د پاکستان سوداګرۍ وزارت وايي چې د افغانستان هغو بار وړونکو موټرو ته د ورتګ اجازه نه ورکوي چې چلوونکي یې لنډمهاله ترانزیتي اسناد، ویزې او پاسپورتونه نه لري.
دې وزارت نن (پنجشنبې د اسد ۱۱مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، “له ترانزیتي اسنادو پرته د افغانستان بار وړونکو موټرو ته د راتګ اجازه نشته.”
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د ترانزیتي توکو لیږدونکي موټر له دغه نوي فرمان څخه مستثنی دي.
د پاکستان د سوداګرۍ وزارت دا هم ویلي چې د یو شمېر لاریو چلوونکو موقتي اسناد ترلاسه کړي دي.
تر دې وړاندې پاکستاني رسنیو خبر ورکړی و چې د دغه هېواد او افغانستان د چارواکو ترمنځ د نوي تړون له مخې د روان کال د جولای میاشتې له ۱۵مې نېټې څخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو توکو لېږدوونکي موټر د ترانزیتي اسنادو پرته د تګ راتګ اجازه نه لري.
خو د سرپرست حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت بیا له پاکستان سره د نوي هوکړهلیک په اړه خبر ورکړی و او ویلي یې وو چې د دې پر اساس به د بار وړونکو موټرو چلوونکي وکولای شي چې د یوه بل کال لپاره له موقتي اسنادو سره سفر وکړي.
له بلې خوا د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې، ممتاز زهرا بلوچ ټینګار کړی چې اسلام اباد له افغانستان سره د خپلو پولو په برخه کې ورته محدودیتونه نه دي لغوه کړي.
د ویلو ده چې د هېواد سوداګرو او د بار وړونکو موټرو چلوونکو تل د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر ترافیکي وضعیت او ګمرکي ننګونو نیوکې کړې دي.