ته بدلون ورکړئ، پرته له دې بښنه غوښتل به خپل ارزښت له لاسه ورکړي.

که مقابل لوري ستاسو د بښنې غوښتلو د منلو لپاره، له تاسو نه ناسمې او ناشونې غوښتنې درلودې، له هغه لوري څخه د خپل ځان په بښل کېدو باندې ټینګار مه کوئ، تاسو ښایي خپل تېروتنه جبران کړئ، نه دا چې بله تېروتنه وکړئ.

کله چې ډاډه نه یاست، چې کوم بد کار مو ترسره کړی دی، د بښنې غوښتلو پرځای د موضوع په اړه خبرې وکړئ، ترڅو د مقابل لوري د خپګان اصلي دلیل روښانه شي.

د بښنې غوښتلو پرمهال د خپل کار مسؤولیت ومنئ او مقابل لوري ته له خوا خوږي او صمیمت ډک ځواب ورکړئ. یوازې د «وبښئ» له عبارت څخه ګټه اخیستل، رښتینې بښنه غوښتل نه ګڼل کېږي.

وروسته له دې، چې په خپلو خبرو سره مو بښنه وغوښتله، که د جبران لپاره کومه لاره شتون لري، د خپلې تېروتنې د جبرانولو لپاره اقدام وکړئ.

ټګونه: بریالیتوبپرېشانيتېروتنېټولنیز ژوندله ژوند سره تړلې خبرې
ShareTweet
POHAWAI Media

POHAWAI Media

پوهاوی‌ مېډیا د افغانستان، سیمې او نړۍ د روانو چارو کره پوښښ کوي او هم د ځانګړو موضوعاتو په اړه راپورونه او شننې وړاندې کوي. زموږ ټیم څېړنیز ژورنالېزم ته ژمن دی او د افغان ولس د افکارو تنویر مو سپېڅلې دنده ده.

پوهاوی‌ مېډیا د افغانستان، سیمې او نړۍ د روانو چارو کره پوښښ کوي او هم د ځانګړو موضوعاتو په اړه راپورونه او شننې وړاندې کوي.
زموږ ټیم څېړنیز ژورنالېزم ته ژمن دی او د افغان ولس د افکارو تنویر مو سپېڅلې دنده ده.

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In

Add New Playlist

No Result
View All Result
  •  
  • خبرونه
    • ابادي
    • اقلیمي بدلون
    • ورځنۍ پېښې
  • اسلام
    • لارښوونې
    • د عالمانو ویناوې
    • معلومات
  • سیاست
    • کالم
    • مرکه
    • تحلیل
  • ادبیات
    • ژبپوهنه
    • کتاب لنډیز
    • کره‌کتنه
    • لیکوالي
  • ژوند
    • ټېکنالوژي
    • روغتیا
    • سپورټ
    • بریالیتوب
  • اقتصاد
  • هنر او څېرې
  • د پوهاوي په اړه

Designed and Developed By iCode Software Company © 2024 Pohawai Media. All rights reserved